جمعه, 28 تله 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



په کوبالټ زندان کې د (CIA) هغه وحشتونه چې ګارډين ترې پرده پورته کړې پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
تميم ځاځی   
چهارشنبه 19 تله 1396 ساعت 03:50

برېتانوۍ ورځپاڼې ګارډين په يوه راپور کې د امريکا د مرکزي استخباراتو د ادراې له هغو وحشتونو پرده پورته کړې، چې په افغانستان کې يې په خپل يو زندان کې کړي دي. دغه زندان «کوبالټ» نومېږي چې د بنديانو تر منځ د «تيارو» په نوم مشهور دی.

شل سيمټي کوچنۍ خونې چې هېڅ رڼا او تودوخه نه لري او په ۱۶ کې يې اوسپنيز ځنځيرونه پراته دي، چې بنديان پرې تړل کېږي. څلور نورې د ځانګړو پلټنو په موخه کارول کېږي چې بنديان پکې د دې لپاره د خونې په چت پورې راځوړندېږي، چې له خوب او ارامه بې برخې شي. له بلې خوا ويل کېږي، په زندان کې ۲۴ ساعته داسې ساز غږول کېږي چې د بنديانو د اورېدو حس له منځه وړي.

«هلته حالت ښه و، کرکجن خو خوندي.» دا خبره په ۲۰۰۳ زېږديز کال کې د جون بروس جېسن په نامه د ارواپوهنې هغه عالم کړې چې له سي ای اې سره يې کار کاوه.

د ګارډين راپور د تحقيقاتو د پراخو او شکنجه کوونکو طريقو پړه پر جېسن او د هغه پر ملګري جېمز مېچل اچوي، هغوی د ۲۰۰۲ کال په نومبر مياشت کې د ګل رحمان په نوم يو بندي لس ورځې په پرلپسې توګه شکنجه کړ او بالاخره يې تر شکنجې لاندې وواژه.

د ګل رحمان د مرګ خبره هغه مهال رسوا شوه، چې کورنۍ يې او د همدې زندان دوو پخوانيو بنديانو محمد بن سعود او سليمان بن عبد الله د يادو امريکايي ارواپوهانو پر ضد په محکمه کې عريضه وکړه. خو له دې هر څه سره دا قضيه په چوپتيا سره اواره شوه، جېسن او مېچل ته له مسووليته د تېښتې فرصت ورکړل شو، خو ۲۷۴ نورو اسنادو پنټاګون او سي ای اې اړ کړل چې د پلټنو په ډګر کې ترې پرده پورته کړي.

ګارډين دې ته اشاره کړې، چې په دې اسنادو کې ۳۲ پاڼې داسې اسناد هم وو، چې پلټونکو او استخباراتيانو د سي ای اې د مشر مرستيال جېمز بافېټ ته تيار کړی وو او د بندي د مرګ په اړه پکې وېروونکي جزيات ورکړل شوي وو.

په دغه اسنادو کې څرګنده شوې وه، ګل رحمان چې له القاعده شبکې سره په اړيکو تورن وو، جېسن په دوو اونيو کې شپږ ځله ترې تحقيق کړی و او بالاخره يې په زندان کې د سختې يخنۍ له امله ساه ورکړې وه.

راپور کې ويل شوي، جېسن د زندان د ساتونکو مشر په دې قانع کړی و، چې د يخنۍ او بد چلند په اړه د ګل رحمان شکايت يوازې هغه ټګي ده، چې د القاعده شبکې غړي يې کاروي.

 

ګارډين ليکلي، دا بندي له مرګ وړاندې لږ تر لږه دوې اونۍ له سختې يخنۍ کړېدلی دی.

راپور څرګنده کړې ده، چې «د تحقيق په ځانګړې خونه» کې بندي ته د هېڅ ډول جامو اغوستلو اجازه نه وه، يوازې جورابې او داخلي جامې (نېکر) ورته پرېښودل کېدل او تشناب (د غټو متيازو ځای) ته د تګ اجازه يې هم نه درولوده. د سي ای اې يوه لوړپوړي چارواکي چې د بندي له مرګ وروسته سمدستي هلته تللی و، دا خبرې تاييد کړې دي.

راپور کې ټينګار شوی، چې جېسن په خورا سړه سينه د دې بندي د کړاو شېبې او حالت څاره او په خپلو يادښتونو کې يې ثبتاوه، تر دې چې د خبرو کولو له امله يې پر بندي د يخو اوبو اچولو امر هم وکړ.

جېسن د «تيارو» زندان د پرېښودو پر مهال د زندان ساتونکي ته وويل:

«د ګل رحمان د مقاومت ماتولو لپاره دا هڅې بس نه دي، زما په اند په پرلپسې توګه څو مياشتې دا ډول چارې به يې «همکارۍ ته اړ کړي» خو ګل رحمان پنځه ورځې وروسته خپل ژوند له لاسه ورکړ.

پخوانيو دوو بنديانو چې د امريکايي ارواپوهانو پر ضد يې عريضه کړې وه ټينګار وکړ، چې زندان کې د ګل رحمان بې رحمه او وېروونکې وژنې هېڅ بدلون را نه ووست او له وحشته ډکې طريقې بيا هم د زندانيانو د ځورولو لپاره کارول کېدې.

ګارډين دې ته اشاره کړې چې جېسن او مېچل نېغ په نېغه د «تيارو» زندان کې د رامنځته شويو پېښو مسوولين دي او همدې دواړو په ۲۰۰۲ کې «د تحقيق د طريقو لپاره د القاعده شبکې د غړو د مقاومت ضد لارې چارې» په نوم راپور خپور کړ او «کوبالټ» زندان يې د دغو لارو چارو د ازمويلو لپاره د لابراتوار په توګه کاراوه.

شنونکي په دې اند دي چې دا په افغانستان کې د امريکايي او نورو بهرنيو استخباراتو د جنګي جرمونو يوازې يوه بېلګه ده او کومې چې د خلکو له نظره پټې دي، خورا ډېرې دي. افغانستان لپاره د ولسمشر ټرمپ د نوې تګلارې له اعلان وروسته يو ځل بيا اندېښنې څرګندېږي، چې سي ای اې به خپلو پټو عملياتو او نورو فعاليتونو ته زور ورکړي، چې له امله به يې دا ډول جنګي جرمونه لا پسې پراخ شي.

Addthis

 




مل پاڼې