دوشنبه, 03 تله 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



د سپټمبر د ۱۱مې پر پېښه د امريکا غبرګون څومره اصولي و؟ پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
عبدالرقيب نوري   
سه شنبه 21 وږی 1396 ساعت 03:44

د ۲۰۰۱ زېږديز کال د سپټمبر په ۱۱مه نېټه ۱۹ ځانمرګو بريدګرو څلور مساپر وړونکې الوتکې وتښتولې، چې دوې يې په نيويارک کې د سوداګرۍ د نړيوال مرکز له اسمان څکو ودانيو سره وجنګولې، درېيمه يې په ويرجينيا ايالت کې د پنټاګون له ودانۍ سره وجنګوله او څلورمه يې بيا په پنسلوانيا ایالت کې موخې ته تر رسېدو وړاندې رانسکوره کړای شوه.

د دغه بريدونو له امله، چې پړه يې پر القاعده شبکې ور واچول شوه تر دريو زرو ډېر خلک ووژل شول. د پېښې نږدې ټول قربانيان ملکي وګړي او د نړۍ د ۹۰ هېوادونو اوسيدونکي وو.

په بريد کې پنټاګون ته ور اوښتي زيانونه تر يو کال په کمه موده کې ټول جبران شول او د سوداګرۍ د نړيوال مرکز لپاره هم تر پخوا دنګې ودانۍ ورغول شوې.

د سپټمبر د ۱۱مې نېټې د پېښې په غبرګون کې د امريکا متحدو ايالتونو د ترهګرۍ پر ضد جګړه اعلان کړه او پر افغانستان يې بريد وکړ. دوی پلمه کوله چې د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن په افغانستان کې دی او طالبانو يې د افغاني مېلمه پالنې د دود پر بنسټ امريکا ته له سپارلو ډډه کوله.

د سپټمبر د ۱۱ مې نېټې پېښه د ترهګرۍ د تاريخ تر ټولو لوی عمليات بلل کېږي چې په نړيوال نظام کې د ژورو سياسي، اقتصادي، امنيتي او نظامي بدلونونو سبب شول.

سره له دې چې د سپټمبر د ۱۱مې نېټې د پېښې شپارسم کال پيل شو، خو په مختلفو اړخونو يې لا هم تاوده بحثونه کېږي، دغه پېښه تر شپارسو کلونو وروسته لا هم ګونګه موضوع ده او د دې سبب شوې چې په نړيوالو حقوقو کې ځينو مفاهيمو لکه، ترهګرۍ، د ځواک کارولو او جګړې ته يو ځل بيا پام ډېر شي. د سپټمبر د ۱۱ مې پېښې په مختلفو اړخونو مفصل بحث کېدای شي، خو زه یې دلته د نړيوالو حقوقو د اصولو پر بنسټ حقوقي اړخ را سپړم:

د سپټمبر د ۱۱ مې پېښې پر افغانستان د لويديځ يرغل ته لاره هواره کړه. د ملګرو ملتونو سازمان د منشور يو شهکار دا دی چې د نړيوالو شخړو په هواري کې يې د زور او ځواک پر کارولو بنديز لګولی. د منشور د دويمې مادې په څلورم بند کې دا مسئله په وضاحت سره بيان شوې، او د شخړو په هواري کې د زور او ځواک پر کارولو بنديز پر يوې داسې نړيوالې امره قاعدې بدل شوی چې په هېڅ صورت د نقض وړ نه ده. دلته يوه خبره د يادونې وړ ده چې په نړيوالو اړيکو کې د ځواک پر کارولو بنديز مطلق نه دی بلکې ځينې استثناءات ورته په پام کې نيول شوي دي.

د ملګرو ملتونو سازمان د منشور د ۵۱ مې مادې پر اساس هېوادونه کولای شي چې د مشروع دفاع لپاره د نورو هېوادونو پر وړاندې پر نظامي اقداماتو هم لاس پورې کړي.

