شنبه, 04 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



فولبرایټ 'Fulbright' سکالرشیپ پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
نظیم سمون   
يكشنبه 19 وږی 1396 ساعت 03:44

له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د ملتونو تر منځ د ګډ سوله ییز ژوند په اړه د بحثونو په لړ کې امریکايي سناتور ویلیم فولبرایټ «William Fulbright» د سنا جرګې ته د قانون یوه طرحه وړاندې کړه چې پر بنسټ یې د امریکا حکومت باید د خپلو کلنیو عوایدو یوه وړه برخه بهرنیو زده کوونکو ته د سکالرشیپونو لپاره ځانګړې کړي. سنا جرګې یاده طرحه تصویب او ولسمشر ترومن لاسلیک کړه. وروسته ویلیم فولبرایټ د دې پروګرام په اړه وویل: (د فولبرایټ پروګرام هدف د نړۍ د وضعیت په اړه د لږ زیات پوهاوي، د لږ زیات دلیل او د لږ زیات زړه سوي هڅه ده، چې پر بنسټ یې ملتونو ته دا فرصت برابرېږي څو په سوله او ورورولۍ کې ژوند وکړي.)

له همدې مودې راهیسې د امریکا حکومت هر کال د نړۍ د ۱۵۵ هېوادونو پر شرایطو برابرو وګړو ته د ماسټرۍ او دوکتورا په برخو کې نږدې ۴۰۰۰ سکالرشیپونه ورکوي. د شمېرو پر اساس تر اوسه له دغه سکالرشیپ څخه په نړیواله کچه څه باندې ۳۲۰ زره کسان برخمن شوي چې ۳۸ تنه پکې د افغانستان د اوسني ولسمشر په ګډون د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو ولسمشران دي.

افغانستان د فولبرایټ په پروګرام کې ځانګړی سهم لري. دا چې فولبرایټ یو ډېر لوی پروګرام دی، نو موږ به دلته یوازې د افغانستان په اړه لنډ او اړین معلومات وړاندې کړو.

د فولبرایټ لپاره نوملیکنه معمولا د هر میلادي کال په نومبر میاشت کې پیلېږي. که تاسو د فولبرایټ سکالرشیپ مینه وال یاست، نو سر له اوسه باید ورته چمتو والی ونیسئ. د ۲۰۱۸ کال لپاره نوملیکنه ښايي د نومبر میاشتې په شلمه یا پنځه ویشتمه پیل شي چې د ۲۰۱۸ کال تر فبرورۍ پورې به دوام کوي. باید ووایو چې فولبرایټ سکالرشیپونه یوازې د ماسټرۍ او دوکتورا زده کړو لپاره دي.

اسانتیاوې:

۱. د پوهنتون فیس

۲. میاشتنی جېب خرڅ

۳. لیلیه

۴. روغتیايي بیمه

۵. د تګ راتګ او په داخل کې د سفر لګښتونه.

شرایط:

- بايد د افغانستان تابعیت ولری؛

- د امریکا تابعیت یا هلته د اوسېدو کوم بل قانوني مدرک به نه لری؛

- باید د افغانستان دایمي استوګن اوسی، (که په بهر کې اوسېږی، نو دا اراده باید ولری چې د زده کړو تر بشپړولو وروسته به خپل هېواد ته ستنېږی.)

- د ماسټرۍ زده کړو لپاره مو باید د انګلیسي ژبې د ټافل (TOEFL) ۷۵ نومرې او د دوکتورا یا PhD لپاره مو تر ۸۰ پورته نومرې تر لاسه کړې وي؛

- د ماسټرۍ لپاره مو بايد د لېسانس څلور یا درې کلنه دوره بشپړه کړې وي او د فراغت سند ولرئ؛

- د دوکتورا لپاره مو باید د ماسټرۍ دوره بشپړه کړې وي او د فراغت سند یې ولرئ؛

- کوم بل هېواد ته مو د کډوال کېدو قضیه باید په جریان کې نه وي؛

- په بهر کې بايد د امریکا د متحدو ایالتونو د حکومتي ادارو کارکوونکي و نه اوسی، لکه د بهرنیو چارو وزارت، د امريکا د متحدو ايالتونو د نړیوالې پراختیايي ادارې (USAID). په دې کې ټول نیمه وخت کارکوونکي، سلاکاران، قراردادیان او نور شاملېږي.

