دوشنبه, 03 تله 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



د سپټمبر١١مه پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
غلام جيلاني ځواک   
چهارشنبه 22 وږی 1396 ساعت 03:42

امريکا له پخواني شوروي اتحاد سره په سيالۍ کې بريا خپله کړه او د افغان جهاد پر مټ يې خپل تر ټولو ستر سيال له منځه يووړ. شوروي اتحاد چې يو وخت يې د امريکا او اروپا خوبونه تښتولي وو، نور د تاريخ يوه برخه ګرځېدلې وه. امريکا د نړۍ په يوازېني ستر ځواک چې سيال يې نه ليدل کېده اوښتې؛ د همدې متکبرانه فکر تر اغېزې لاندې نوميالي امريکايي مؤرخ فرانسس فوکوياما اعلان کړه چې نور نو تاريخ پاى ته رسېدلى. امريکا په ډېر غرور د يو نوي نړيوال نظام د را منځته کولو اعلان وکړ، داسې نظام چې مشري به يې د امريکا په لاس کې وي او هېڅ سيال به نه لري.

د سپټمبر په ١١مه نېټه د القاعدې له خوا د امريکا د اقتصاد او سياست په مراکزو بريد د امريکا دا غرور مات کړ، يو چا دا جرئت وکړ چې  په امريکا د امريکا د ننه مرګونى وار  وکړي. د سترګو په رپ کې تر درې زرو زيات امريکايان ووژني او امريکا په خپل ټول استخباراتي او پوځي قوت و نه شي کولاى چې مخه يې ونيسي.

د سپټمبر ١١مې پېښې د نړۍ سياست له يوې مخې بدل کړ، د سپټمبر ١١مه چې  څومره په امريکا يو ستر ګوزار و، امريکا همدومره ژر وکولاى شول چې په خپله ګټه يې په يو ستر او استثنايي فرصت واړوي. د دې پېښې مسئوليت په القاعده شبکې ور وتپل شو. د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن په افغانستان کې د طالبانو مېلمه و؛ افغانستان چې د امريکا د دوه باالقوه سيالانو چين او روسيې ګاونډی و او طالبان، چې افغانستان ته يې د يونيکال کمپنۍ د راتګ په مخنيوي سره د امريکا پر وړاندې ستره ګستاخي کړې وه.

امريکا القاعده او طالبان ترهګر وبلل او له ترهګرۍ سره د جګړې په نوم يې له خپلو متحدينو سره يو ځاى پر افغانستان يرغل وکړ.

ډېر ژر د طالبانو حکومت نسکور شو، خو امريکايانو تصميم نيولى وو چې د ترهګرۍ د له منځه وړلو پر ځاى، په سيمه کې د خپلو ستراتېژيکو سياليو لپاره له ترهګرۍ د يوې وسيلې په توګه کار واخلي. دا دى اوس شپاړلس کاله وروسته امريکا په ډېر زيار وکولاى شول جګړه افغانستان کې په خپله خوښه اوږده کړي، پراخه يې کړي، ټول افغانستان ته يې وغځوي او اوس د داعش په شان ترهګرو ډلو په مرسته د منځنۍ اسيا، چين، روسيې پولو ته ورسېږي او دغه هېوادونه له جدي ګواښ سره مخ کړي.

نن چې شپاړلس کاله له دې پېښې تېر شوي فکر په کار دى، امريکا چې د خپلو ستراتېژيکو سياليو لپاره يې له ترهګرۍ د يوې وسيلې په توګه کار واخيست ايا په رښتيا هم په دې بريالۍ شوې چې خپل سيالان له جدي ګواښ سره مخ کړي، ايا امريکا خپلو اهدافو ته د رسېدو په درشل کې ده او ايا امريکا او نړۍ د پخوا په پرتله ډېره خوندي ده!؟

له بلې خوا، ايا القاعده چې په عربي نړۍ کې د امريکا د سياستونو او له اسرائيلو څخه د امريکا د پټو سترګو ملاتړ او د عربي خوځښتونو د سياسي مبارزو د ناکامۍ په نتيجه کې  د رامنځته شوې مايوسۍ له امله د اسلامي نړۍ او په ځانګړې توګه د عربي نړۍ يو طبيعي غبرګون دى، په امريکا د سپټمبر د يوولسمې د بريد په پايله کې ټاکل شويو موخو ته ورسېده او که دغه موخو ته په رسېدو کې له لا ډېرو ستونزه سره مخ شوه؟ ايا امريکا يې دې ته اړ ايستې چې د منځني ختيځ  او په ټوله کې د اسلامي نړۍ په اړه خپل سياستونه بدل کړي او که امريکا په نړۍ لا برلاسې شوې او خپلو استعماري اهدافو ته لا نږدې شوې ده!؟

