د یو کمربند، یوې لارې پروژې پر وړاندې پرتې ننګونې چاپ
جاويد کوټوال   
سه شنبه 21 وږی 1396 ساعت 03:46

دویمه برخه

... ښايي د چین د دې طرحې او نوښت پر وړاندې سیاسي مخالفتونه، بدګومانۍ او توند غبرګونونه راوپارېږي.

چین وار د مخه د زېربناوو د جوړونې په برخه کې په میانمار، لاوس، ویتنام او ځینو نورو افریقایي هېوادونو کې ځکه له توندو غبرګونونو سره مخ شوی، چې په دې پروژو کې د چین لويې ګټې نغښتې دي او یا هم د هېوادونو د سرحداتو پر سر د شخړو له امله چین له ورته ننګونو سره مخ شوی. د مثال په توګه: چین د چين په سویلي سمندرګي کې له توندو غبرګونونو سره مخ دی.

يه داسې حال کې چې په بندرونو کې د چین پانګونه سوچه سوداګریزه بڼه لري، ځینې یې ښایې د نظامي موخو لپاره هم وي؛ ځکه ځینې کارپوهان په دې اند دي، چې د ورېښمو سمندري لاره په سمندرونو کې د چین د نفوذ او نظامي حضور د پياوړتیا لپاره جوړېږي. هندوستان په هند سمندرګي کې د چین د نظامي حضور له امله چې نورو هېوادونو ته هم په غځېدو دی، اندېښمن دی. دغه راز ځینې شنونکي په دې باور دي، چې له دې لارې به چین ته اسانه وي، چې په ختیځه افریقا کې خپل نظامي حضور پراخ او پیاوړی کړي.

ياد لاملونه ښايي د یو کمربند، یوې لارې پروژې په امتداد پرتو هېوادونو کې د پروژو پلي کېدل ستونزمن کړي او ان تر دې چې کېدای شي د ناکامۍ لامل يې شي.

وړاندې مو هم وویل، په ځینو هېوادونو کې بې ثباتي؛ د یو کمربند، یوې لارې پروژې پر وړاندې لویه ننګونه بلل کېږي.

د زېربنایي پروژو لکه، د اورګاډي پټلیو، لویو لارو، برېښنا مرکزونو او دې ته ورته نورو رغول د دولتونو په دوامداره او با ثباته ملاتړ پورې اړه لري.

د یو کمربند، یوې لارې پروژې په امتداد پراته ډېر هېوادونه د سیاسي انقلابونو شاهدان دي، چې د دا ډ‌ول پروژو پر پليتابه، بریا او دغه راز پر پالیسیو یې ژور اغېز درلودای شي. د مثال په توګه: تېر کال د سریلانکا حکومت، چې په ۲۰۱۵ کال کې یې د چارو واګې تر لاسه کړې، د ۱٬۴ میلیاردو ډالرو په ارزښت د بندر جوړونې پروژه ودروله، په داسې حال کې چې د دې پروژې تړون پخواني حکومت له چين سره لاسلیک کړی و. نوي حکومت استدلال کاوه چې د پروژې په تړون او جواز کې ستونزې وې. که څه هم دغه پروژه بيا پيل شوه، خو يو کال وځنډېده.

د چین د پراختیایي چارو ادارې د اټکل له مخې د يادې پروژې د ځنډ له امله هره ورځ ۳۸۰ زره امریکايي ډالره تاوان ور اوښت.

یاد شوی مثال چینایي پانګه والو ته دا پیغام ورکوي، چې دوی باید هېڅکله سیاسي ننګونې او پېښېدونکي زیانونه له پامه ونه غورځوي. که څه هم دا ټولې ننګونې حل کېدای نه شي؛ خو یادو ننګونو ته چمتوالی اړین دی.

د یو کمربند، یوې لارې پروژې غړو هېوادونو پر وړاندې نورې ستونزې هم شته، چې ځينې يې د هېوادونو له حقوقي او قانوني مواردو سرچينه اخلي. ډېری یاد شوي هېوادونه د پرمختګ په حال کې دي، ښايي د هغوی قانوني او حقوقي سیسټمونه پیاوړي او د بهرنیو پانګوالو د کارونې جوګه نه وي. د مثال په توګه: په اندونیزیا کې د چټک رېل ګاډي د پټلۍ رغول چې د ۱٬۱ میلیارد ډالرو په ارزښت چینايي پروژه وه، له پيلېدا څو ورځې وروسته وځنډېده. د ځنډېدو لامل یې په قراراد کې نیمګړتیا بلل شوی، چې په پایله کې چینايي کنسورسیم له ۱۵۰ کیلو متره رېل پلټۍ یوازې د پنځو کیلو متره د رغونې اجازه ترلاسه کړه.

که څه هم دغه پروژه تر لږ ځنډ وروسته بيا پيل شوه؛ خو اندونیزیايي سیاستوالو تر منځ يې اختلافات را ولاړ کړل، ځکه دوی فکر کوي چې دا پروژه ورته په خورا لوړه بيه تمامېږي. د دې تر څنګ ډېری چینايي بانکونه په نړیوالو او لویو معاملاتو کې مجرب بانکونه دي او تر ډېره بريده يې يوازې د کورنيو پورونو پر ورکړې تمرکز کړی دی. ښايي دوی به له ځانګړو مالي موډلونو یا څو ملیتي خطرونه خبر نه وي؛ نو دا خورا اړینه ده، چې دوی د قراردادونو ټول خطرونه او ننګونې مشخصې او بیا يې په اړه پرېکړه وکړي.

د مسیر ورځپاڼې د نن لیکنه.

Addthis