حقانیان بېرته وزیرستان ته ستنیږي چاپ
رحمت الله وزیر   
دوشنبه 24 تله 1396 ساعت 03:56

د کورمې اېجنسۍ په خرلاچي سیمه کې د سړک غاړې بمي چاودنه کې هغه څلور پاکستاني پوځیان وژل شوي، چې کاناډايي- امریکايي برمته شوې جوړه یې د حقاني شبکې له جنګیالیو ژغورلې وه. ویل کېږي دغه پوځيان د هغې ډلې غړي ول، چې د کاناډایي- امریکايي جوړې د ژغورلو په هدف یې څو ورځې وړاندې په کورمه کې عملیات وکړل.

ظاهراً دغه پېښه د طالبانو له خوا غچ اخيستونکی اقدام ګڼل کېږي، خو د پاکستان پوځي استخبارات (MI) د یوې داسې ډلې په توګه پېژندل کېږي، چې د پوځ د پالیسۍ عملي اړخ پر غاړه لري. په کور د ننه د سیاستوالو څارل، له وسله والو جنګیالیو سره اړیکې، د عملیاتو د مسیر بدلول، په پوځ کې تصفیه او د جنګیالیو نقل او انتقال همدا ډله پرغاړه لري. دوی د ګټو ځانګړی سنجش لري او د دغه سنجش پر بنسټ ډېر وخت ځان ته هم زیان اړوي. د پاکستان د پوځ د یوه افسر په وینا، چې په وزیرستان يې کافي وخت دنده ترسره کړې، په ۲۰۰۳ مېلادي کال کې، چې د پوځیانو یوه ډله د القاعدې جنګیالیو خلاف د جګړې لپاره د جنوبي وزیرستان شکي سیمې ته تلله، پر لاره یې موټر د پوځ د استخباراتي ډلې (MI) پر ماین ور برابر شو او ۱۲ تنه پکې ووژل شول. په شکي کې دا وخت د القاعدې جګپوړي مشران اوسيدل، خو د پوځ رهبرۍ د هغوی خلاف عملیات نه غوښتل.

د کاناډايي- امریکايي جوړې پر ژغورونکو پوځیانو چاودنه هم له دې پېښې سره ډېر توپیر نه لري.

د جاشوا بویل او د هغه د مېرمنې او بچیانو په اړه ویل کېږي، چې یو کال وړاندې په کورمه اېجنسۍ کې ساتل کېدل، خو وروسته یې پېښور ته ولېږدول. د طالبانو هېڅ بهرنی او سیاسي زنداني د پاکستان له نظارت او څارنې خوندي نه دی. دا ډول زندانیان دوی د ځان یا طالبانو په ګټه د معاملې په شکل استعمال کړي. د بووا برګډال په بدل کې له ګوانتانامو زندان نه د طالبانو د پنځو زندانیانو خوشي کول یې جوت مثال دی. اوس هم داسې ښکاري، چې پوځ دغه جنګیالي له پېښور نه کورمې اېجنسۍ ته انتقال کړي او په ډراماتیک شکل یې د هغوی د ژغورنې پلان جوړ کړی. له دې امله، چې دغه پېښه افشا نه شي، د دوی په ژغورنه کې ښکیل کسان یې هم ووژل.

پاکستان له دې لارې امریکا ته وښوده، چې په ترهګرۍ ضد جګړه کې یې همکار دی. ټرمپ د امریکايي- کاناډايي جوړې له خلاصون وروسته د پاکستان دا اقدام وستایه او اسلام اباد یې خپل ښه ملګری وباله.

داسې ښکاري، چې د ټرمپ له سخت دریځ او کابل ته د پاکستان د لوی درستیز له سفر وروسته، د پاکستان په سیاستونو کې ظاهري-سمبولیک تغیرات رامنځته کېدونکي دي. دغه هېواد په تېرو ۱۶ کلونو کې له امریکا سره هممهاله د همکارۍ او د وسله والو جنګیالیو د حمایې ګډ سیاست خپل کړی. دوی په دې برخه کې کافي تجربه لري او اوس هم که څوک فکر کوي چې پاکستان د خپلې انزوا له وېرې د امریکا فشار ته غاړه ږدي، په خوشبینۍ کې اوسي.

په جنوبي وزیرستان کې د پاکستان له پوځي تحرکاتو او پر خلکو له سختو قیوداتو دا انتباه اخيستل کېږي، چې پوځ غواړي له کورمې اېجنسۍ نه حقاني شبکه او د دوی ملاتړي ازبکان د جنوبي وزیرستان مسید مېشتو سیمو ته انتقال کړي. د مسیدو جغرافیا خورا غرنۍ ده او له افغانستان سره هېڅ راز پوله نه لري. د افغانستان ملي امنیت او سي ای اې ته په مسید مېشتو سیمو کې سملاسي نفوذ کول سخت دي، ځکه دغه سیمې په لومړي قدم کې له نفوس او د ټي ټي پي له جنګیالیو خالي دي او پوځ پرې خورا مسلط دی. په دویم قدم کې هلته تللي خلک په مختلفو پلمو بېرته دې ته اړ ايستل کېږي، چې سیمې پرېږدي. ښه مثال یې د شمکۍ پېښه ده. پوځي استخباراتو دلته د خپلو پوځیانو یوې ډلې ته ماین کېښود. له ماین چاودنې وروسته پوځیانو خلک ټول سړکونو ته لوڅ لپړ را وايستل. اوس د دې او شاوخوا نورو سیمو ډېری خلک بېرته کډوال شوي. پاتې نور خلک هم په دې فکر کوي، چې څنګه له سیمې ووځي. پوځ له دغه فرصت نه په استفادې سره غواړي، چې حقانیان له کورمې اېجنسۍ نه جنوبي وزیرستان ته انتقال کړي او بیا هلته سمبولیک عملیات وکړي.

پاکستان غواړي د ټرمپ له ادارې سره هم هغه لوبه وکړي، چې د بوش او بارک اوباما له حکومتونو سره یې کوله. په دې توپیر، چې دا ځل به یو شمېر جنګیالي هم، چې دوی به یې د حقاني شبکې اړوند بولي، په سمبولیک ډول ځپي. په کورمه کې لږ تر لږه په عملیاتو یو کال وخت تېرېږي، یو شمېر جنګیالي به نورو قبایلي اېجنسیو ته اوړي او هلته به هم په عملیاتو کافي وخت لګېږي. یو کال نور هم متحده ایالاتو ته وخت په کار دی، چې وپوهېږي پاکستان رښتیا هم جنګیالي وځپل او که بل ځای یې انتقال کړل. په دې توګه پاکستان په امریکا، افغانستان او سیمه کې د شرایطو د تغیر لپاره کافي وخت ترلاسه کوي

Addthis