دې کې هېڅ شک نشته چې امريکا په خپلو ستراتېژيکو سياليو کې يو څه عمده لاسته راوړنې درلودلې دي، يوازې په افغانستان کې د امريکا حضور امريکا ته په سيمه کې يوه ستره برلاسي ور په برخه کوي، امريکا په ډېر برياليتوب وکولاى شول په دې شپاړلسو کلونو کې د ترهګرو دوه ډلې(طالب او القاعده) د دوی په خپل قول په دوه ويشت ډلو واړوي، جګړه، ترهګري او افراطيت د چين او روسيې پولو ته ورسوي. امريکا اوس په افغانستان کې پوځي اډې لري او بې له دې چې خپله په جګړه کې ښکېله وي، د افغان حکومت او ترهګرو ډلو په مرسته کولاى شي دلته جګړه د لسيزو، لسيزو لپاره توده وساتي. ښکاره ده چې که دلته د جګړې اور بل وي په دې اور کې به د افغانستان ګاونډيان، چين او روسيه چې د امريکا تر ټولو ستر سيالان بلل کېږي هم سوځي او دا اور به هلته هم رسېږي، داعش دلته په همدې خاطر راوستل شوى چې د جګړې اور د افغانستان له پولو اخوا روسيې او چين ته هم ورسوي.

خو د امريکا دا برياليتوب دومره بې ننګونو هم نه دی. امريکا چې د سړې جګړې پرمهال او بيا په تېره پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد له يرغل وروسته د ملتونو د ازادۍ، د بشري حقونو او ډيموکراسۍ ملاتړې ګڼل کېده، اوس يې خپله د يو متجاوز او يرغلګر بڼه نيولې،  اوس امريکا په نړۍ کې خپل پخوانی حيثيت او اعتبار بايللی دی، اوس چين او روسيه د ٢٠٠١ کال چين او روسيه نه دي، بلکي د امريکا په جدي سيالانو اوښتي، د امريکا يرغليزو سياستونو چين او روسيه لا سره نږدې کړي او اوس د امريکا په يو سيال بلاک اوښتي، پرون چې نړۍ د امريکا په مشرۍ يو قطبي نړۍ بلل کېده اوس چين او روسيه د نويو قطبونو په توګه سر را پورته کوي، نو که امريکا له ترهګرۍ او افراطيت څخه د ګټې اخيستنې خپل سياست ته ادامه ورکوي، د روسيې او چين د سخت غبرګون سره به مخ شي، امريکا دا غبرګون په سوريه کې تجربه کړى او ښايي په افغانستان کې يې هم تجربه کړي او که د سوريې په شان د  روسيې او چين غبرګون امريکا په افغانستان کې هم له ماتې سره مخ کړي نو دا به د يو ستر ځواک په توګه د امريکا حيثيت ته يو سخت ګوزار وي. امريکا ته اوس د دې سيالۍ پر مخ بېول دومره اسانه نه دي، دا هم بايد له ياده ونه باسو چې په دې سيالۍ کې که امريکا د ترهګرۍ وسله په لاس کې لري، چين او روسيه د شمالي کوريا په شان د اټومي وسلو خاوند يو جنوني او ماجرا غوښتونکی هېواد په لاس کې لري. دې سياليو ټوله نړۍ په بې ساري توګه له سخت ګواښ سره مخ کړې، اوس دا جګړه هم امريکا ته او هم چين او روسيې ته د فنا او بقا پر جګړې اوښتې، نو د امريکا سياستونو امريکا او نړۍ د شپاړلس کاله پخوا په پرتله د سخت ګواښ او کړکېچن وضعيت سره مخ کړې.

