د امریکا راتلونکی هدف او افغانستان چاپ
ملتپال   
يكشنبه 23 تله 1396 ساعت 04:02

په ۲۰۰۳ کال کې په عراق کې د امریکا بوختېدو د امریکايي جنرالانو، رسنیو او عامه افکارو توجه له افغانستان نه واړوله. په افغانستان کې د سي ای اې او امریکايي ځواکونو ډېر تجهیزات او امکانات عراق ته ولېږدېدل. طالبانو او القاعدې له دغه فُرصت نه په استفادې خپلې لیکې بېرته پیاوړې کړې او پاکستان هم په عراق کې د امریکا له بوختېدو نه ګټه واخيسته. مشرف د ځان لپاره یو مصنوعي کړکېچن چاپېریال جوړ کړی و چې نړۍ او پاکستاني عامه افکار پکې بوخت وساتي او په قبایلي سیمو کې د جنګیالیو له بیا اکمال او راپورته کېدو یې توجه واړوي.

د افغان ماموریت له بشپړولو پرته، په عراق کې د امریکا بوختېدل، د دغه هېواد د سیاسي او پوځي مشرتابه غلط سیاست و. دا کار که په خوشبینۍ کې و او که د راتلونکو پلانونو د پلیتابه په هدف و، پاکستان او ترهګرو ډلو ته یې کافي وخت ورکړ، چې بېرته روحیه واخلي، امکانات او جګړه ییز بشري ځواک جذب کړي. د امریکا دې تېروتنې په افغانستان کې د واشنګټن پوځي ماموریت ۱۶ کلونو ته وغځاوه. اوس یو ځل بیا داسې ښکاري، چې متحده ایالات له ایران سره په شخړه کې د عراق تجربې تکراروي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړمه ورځ ایران د متعصب رژیم په توګه وغانده او د نړیوال اټومي پروګرام له تائیدولو یې ډډه وکړه. ټرمپ دا چاره کانګرېس ته وسپارله او ویې ویل، چې له خپلو  متحدانو سره مشوره کوي، چې څنګه د دې هوکړې مخه ونیسي. ټرمپ ایران تورن کړ، چې د ترهګرۍ ملاتړ کوي او ویې ویل، چې تهران د هوکړې روح ته ژمن نه دی او د بندیزونو لرې کولو له فُرصت نه ګټه پورته کوي. ټرمپ د ایران سپاه پاسداران ډله د ایران د مذهبي مشر شخصي فاسد ترهګر ځواک وباله. ټرمپ په خپلو خبرو کې خلیج ته د فارس پر ځای د عربي خلیج کليمه وکاروله، چې ظاهراً د سعودي عرب او عربو هېوادونو د داعیې انعکاس دی.

ټرمپ ولسمشرۍ ته له رسېدو وړاندې او د واک په دوره دواړو کې د ایران پر وړاندې سخت دریځ لري. له عربي هېوادونو سره د هغه پراخې اړیکې او پر قطر فشار، چې د ایران عرب ملاتړی ګڼل کېږي، د تهران د منزوي کولو هڅې ګڼل کېږي. د امریکا په نوې ستراتېژۍ کې ایران د یوه خنډ په حیث تعریف کېږي. په جنوبي او منځنۍ اسیا کې د متحده ایالاتو د سیاستونو او نوې ستراتېژۍ لومړی تمرکز په ایران کې د نظام پر تغیر دی. ایران په اسیا او منځني ختیځ کې د چین او روسیې ستراتېژیک متحد دی. پاکستان چې د شوروي اتحاد په وخت کې د امریکا لپاره کوم حیثیت درلود، ایران په اوسنیو شرایطو کې د روسیې او چین، په ځانګړې توګه روسیې لپاره تر هغه ډېر اغېزناک رول لري. د باثباته ایران په شته والي کې د روسیې او چین د پرمختګ مخنیوی ناشونی دی. د ایران اسیب پذیري متحده ایالاتو ته د درک وړ ده. د تهران د کمزوري کولو او ورپسې د نظام د تغییر لپاره تر ټولو ښه انتخاب د مذهبي تاوتریخوالي رامنځته کول کېدای شي. بلوڅ، کرد، عرب او اذریان هغه اقلیتونه دي، چې غوڅ اکثریت یې سنیان او د محرومیت په احساس پايي. د کردستان جوړېدل او په لوی بلوچستان کې د شخړو او بیلتونپالو ډلو وار د مخه شته تحرکات په ایران کې د مشکل د ایجاد لپاره اغېزناک دي.

افغانستان له خپل هېڅ ګاونډي نه ښې خاطرې نه لري، خو پوښتنه دا ده، چې په ایران کې د نظام د بدلولو هڅې زموږ لپاره څه ګټې او پایلې درلودای شي؟ زموږ ګټې او سهم تضمین دی؟ ایا افغانستان د دې هڅو د مرکز په توګه د ایران، چین او روسیې له مداخلو خوندي پاتې کېدای شي؟ یا ایران ته د متحده ایالاتو توجه یو ځل بیا د ۲۰۰۳ کال تجربې نه تکراروي، چې پاکستان او جنګیالیو ډلو په عراق کې د امریکا او د هغې د منابعو له بوختېدو نه په استفادې خپلې لیکې بېرته پیاوړې کړې. بیا په دغسې شرایطو کې، چې وسله وال تر پخوا لا پیاوړي دي.

زموږ لپاره باید لومړیتوب د افغانستان ګټې وي. موږ د سوریې تجربې په مخ کې لرو. په دې غور کول په کار دي، چې سعودي عرب او متحده ایالاتو، چې په خپل ګاونډ او د متحدو عربو هېوادونو په پراخه جغرافیه کې ایران او روسیه مات نه کړای شوای، دلته به څومره ممکنه وي؟

دلته د پخواني ولسمشر حامد کرزي اندېښنې هم له پامه نه شي غورځېدای. افغانستان د امریکا په حضور کې خپل سالمیت او ثبات غواړي، نه دا، چې د سترو قدرتونو د ټکر، د نورو هېوادونو د بې ثباته کولو او نویو ترهګرو ډلو د رامنځته کېدو مرکز وګرځي. ایران او پاکستان هېڅ وخت زموږ ښه ګاونډیان نه دي پاتې شوي، خو د دغو هېوادونو په اړه د امریکا سنجش هم د خپلو ګټو پر اساس دی. کله یې چې د ګټو تقاضا وي د عراق په څېر مو (د کردستان په مسئله کې) یوازې پرېښودای شي او د سوریې په څېر مو په کړکېچ کې ښکیل پرېږدي. پاکستان یوازې د پنځو بندیانو په خلاصولو سره د دې جوګه کېدای شي، چې امریکا معاملې ته اړ باسي. د افغان حکومت لپاره به ستره هوښیاري دا وي، چې خپله اوسنۍ جغرافیه خوندي وساتي او افغانستان د سترو او سیمه ییزو قدرتونو د ټکر له مرکزه وساتي.

Addthis