دوشنبه, 20 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



جوړجاړی د پاکستان وروستی انتخاب پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
محمود اڅک   
سه شنبه 18 تله 1396 ساعت 03:56

د افغانستان ملي امنیت شورا له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د طالبانو هغه پنځه جګپوړي چارواکي افغان حکومت ته وسپاري چې له اوږدې مودې راهيسې په پاکستان کې بندیان دي. ملا غني برادر، ملا عبدالمنان نانی، ملا عبدالصمد ثاني او ملا سلیمان اغا د هغو شرطونو په نوملړ کې شامل دي، چې افغان حکومت پاکستان ته سپارلي. پاکستان د دې په مقابل کې د ټي ټي پي د بندیانو، په افغان زندانونو کې له پاکستاني بندیانو د تحقیق، د ډیورنډ کرښې په دواړو غاړو کې د عملیاتو د همغږۍ، استخباراتي معلوماتو د شریکولو غوښتنې کړې دي.

د دواړو اړخونو پر شرایطو به لومړي پړاو کې د عمان په مرکز مسقط کې د امریکا، چین، پاکستان او افغانستان ګډه ناسته کېږي او له هغې وروسته به، چې د دواړو هېوادونو تر منځ پر شرایطو توافق وشي، ولسمشر غني پاکستان ته ځي او د سولې خبرو، د بندیانو د تبادلې او د ترهګرو د پټنځایونو پر له منځه وړو به له پاکستانی چارواکو سره د خبرو اترو دویم پړاو ته داخلېږي. د غني تر سفر وروسته د امریکا جګپوړی پلاوی هم د پاکستان په سفر ځي.

متحده ایالاتو په پاکستان کې د حقاني شبکې او طالبانو د پټنځایونو د هدف ګرځولو په تړاو د خپلې ستراتېژۍ عملي اړخ ځنډولی. دوی پاکستان ته یو فرصت پرانيستی پرېیښی، چې د هغه پر اساس د متحده ایالاتو فشارونو ته غاړه کېږدي.

امریکا د پاکستان په وساطت د ایران او روسیې له خوا د طالبانو د حمایې له اړخه اندېښمنه ده. د سپینې ماڼۍ لپاره، چې د طالبانو د خپلولو لپاره یې په قطر کې دفتر پرانيستی و او تر یوه کال وړاندې یې دا ډله د افغان حکومت له مکررو غوښتنو سره سره د ترهګرې ډلې په توګه نه پېژندله، دا کار له زغمه وتلی دی. د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د داعش د نفوذ او پراخېدو پر وړاندې د طالبانو شدید مقاومت د روسیې، پاکستان او ایران له همغږې مرستې سره مرتبط ګڼل کېږي. دې ته په پام، دا امکان لرې نه ګڼل کېږي، چې پاکستان دې طالبان پر داعش له فشاره را وګرځوي.

د کندهار امنیه قوماندان جنرال رازق د یکشنبې په ورځ وویل، چې د طالبانو مشر ملا هبة الله لس ورځې وړاندې د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ کې د کوټې شورا له جګپوړو غړو سره يوځای خپلو پلویانو ته سپارښتنه کړې، چې له داعش سره له مخامخ کېدو ډډه وکړي. رازق وايي، چې دوی له یوه کال راهیسې د طالبانو لپاره د امن سیمې پر جوړولو کار کوي. دا چې د ملا هبة الله د سپارښتنې په اړه د جنرال رازق څرګندونې څومره دقیقې دي، دا معلومه نه ده، خو هلمند ته د ملا هبة الله اخوندزاده سفر طالبانو هم تایید کړی دی. دا سپارښتنه په یو نه یو ډول له یادې مسئلې سره ارتباط پیدا کوي.

په کندهار کې د طالبانو لپاره د یوې خوندي سیمې جوړول د لویدیزونو هېوادونو پخوانۍ طرحه ده. د دې طرحې له مخې ځینې طالب مشران افغانستان ته راغلي، له ځینو سره په ترکیه کې خبرې روانې دي او په قطر او پاکستان کې د طالبانو د مشرانو په تبادلې سره به دغه خوندي سیمه لا پراخه او د سولې او جګړې په برخه کې به د طالبانو یوه ستره برخه د افغان حکومت او متحده ایالاتو تر اغېز لاندې راشي.

پاکستان او متحده ایالات دوه داسې شریکان او په یو بل شکمن متحدان دي، چې دواړه د شرایطو، خپلو ګټو او د وخت د تقاضا پر اساس سنجش او معامله کوي. د اسلام اباد او واشنګټن اړیکې ظاهراً ترینګلې دي، پاکستان په یوه ډيپلوماتیکه انزوا کې واقع دی، خو دا انزوا او فشارونه معاملې ته د پاکستان د اړ اېستلو په هدف دي. که طالبان او پاکستان له امریکايانو سره کوم جوړجاړي او توافق ته رسېږي، د افغانستان حکومت به د دې معاملې په حاشیه کې پروت وي. پاکستان دا فرصت لري، چې د معاملې په منځ کې او د تلې د دوو پلو وزن ته په توجه، خپل لوری او دریځ بدل کړي.

له پاکستان سره د امریکا او چین په وساطت، یا د هغوی تر تضمین لاندې د اړیکو جوړول، یا پر پاکستان د درېیم او څلورم قوت له لارې فشار راوستل، له افغانستان نه د عمل ابتکار اخلي. د دې تر ټولو ستر زیان دا دی، چې پاکستان او د افغانستان په معضله کې ښکېل هېوادونه به له افغانستان سره خپل مراودات او اړیکې د متحده ایالاتو د سیاستونو په تناظر کې ساتي. افغانستان ته له دغه وضعیته راوتل په کار دي او امریکا او نورو قدرتونو ته قناعت ورکول په کار دي، چې هغوی یوازې ملاتړی رول ولري، نه پرېکړه کوونکی او سیاست ټاکونکی.

له پاکستان سره د افغان حکومت، په ځانګړې توګه ولسمشر غني بحث باید د افغانستان د شرایطو پر اساس وي، نه د درېیم قوت. زموږ شرایط موږ یوه معقول حل ته وباسي، خو د نورو د شرایطو په رڼا کې اوسني فشارونه او انزوا په یوې دوه اړخیزې معاملې منتج کېدای شي.

Addthis

 




مل پاڼې