جمعه, 28 تله 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



افغان سوله: ملي، سیمه ییزه او نړیواله اجماع پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
محمود اڅک   
چهارشنبه 19 تله 1396 ساعت 03:48

د سولې عالي شورا له خپل درې کلن فعالیت وروسته د ولایتي کمېټو مشورتي ملی کنفرانس رابللی.

په دغه کنفرانس کې، چې د سولې د عملي لارو چارو په هدف د ۳۴ ولایتونو د سولې شورا د ولایتي کمېټو او سولې عالي شورا غړو پکې ګډون کړی، د سولې شورا د ولایتي او مرکزي چارواکو ترمنځ تجربې او نظریات تبادله کېږي.

د سولې شورا رئیس کریم خلیلي دغه کنفرانس ته په خپله وینا کې وویل چې افغان حکومت په هر ځای کې له وسله والو مخالفانو سره خبرو اترو ته چمتو دی. د سولې عالي شورا د رئیس په باور، د سولې لپاره موجوده شرایط تر هر بل وخت ډېر مساعد او مناسب دي. د سولې عالي شورا د دارالانشا رئیس وویل، چې د افغانستان خلک، نظام او حکومت د سولې مذاکراتو د پیل کېدو لپاره هېڅ ډول مخکېنی شرط نه لري او هرځای او هر چېرې، چې وسله وال مخالفان د سولې خبرې غواړي حکومت ورته تیار دی. خلیلي وویل، چې سوله د مخالف لوري د تسلیمۍ په معنا نه ده او د سولې په خبرو اترو کې باید د وسله والو مخالفانو ملي نظریاتو ته احترام وشي.

د سولې په تړاو د سولې عالي شورا دغه کنفرانس د امریکا د نوې پوځي ستراتېژۍ له اعلان سره، چې کاملاً پر جګړې تمرکز لري، هممهاله دی.  د جګړې او سولې هممهاله ستراتېژۍ په تېرو ۱۶ کلونو کې نتیجه نه درلوده، ځکه څومره، چې پر نظامي حل لارو فکر شوی، هومره جګړې شدت پیدا کړی او د سولې هڅې یې اغېزمنې کړې دي.

ولسمشر غني د سولې په برخه کې پر دوو محورونو کار کوي، چې لومړی یې له پاکستان سره جوړجاړی او دویم یې بین الافغاني خبرې اترې دي. لومړی محور یوازې له پاکستان او د طالبانو له یوې برخې سره د اړیکو په برخه کې اغېزناک تمامېدای شي، خو طالبان اوس یوازې د پاکستان په انحصار کې نه دي. دې ډلې له روسیې، چین او ایران سره تر پاکستان ژورې اړیکې پیدا کړې او معادلې خپل پخوانی شکل بدل کړی دی. امریکا دمګړۍ په سیمه کې له سترو قدرتونو سره په تقابل کې ده، خو د افغان حکومت مخالفان له دغو قدرتونو سره مستقیمې اړیکې پالي. د سولې په جریاناتو کې د دغو هېوادونو نادیده ګڼل او په امریکا او پاکستان پورې د سولې جریانونو محدودول افغان سوله منطقي نتیجې ته نه شي رسولی.

د امریکا د نوې ستراتېژۍ له اعلان سره د سولې عالي شورا دریځ خورا خوشبینانه دی.

د دې ستراتېژۍ له اعلان سره هممهاله نه یوازې دا، چې د سولې لپاره شرایط نه دي مساعد، جګړه او د جګړې حمایت ورسره اضافه شوی. د شورا د څرګندونو برعکس، د قطر دفتر پر تړل کېدو غور کېږي، طالبانو ته وارد مخه د خبرو اترو شرایط وړاندې کېږي، نظامي فشار پرې ډېر شوی او په مختلفو ډلو یې د وېشلو هڅې کېږي. دا چارې پر سوله د طالبانو باور کمزوری کوي. په طالبانو کې هغه منځلاري افراد، چې په سوله ییزې حل لارې او خبرو باور لري، د امریکا او افغان حکومت د جګړه ییز منطق له امله مخ په کمزوري کېدو دي او د دوی په لیکو کې د جګړې منطق لا پیاوړی کېږي.

