شنبه, 04 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



ملت جوړونه؛ له افغانستانه د وتلو یوازينۍ لار پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
لیکنه: پي جې کراولي   
دوشنبه 06 وږی 1396 ساعت 03:48

ژباړه: زمریالی اباسین

 

د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روانې اوونۍ په لومړیو کې، د افغانستان په اړه د خپلې نوې تګلارې د اعلانولو پر مهال یو ځل بیا پر دې ټینګار وکړ چې افغانستان به د ترهګرو ډلو پر خوندي ځالو بدلېدو ته پرېنږدي او ټول تمرکز به یې د امریکا د ګټو پر خونديتابه ورټول وي. ټرمپ سره له دې چې پخوا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر ايستلو ټینګار کاوه، خو دا ځل يې د مخکني ولسمشر باراک اوباما په څېر په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د پاتې کولو پرېکړه وکړه.

بهرنی سیاست لکه د کورني سیاست په شان په خلاص لاس نه شي جوړېدای. که وکتل شي نو ولسمشر ټرمپ د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال د افغانستان په اړه یوه کړې ژمنه پر ځای کړې هم ده:

"موږ همکاران او ملګري یو، خو د افغانستان پر خلکو به هېڅکله د ژوند کولو او په خپلې پېچلې ټولنه کې د حکومت کولو په اړه خپلې غوښتنې و نه منو. موږ بیا ملت جوړونه نه کوو. موږ ترهګر وژنو".

"ملت جوړونه" دا اصطلاح د امریکا د دواړو ګوندونو لپاره د بهرني سیاست په لیکو کې پر یوې پړکېدونکې مسئلې بدله شوې. اوباما به زیاتره وخت ویل چې "ملت جوړونه په کور د ننه پیلېږي" چې دا جمله د ټرمپ له شعار "امریکا یو ځل بیا ستره کړئ" سره څه ډېر توپير نه لري.

په حقیقت کې، ملت جوړونه هغه یوازينۍ ستراتيژي ده چې امریکايي مشران یې له ۲۰۰۱ کال راهیسې په لټه کې دي او له امله یې امریکا کولی شي له افغانستانه په خوندي توګه ووځي. د بریالیتوب تر ټولو روښانه لاره – که د اټکلونو خلاف ډېر وخت هم  ونیسي – د افغان حکومت د ظرفیتونو لوړولو ته دوام ورکول دي.

ټرمپ د خپلې وینا پر مهال خپله ستراتيژي طاق وبلله، خو په دې پلان کې د پرمختګ کوم څرک نه لګېږي. په حقیقت کې، د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن وویل د ټرمپ اداره به، چې د بهرنیو چارو وزارت او د نړیوالې پراختیایي ادارې (USAID) په بودجه کې یې د ژورو کمښتونو راوستو ملاتړ کړی، په افغانستان کې تر دې وروسته لګښتونه کم کړي.

د دې پر ځای، ټرمپ یوازې د یوې پوځي بریا په اړه خبرې وکړې، چې په منځنۍ کچه (د شمېر له په ډاګه کولو پرته) د ځواکونو د شمېر پر ډېرولو او د جګړې له لارې د فشارونو پر زیاتولو یې تمرکز ډېر و. له دې نوې شوې ژمنې ښکاري چې امریکايي ځواکونه به د ټرمپ د ولسمشرۍ دورې تر پای ته رسېدو وروسته هم په افغانستان کې پاتې وي.

ټرمپ دغه ماموریت د ترهګرو د وژلو په جملې له حده ډېر اسانه وښود. امریکا او د ناټو په شمول د واشنګټن متحدین له تېرو ۱۶ کلونو راهیسې همدا کار کوي، د جګړې په ډګر کې د بريالي کېدو له لارې د یو سیاسي جوړجاړي د رامنځته کېدو په تمه دي، خو ټولې زاویې بنبست ته رسېدلې او د جوړجاړي او مذاکراتو هېڅ څرک نه لګېږي.

د امریکا د وتلو رښتینې ستراتیژي د طالبانو او د هغوی د متحدینو ماتول نه دي؛ دا ستراتيژي د یوه داسې افغان حکومت رامنځته کول دي چې د وسله والو ډلو او ګاونډیو هېوادونو د مداخلو پر وړاندې په پیاوړې توګه له ځانه دفاع وکړی شي. دا هغه څه دي چې افغانستان یې، د امریکا په ملاتړ، د سیاسي روغې جوړې او مذاکراتو له لارې ترلاسه کولی شي – که اراده دا وي چې جګړه باید دوام و نه کړي.

دا لا تراوسه هم روښانه نه ده چې طالبان خبرې اترې او روغه جوړه کول غواړي او که نه. له طالبانو سره د روغې جوړې لپاره د یوه مثلث ایجادول حیاتي مسئله ده. دا چې ټرمپ پاکستان له امریکا سره په دوه مخي سیاست تورن کړ او پر هند یې غږ وکړ چې د افغانستان په جګړه کې لا ستر رول ولوبوي، پر ځای کار یې وکړ، خو چې پاکستان ته یې د مرستو متوقف کولو ګواښ وکړ، ډېره باوري ښکاري چې دغه هېواد به یو ځل بیا افغانستان کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو د اکمالاتو پر وړاندې د خپلو بنادرو په تړلو سره پر غچ اخیستونکو کړنو لاس پورې کړي. په ورته وخت کې، د هند زیاتېدونکی نفوذ به د پاکستان له خوا د ورانکاریو لړۍ لا پیاوړې کړي.

افغانستان ته د یو لړ پیاوړو لاملونو له مخې د سترې لوبې "The Great Game" نوم ورکړل شوی دی. روسیه او ایران هم لاس تر زنې نه کښېني. دوی په افغانستان کې په ۲۰۰۱ کال کې یو رغنده رول ولوباوه خو اوس دا کار نه کوي. که چېرې سیمه يیز لوبغاړي او ګاونډي هېوادونه له پامه وغورځول شي، د ټرمپ ستراتیژي به له کشمکشونو سره مخ شي. (څوک پوهېدل چې بهرنی سیاست به دومره پېچلی وي؟)

که ولسمشر ټرمپ غواړي چې په رښتیا هم ګټونکی وي، افغان حکومت باید د هغو سیمو د بېرته نیولو وړتیا پیدا کړي چې اوس په بې ساري توګه د طالبانو تر کنټرول لاندې دي، ویې ساتې او په ښه توګه پرې حاکمیت ټینګ کړي؛ داسې یو فرهنګ رامنځته کړي چې افغانستان په خپلو ټولو وګړو پانګونه وکړي، نه پر نیمايي؛ داسې اقتصاد جوړ کړي چې قانوني جوړښت ولري، نه مخدره توکي؛ افغانستان د سیمې له ټولو هېوادونو سره ونښلوي، دغه هېواد لا ډېر ارضي تمامیت ولري او د کمو جیوپولیټیکي لوبو ښکار وي.

هر څه چې ورته وایاست، دا ملت جوړونه ده. دا د خیرات خبره نه ده. دا د ستراتيژۍ اړونده خبره ده. که په افغانستان کې د ملت جوړونې ورځې نورې پای ته رسېدلې وي، نو ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې د بریا لپاره کومه لاره نه لري.

د مسیر ورځپاڼې د نن تحلیل.
Addthis

 




مل پاڼې