په القاعده شبکې حاکم ذهنيت دا منلي وه چې له امريکا سره نه خو له سياسي لارو مبارزه کېږي او نه د منظمو جګړه ييزو لارو؛ بله کومه لار چې پاتې کېږي هغه ترهګريز بريدونه دي، د همدې فکر په نتيجه کې القاعدې د امريکا پر وړاندې ترهګريز بريدونه پيل کړل، د سپټمبر د يوولسمې بريد تر ټولو ستر بريد و، د دې بريدونو هدف دا و، چې امريکا په دې توګه  اړ باسي چې د اسلامي نړۍ او په ځانګړې توګه د فلسطين په اړه خپلو سياستونو کې توپير راولي، خو ايا القاعدې خپل اهداف ترلاسه کړل؟!

نن شپاړلس کاله وروسته د امريکا پر وړاندې د القاعدې د جګړې نتايجو ته چې ګورو نو اسلامي نړۍ او په ځانګړې توګه عربي نړۍ د خپل تاريخ په بدترين حالت کې ده، هغه عربي هيوادونه چې نسبتاً پياوړي پوځونه يې درلودل او اسرائيلو ته يو ګواښ ګڼل کېدل وځپل شول، عسکري قوتونه يې منحل شول او له منځه لاړل، اسرائيلو به په خپل ټول تاريخ کې دومره د خونديتوب احساس نه وي کړى لکه اوس، د همدې جګړې په نتيجه کې عربي هيوادونه او په ټوله کې اسلامي نړۍ په خپلو منځونو کې په سياليو او جګړو اخته ده. د ترهګرۍ په نوم جګړه لامل شوه چې په نړۍ کې د اسلام پر وړاندې کرکه او نفرت په بې ساري توګه زيات شي، اسلام د يو داسې دين په توګه نړيوالو ته معرفي شي چې په هغه کې د بېګناه خلکو، ښځو او ماشومانو وژل روا ګڼل شوي او د علم، پرمختګ او انساني هوساينې مخه نيول شوې؛ په تېره بيا داعش چې په کومې بې رحمۍ او وحشت خلک ووژل، تر ټول ستر زيان يې مسلمانانو ته او  د اسلام حيثيت ته ورساوه.

د سپټمبر د يوولسمې بريد له امريکا سره مرسته وکړه چې په افغانستان يرغل وکړي او ټوله نړۍ ترې ملاتړ وکړي، القاعدې چې کومه جګړه د امريکا پر ضد پيل کړې اوس هغه جګړه د امريکا په لاس کې د يوې وسلې په توګه لوېدلې ده، اوس خپله امريکا غواړي دا جګړه اوږده شي، دې جګړې مرسته کړې چې امريکا خپلو اهدافو ته لا نږدې شي، د امريکا پر وړاندې د چين او روسيې درېدل د القاعده او نورو ترهګرو ډلو د جګړو پايله نه ده بلکې دا پخپله د امريکا د سياستونو پايله ده، اوس چې د امريکا پر ضد کومه جګړه روانه ده عملاً هغه د امريکا په ګټه تمامېږي، نو د القاعدې جګړې امريکا نه کمزورې کړې او نه يې ورته زيان رسولى، بلکې د چين او روسيې سره په سياليو کې يې له امريکا سره مرسته کړې. امريکا وکولای شول د ترهګرۍ سره د جګړې په نوم د افغانستان په شان ستراتېژيک موقعيت تر ولکې لاندې راولي، چين او روسيه وګواښي. د القاعدې، طالب او داعش د جګړې ګټه امريکا اخلي او تاوان يې اسلامي نړۍ او افغانستان ته رسېږي.

اوس وخت رارسېدلی چې درېيمه، په ځانګړې توګه اسلامي نړۍ، ټول د استعمار ضد ځواکونه او ډلې په دې فکر وکړي چې د امريکايي استعمار پر وړاندې د مبارزې سمه او معقوله لار څه ده، ترهګريزه مبارزه او که سياسي مبارزه. د ترهګريزې مبارزې ټوله ګټه امريکا ته ده او تاوان يې اسلامي نړۍ ته، نو بله کومه لار چې پاتې کېږي هغه د امريکا د استعمار پر وړاندې سياسي او سوله ييزه مبارزه ده. درېيمه نړۍ او ازادي بښونکي غورځنګونه اوس بايد د امريکا د استعمار پر وړاندې د مبارزې يوه معقوله او درسته لاره ولټوي، داسې لار چې بريا پکې ممکنه وي، داسې لار چې د امريکا د استعماري سياستونو مخه ونيسي نه چې لا ور سره مرستندوی شي.

د مسیر  ورځپاڼې د نن تحلیل

 

Addthis

 




مل پاڼې