د سولې افغانیزه کول او د افغانانو په مالکیت او مشرۍ یې پرمخ وړل معقول او منطقي سیاست دی، خو په دې جریاناتو کې د متحده ایالاتو د محوري رول په تړاو سیمه ییزو لوبغاړو او سترو قدرتونو ته قناعت ورکول ستونزمن دي. افغانستان د ۱۶ کاله مخکې وضعیت پر خلاف، چې د سیمې او نړۍ د هېوادونو د همکاریو او مرستو مرکز و، د ملي یووالي حکومت د ناسمو سیاستونو له امله د دغو قدرتونو تر منځ د تقابل، بدبینۍ او کرکو په مرکز د بدلېدو په حال کې دی. په دغسې شرایطو کې د افغانستان ثبات د سیمې د هېوادونو له همکارۍ او د افغانستان له سولې هغوی ته د ناامنیو د نه خپرېدو له اطمېنان سره تړلی دی. افغانستان په یوه بده جغرافیه او د بدو ګاونډیانو په منځ کې واقع دی. دلته اکثریت هېوادونه په دې لټه کې دي، چې جګړه له خپلو پولو بهر تر افغانستان محدوده وساتي، په دې توګه دلته سوله او ثبات د دوی په زیان دی، یا په بله وینا، خپل خیر زموږ په شر کې ویني، خو دا دود او معادله باید ماته شي او خیر په خیر او شر په شر تبدیل شي.

له پاکستان نه علاوه، چې د افغان سولې لپاره ستر خنډ ګڼل کېږي، خپله د متحده ایالاتو سیاستونه هم په دې برخه کې اغیزناک دي. له ۱۶ کاله جګړې وروسته د دښمن په توګه د طالبانو تعریفول او پاکستان د ستونزې د مرکز په حیث پېژندل ښيي، چې امریکایانو په تېرو ۱۶ کلونو کې توره په هوا کې وهله. اوس، چې طالبان د امریکا د دښمن په توګه معرفي کېږي او ستراتېژي یې هم ټوله په جګړه متمرکزه ده، په دغسې جګړه ییزو شرایطو کې به څومره د سولې او خبرو اترو لپاره شرایط مساعد وي؟. د دښمن کمزوري کول او خبرو اترو ته یې د جګړې له لارې اړ ايستل ښايي په ډېرو ځایونو او د القاعدې په څېر ډلو پر وړاندې ګټوره ستراتېژي وي، خو په افغانستان کې، په ځانګړې توګه د طالبانو پر وړاندې دې چارې معکوسه نتیجه ور کړې ده. دلته چې څومره په جګړه، وژلو او د دښمن په کمزوري کولو تمرکز شوی، هومره یې قوت پیدا کړی. په داسې حال کې، چې له وضعیت نه موږ یوه دغسې ترخه تجربه لرو، د دښمن د کمزوري کولو او ورپسې خبرو اترو ته د اړ ايستلو سیاست به څومره بریالی وي؟ بیا ایا دا تضمین شته، چې جګړه ییز حل به موږ سولې ته ورسوي، یا طالب به ورک شي، جوړجاړی به نه ورسره کېږي او د داعش په څېر یوه بله ډله به نه رامنځته کېږي؟

سملاسي د افغانستان د سولې او ثبات لپاره تر ټولو مهم څیز د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع، همغږۍ او همکارۍ جلبول او په دویم قدم کې په کور د ننه ملي اجماع، د کورنیو شرایطو برابرول او بین الافغاني خبرې اترې دي، چې افغانان د خپلو شرایطو پر اساس په خپل منځ کې سره جوړ راشي. په اوسنیو شرایطو کې یوازې په پاکستان پورې د سولې منحصرول، زموږ ستونزه نه شي هوارولای. البته د سولې په برخه کې د سیمې او نړۍ د هېوادونو همکارۍ باید په هېڅ وجه د هغوی په امتیاز طلبیو منتج نه شي.

د مسیر ورځپاڼې د نن لیکنه
Addthis

 




مل پاڼې