شنبه, 04 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



په کاري چاپېريال کې د غير مسلکي خلکو لس عادتونه پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
شریف شاهین   
يكشنبه 19 وږی 1396 ساعت 03:37

په اداره او دفتر کې د مسلکیتوب او غیر مسلکيتوب موضوع کومه نوې خبره نه ده؛ خو دا چې څه په اداره کې د یو کارکوونکي مسلکیتوب او څه د هغه غیر مسلکیتوب ښيي، وخت په وخت بدلېږي. کوم لباس چې تاسې په اداره کې کلونه مخکې اغوست، اوس ممکن له موډه لوېدلی وي او په اغوستلو يې تاسې ممکن غیر مسلکي ښکاره شی. خو ځینې څیزونه او خبرې لا په خپل ځای پاتې دي.

موږ دلته تاسې ته لس (۱۰) داسې عادتونه در په ګوته کوو؛ چې که په اداره کې يې یو کس تر سره کړي، ډېر غیر مسلکي، بې تجربې او ناپوهه ښکاري:

۱ـ په ټليفون کې ډېرې شخصي خبرې کول

هر څوک له ادارې او کارځای ور اخوا شخصي ژوند هم لري. که ستاسې په کور کې کومه مهمه مسله پېښه شي، کولای شی په ډاډه زړه يې په اړه هر وخت او هرځای وغږېږئ. که ستاسې ډاکتر تاسې ته زنګ وهي، ورسره وغږیږئ؛ خو د خپلې ښځې/خاوند او انډیوال سره د کار پر مهال د زیات وخت لپاره ګپ شپ لګول، د کارکوونکي په نادانۍ دلالت کوي او د هغه غیر مسلکیتوب ښيي.

په یاد ولرئ، کله چې هم کوم مهم ټليفون ته ځواب ورکوئ، خپلو همکارانو ته مزاحمت مه کوئ. داسې ځای ته لاړ شئ، چې په دفتر کې کوم بل چا ته مزاحمت و نه شي.

۲ـ د انسټګرام او فېسبوک کارونه

د دندې پر مهال د ټولنیزو رسنيوکارول چې ستاسې له دندې سره نېغ په نېغه اړیکه و نه لري، یو غیر مسلکي کار دی. دا کار ستاسې په نورو همکارانو هم اغېز پرېباسي او په ټوله کې د کار تولید کمېږي او اداره له خپلو موخو وروسته پاتې کېږي.

که تاسې په دفتر کې انسټګرام او فېسبوک کاروی، نو یواځې يې د چای او ډوډۍ د وقفېپر مهال وکاروئ.

۳ـ سېلفي اخيستل

د کار پر مهال د سېلفي عکسونو اخيستل او له خلکو سره د هغو شریکول هم د کارکوونکي غیر مسلکیتوب او ناپوهي ښيي. د کار پر مهال هېڅکله هم سېلفي مه اخلئ. دا کار نه ستاسې مشران خوښوي او نه هم دا ډول عکسونه پر فېسبوک او انسټګرام ښه لایکونه اخلي.

۴ـ  دندې ته په ورتلو کې ځنډ کول

دفتر ته کله کله څو دقیقې ناوخته تلل کومه جدي خبره نه ده؛ خو هره ورځ ساعت یا نیم ساعت ناوخته ورتګ د کارکوونکي ټنبلي او کار ته د هغه نه ژمنتیا ښيي. دا کار په لویه کچه هغه خلک کوي، چې په کار نه پوهېږي او مسلکي کسان يې نه شو بللی.

۵ـ ډېر سر ټکول

په دفتر کې په ډېر شکایت کولو باندې سړی بد ښکاري. کله کله د دې اړتیا پېښېږي، چې تاسې باید خپلې ستونزې له نورو سره شریکې کړی، خو هر وخت او هر چېرته له دفتري کارونو سر ټکول غیر مسلکیتوب دی.

که د کار پر مهال کومه جدي ستونزه لری، له خپل مشر سره يې شریکه کړئ او په ګډه ورته د حل لاره ولټوئ.

۶ـ منفي ګرايي کول

په کارځای کې همېشه منفي اړخ نیول هم لویه ناپوهي ده. هېڅکله د یوې مسئلې پر منفي اړخ تمرکز مه کوئ. هڅه وکړئ، چې په کاري او شخصي ژوند کې مثبت و اوسئ.

۷ـ په موبایل کې یا کمپیوټر کې ګېم کول

د کار پر مهال د کېنډي کرش، کلاین اف کرش او بل هر ګېم کول ستره ناپوهي ده. دا ډول کارونه تاسې غیر مسلکي، تنبل او ناپوه معرفي کوي. په کارځای کې له ګېم کولو په جدي ډول ډډه وکړئ.

۸ـ ګډوډي او چټلي

خپل کاري مېز منظم او پاک وساتئ. ګډوډ او چټل مېز ستاسو غیر مسلکیتوب ښيي. په خپل کاري مېز د خوراک پاتې شونې مه پرېږدئ. کاغذونه او نور څیزونه منظم کېږدئ.

۹ـ د نوکانو لنډول

په دفتر کې د نوکانو لنډول هم غیر مسلکیتوب دی. هېڅکله په دفتر کې د ننه خپل نوکان مه لنډوی. دا ډېره ستره تېروتنه ده.

۱۰ـ په ډکه خوله خبرې کول

کله چې مو مړۍ په خوله کې وي، هېڅکله خبرې مه کوئ. لومړی مړۍ له ستوني تېره کړئ، بیا وغږېږئ. د همکارانو پر وړاندې په ډکه خوله غږېدل غیر مسلکي کار دی. که غرمنۍ ته ناست ياست او که د خپل مېز پر سر چای او بیسکټ خوری؛ لومړی مړۍ له مرۍ تېره کړئ، بیا وغږېږئ.

ډ مسیر ورځپاڼې د نن لیکنه
Addthis

 




مل پاڼې