دوشنبه, 20 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



د جاپان یونیاما سکالرشیپونه پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
نظیم سمون   
يكشنبه 23 تله 1396 ساعت 03:48

د جاپان د «ROTARY YONEYAMA MEMORIAL» بنسټ په جاپان کې د نړیوالو سکالرشیپونو د تمویل لوی بنسټ دی. دغه بنسټ هر کال د جاپان په مختلفو ایالتونو کې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه محصلینو ته د زده کړې اسانتیاوې برابروي. د یونیاما سکالرشیپونو لپاره همد اوس نوملیکنه روانه ده او وروستۍ نېټه یې د اکتوبر شپاړسمه ټاکل شوې. دغه سکالرشیپونه د لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په کچو د زده کړو لپاره دي، چې ښه مالي امکانات هم لري. د سکالرشیپ ځانګړتیاوې په لاندې ډول دي:

د زده کړو سطحه: لېسانس، ماسټري او دوکتورا (PhD)

د دغه سکالرشیپ له لارې د جاپان په پوهنتونونو کې زده کړې د جغرافیې پر اساس پر مختلفو زونونو او ولسوالیو وېشل شوې دي، چې تاسو کولای شئ د ډېرو معلوماتو لپاره خپله د بورس برابروونکي بنسټ رسمي وېبپاڼې ته مراجعه وکړئ.

اسانتیاوې:

د لېسانس په کچه پر زده کړو بوختو کسانو ته د میاشتې ۱۰۰ زره جاپاني یوان؛

د ماسټرۍ په کچه پر زده کړو بوختو کسانو ته ۱۴۰ زره یوان؛

او د دوکتورا په کچه پر زده کړو بوختو کسانو ته هم ۱۴۰ زره جاپاني یوان ورکول کېږي.

پر دې سربېره جاپان ته له رسېدو سره سم د لومړي کال محصلینو لپاره ۴۰۰،۰۰۰ یوانه اضافي پیسې ورکول کېږي چې دغه پیسې د نورو ورځنیو لګښتونو لپاره دي.

د یادونې وړ ده چې په دې سکالرشیپونو کې ټوېشن فېس او د داخلې فیس شامل نه دي، نو ځکه محصلین اړ دي چې له خپلو ورځنيو لګښتونو څخه د پوهنتون ټوېشن او د داخلې فيسونه هم پرې کړي.

اړین اسناد:

۱. اپلیکېشن (د زده کړو لپاره درخواست چې یو قطعه عکس مو باید ورسره وي.) اپلیکېشن فورمه له لاندې انټرنېټي پتې څخه تر لاسه کولای شی:

www.rotary-yoneyama.or.jp/english/overseas

۲. ریسرچ پلان (تاسو باید هلته د ورتګ لپاره د څېړنې پلان ولرئ)

۳. مقصد او موخه (په جاپان کې د زده کړو لپاره مو خپل هدف په څو کرښو کې بیان کړئ)

۴. سپارښتلیک یا رېکمنډېشن لېټر (د پوهنتون یا هغې ادارې له خوا چې تاسو ورسره کار کوئ.)

شرایط:

- له دغو سکالرشيپونو د برخمن کېدو لپاره بايد نه د جاپان تابعیت ولری او نه هم بايد په جاپان کې استوګن وی.

- د لېسانس لپاره مو باید ثانوي زده کړې بشپړې کړې وي او د دوولسم ټولګي د فراغت سند ولری.

- د ماسټرۍ زده کړو لپاره مو باید لېسانس بشپړ کړی وي. که تاسو د دویم ځل لپاره ماسټري کوی، غوښتنه مو نه منل کېږي.

- د دوکتورا زده کړو لپاره مو باید د ماسټرۍ دوره بشپړه کړې وي.

ژبه:

د یونیاما سکالرشیپ اساسي موخه د جاپان له کلتور او چاپېریال سره د نړیوالو زده کړیالانو اشنا کول دي. له همدې امله جاپان ته تلونکي زده کړیالان باید پر جاپانۍ ژبه زده کړې وکړي. د دې لپاره تر زده کړو مخکې محصل اړ دی چې په جاپان کې د ژبې د زده کړې کورس ووايي، ښايي دا کورس څلور یا شپږ میاشتې وخت ونیسي چې د پوهنتون له لوري دایرېږي.د ډېرو معلوماتو لپاره دغه وېبپاڼه وګورئ.

http://www.rotary-yoneyama.or.jp/english/overseas

د مسیر ورځپاڼې د نن لیکنه
Addthis

 




مل پاڼې