اوس پوښتنه دا ده چې پر افغانستان د امريکا د متحدو ايالتونو بريد د ملګرو ملتونو د منشور پر اساس مشروع دفاع ده او که د جاه طلبۍ لپاره د هغه هېواد يوه پلمه؟

د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱ مادې پر اساس، هغه هېواد چې وسله وال بريد پرې کېږي، د مشروع دفاع حق لري او کولای شي چې د وسله والو بريدونو د درولو لپاره زور او ځواک وکاروي. سره له دې هم بايد لومړی مسئله له امنيت شورا سره شريکه کړي او تر هغو پورې د زور او ځواک کارولو ته دوام ورکولی شي چې امنيت شورا د نړيوالې سولې او امنيت لپاره د منشور په ۴۱ ماده کې په پام کې نيول شوي اقدامات پيل کړي.

مهمه خبره دا ده چې د ملګرو ملتونو په منشور کې د (وسله وال بريد) يادونه شوې، خو ايا د نيويارک بريد وسله وال بريد و، که ترهګريزه پېښه؟ يوه ترهګريزه پېښه چې د نړيوالې ترهګرې ډلې له خوا پلان شوې وي، د دې سبب کېدای شي چې امريکا پر افغانستان بريد وکړي او خلک يې ووژني، زندانونه پرې ډک کړي او په سپيو يې وداړي؟

حقيقت دا دی چې ترهګريزې پېښې له وسله وال بريد سره ډېر توپير لري. وسله وال بريد يو لړ مسلسل اقدامات دي، چې تر بريد لاندې هېوادونه يې د درولو لپاره پر مشروع دفاع لاس پورې کولی شي؛ خو ايا د سوداګرۍ پر نړيوال مرکز بريدونه مسلسل نظامي اقدامات وو؟ دغه بريد خو تر څو ساعتونو ډېر دوام و نه کړ. له دې ټولو ښکاري چې پر افغانستان بريد د نړيوالې جاه طلبۍ او د سيمې د تسخير لپاره د متحدو ايالتونو يوه پلمه وه.

د مسئلې بل اړخ دا دی چې امريکا د مشروع دفاع لپاره په نړيوالو حقوقو کې منل شوي اصول هم تر پښو لاندې کړي. د مشروع دفاع اصول دا دي چې ملکي وګړي به نه په نښه کېږي او نظامي اقدامات به د ټاکل شويو موخو په تناسب وي. خو ایا امريکايي ځواکونو په افغانستان کې د ملکي وګړو ژوند ته لږ ارزښت هم ورکړی؟ په افغانستان کې د امريکا موخه د ترهګرو د ځالو له منځه وړل ښوودل شوې وه، خو ايا د ترهګرو ځالې په افغانستان کې دي؟ د ترهګرو د ځالو د له منځه وړلو لپاره بايد د افغانستان کلی – کلی، کور – کور او ښار - ښار په بمونو وېجاړ شوی وای؟ د لسګونو زرو ملکي افغانانو پر مړينې او د سلګونو زور نورو په بې کوره کېدو تمام شوي نظامي اقدامات د امريکا له موخې (د ترهګرو د ځالو د له منځه وړلو) سره متناسب دي؟

پر افغانستان د امريکا بريد نه په پيل کې د نړيوالو حقوقو پر اصولو برابر و، نه اوس برابر دی او نه يې په افغانستان کې د پوځي حضور دوام ته اصولي او منطقي توجيه موندل کېدای شي.

دوی د ترهګرو ډلو د له منځه وړلو لپاره افغانستان ته راغلي وو، خو تر شپاړس کاله جګړې وروسته یې نه يوازې د ترهګرۍ ګواښ را کم نه کړ، بلکې په خپله اعتراف کوي چې يوه ترهګره ډله (القاعده شبکه) په شلو ترهګرو ډلو بدله شوې ده.

ډ مسیر ورځپاڼې د نن لیکنه.
Addthis

 




مل پاڼې