که تاسو په دغو شرایطو برابر یاست نو لاندې پړاوونه په پام کې ونیسئ او ځان سکالرشیپ ته تیار کړئ:

لومړی پراو: د اړینو اسنادو چمتو کول

۱. د نوملیکنې لپاره درې سپارښتلیکونه (Recommendation letters) ولری، دوه سپارښتلیکونه مو باید د استادانو یا پروفیسرانو او یو بل هغه مو بايد د هغې ادارې له خوا وي چې تاسو پکې کار کوی.

۲. یوه مقاله (essay) او د تحقیق یا ریسرچ اهداف باید په لیکلي ډول اماده کړئ.

۳. خپل ټول اسناد باید په پي ډي ایف بڼه اماده او مربوطه ادارې ته یې د برېښنالیک له لارې واستوئ.

دویم پړاو: د اسنادو کتنه او مرکې ته انتخابېدل

کله چې تاسو خپل اسناد ولېږل، نو په کابل کې د امریکا په سفارت کې د یوې ځانګړې ډلې له لوري ستاسو اسناد کتل کېږي، که په پر شرایطو برابر وی، نو شارټ لېسټ او د مرکې یا انټرویو لپاره غوښتل کېږی. هلته ستاسو د اسنادو د ارزونې لپاره لاندې معیارونه په پام کې نیول کېږي:

۱.په اړونده تحصیلي برخه کې د ښه ځلېدو لپاره د تحصیلي پروپوزل څرنګوالی

۲.په اسنادو کې د لیډرشیپ د وړتیاوو ارزونه

۳. په ټولنه کې رضاکارانه فعالیتونه او ښکېلتیا

۴. کاري تجربه

۵. د لیکوالۍ وړتیا

۶. د افغانستان لپاره د خدمت ژمنتیا

۷. د TOEFL iBT نمرې

درېیم پړاو: مرکه او مقاله

کله چې تاسو په دویمه مرحله کې بریالي شوی، نو په درېیمه مرحله کې به په کابل کې د امریکا سفارت ته د مرکې یا انټرویو لپاره ور بلل کېږی. هلته له تاسو سره مخامخ مرکه کېږي او در څخه غوښتل کېږي چې د یوې ځانګړې موضوع په اړه یو څو کرښې مقاله چې په انګلیسي کې یې (Essay) بولي، ولیکی. تر مرکې مخکې تاسو ته ۴۰ دقیقې وخت درکول کېږي چې د درکړل شوې موضوع په اړه په خپل لاس یوه مقاله ولیکی، د مقالې تر بشپړولو وروسته مرکې ته ورغوښتل کېږی، په دې ۲۰ یا ۴۰ دقیقه يي مرکه کې به ستاسو د مقالې پر ارزونې سربېره له تاسو په اړوندو برخو کې پوښتنې کېږي، لکه ولې مو دا برخه انتخاب کړه چې ماسټرۍ یا دوکتورا پکې کوی؟ ولې مو د زده کړو لپاره امریکا انتخاب کړه؟ همدارنګه د مرکې په ترڅ کې به له تاسو څخه د کاري تجربې په اړه پوښتنه کېږي او پر انګلیسي ژبه ستاسو افهام او تفهیم به ارزول کېږي.

څلورم پړاو: د کاندید غوره کېدل

په مرکه کې د ورکړل شویو نمرو پر اساس کاندیدان ډلبندي کېږي. په دې ډله کې د ۱۰ او ۱۵ تر منځ کسان د احتیاط لپاره انتخابېږي، چې که د نهايي شویو کسانو له لېست څخه کوم کس شرایط پوره نه کړل او یا له خپلې پرېکړې پر شا شو، نو احتیاط کسانو ته افر یا وړاندیز لېږل کېږي.

د فولبرایټ په اړه د ډېرو معلوماتو لپاره په کابل کې د  امریکا سفارت رسمي ویبپاڼې ته مراجعه وکړئ.

د مسیر ورځپانې د نن لیکنه
Addthis

 




مل پاڼې