د عمان غونډه موږ سولې ته نږدې کولی شي؟! چاپ
محمود اڅک   
سه شنبه 25 تله 1396 ساعت 03:53

د افغانستان، چین، پاکستان او امریکا استازي د همغږۍ د څلور اړخیزې ډلې په چوکاټ کې په عمان کې سره را غونډ دي، چې پر افغان سوله وغږېږي. په دې څلور اړخیزه ناسته کې پر دې بحث کېږي، چې طالبان څنګه د سولې خبرو اترو د بهیر برخه وګرځي. له پاکستان نه په دې ناسته کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو سرپرست وزير په مشرۍ یوه پوځي او سیاسي پلاوي ګډون کړی. د امریکا استازولي د افغانستان او پاکستان په چارو کې د متحده ایالاتو ځانګړې استازې الیس وېلز او د افغانستان او چین حکمت خلیل کرزی او دونګ کوي.

دا د سولې په تړاو د څلور اړخیزې ناستې د لړۍ څلورم مجلس دی.

د ۲۰۱۶ کال په اوایلو کې د څلور اړخیزو خبرو اترو د همغږۍ ډلې په خپله درېیمه ناسته کې د لارې نقشې پر سر هوکړه وکړه، چې دواړه اړخونه پکې یو بل ته پکې متعهد شول او چین او امریکا پکې د څارونکو رول درلود. پاکستان په دې ناسته کې ژمنه وکړه، چې د طالبانو مشرتابه به خبرو اترو ته کښېنوي، خو دغو مجلسونو پاموړ نتایج نه درلودل. افغان حکومت پر پاکستان تور لګوي، چې کړو تعهداتو ته ژمن نه دی پاتې شوی، خو پاکستان وايي، چې د څلور اړخیزې ناستې نتایج د ملا عمر د مرګ ناڅاپي اعلان تر شعاع لاندې راوستل.

د سولې په برخه کې له تېرو ۱۶ کلونو راهیسې افغانستان او متحده ایالاتو پر پاکستان تمرکز کړی. پاکستان په دې ۱۶ کلونو کې د سولې په برخه کې سمبولیک ګامونه اخيستي، خو د خبرو اترو په عملي اړخ کې یې مثمر ګام نه دی اخيستی. برعکس هغه کانالونه او انفرادي هڅې یې له منځه وړې، چې افغان حکومت ترې د ګټې پورته کولو کوښښ کړی.

د چین او امریکا له منځګړيتوب وړاندې د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړیکو او سولې خبرو په تړاو موږ دوه نورې پروسې هم تجربه کړې، چې یو د لندن بهیر و او بل د ترکیې په منځګړيتوب د استانبول پروسه. د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اعتماد نشتوالي او د سولې له بهیره د متحده ایالاتو د ځان ګوښه کولو سیاست، دا خبرې بې اغېزې کړې وې.

امریکا هڅه کوله، چې له طالبانو سره د پاکستان له منځګړيتوب پرته په مستقیم ډول خبرو اترو ته داخله شي او ژر یوې نتیجې ته ورسېږي. د قطر دفتر په دې برخه کې د امریکا د هڅو بارز مثال دی، چې د پاکستان حساسیتونه یې هم را وپارول. پاکستان له دې امله، چې پر طالبانو خپل نفوذ او په افغانستان کې د فشار او نفوذ اهرمونه له لاسه ور نه کړي، د امریکا او افغان حکومت هڅې په تکرار سره له ناکامۍ سره مخامخ کولې. افغان حکومت هم د سولې لپاره ځانګړې شورا جوړه کړه، لویې جرګې یې جوړې کړې او د ملا غني برادر په څېر د طالبانو د مشرتابه په کچه افرادو سره یې اړیکي ټینګې کړې، خو دغه هڅې هم واشنګټن او اسلام اباد دواړو شنډې کړې. هر یوه هڅه کوله، چې د خبرو اترو مالکیت او سرچینې په خپل واک کې ولري.

پاکستان په افغانستان کې تر سولې او ثبات ډېره خپله ګټه په بې ثباتۍ کې ویني. د دغسې پالیسیو په موجودیت کې د سولې په جریان او مذاکراتو کې د اسلام اباد پر نیت باور کول ستونزمن دي. هغوی ته د سولې تر راتګ وړاندې هغه شرایط مهم دي، چې د پاکستان ځمکنۍ بشپړتیا او ثبات ورسره تړلی ګڼل کېږي. پاکستان د افغان سولې لپاره خپل پنځه ماده ييز فورمول لري، چې په افغانستان کې د ثبات لپاره د دغه هېواد شرایط ډاګیزوي. د دغه فورمول لومړی جز اوربند او د جګړې پای ته رسول (له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو وتل) دي. دویم جز یې د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړیکو پر ښه والي ټینګار لري. په دې برخه کې سیاسي، پوځي او اقتصادي درې واړه اړیکې راتلای شي. د پاکستان تر ټولو ستره اندېښنه په افغانستان کې د هند له سیاسي او استخباراتي نفوذ او حضور نه ده. هغوی د هند پراخ حضور د یوه داسې عامل په توګه تعریفوي، چې د سولې خبرې او د افغانستان په تړاو د پاکستان پالیسۍ اغېزمنولی شي. د پاکستان د سولې د فورمول درېیم جز د ډیورنډ کرښې په اړه یوه توافق ته رسېدل دي. هغوی دا مسئله د ډیورنډ کرښې د مدیریت تر نامه لاندې وړاندې کوي، خو اصلي هدف یې په نړیواله کچه دې کرښې ته رسمیت ور کول دي. څلورم جز یې افغانستان ته د کډوالو بېرته ستنول دي، چې پاکستان یې وخته ناوخته د افغانستان پر وړاندې د فشار د یوې وسیلې په توګه کاروي. د پاکستان د سولې د فورمول وروستی جز د افغانستان ثبات او د خبرو اترو د بهیر عملي پیل دی.

دا غوښتنې د نن ورځې نه دي. دا غوښتنې د پاکستان لوی درستیز د لندن په ناستو کې له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره هم شریکې کړې، چې نوموړي رد کړې وې. د دوی تر ټولو زیات تمرکز د ډیورنډ کرښې پر مدیریت دی، چې په نهایت کې د دې کرښې رسمي کولو ته زمینه برابروي. سره له دې چې د کرښې د مدیریت پر سر ځینې موافقې ورسره شوې دي، خو د افغانستان د عامه افکارو او سیاستوالو د غبرګونونو له امله یې پاموړ نتیجه نه ده ورکړې.

د سولې په خبرو کې د پاکستان له رول نه چورلټ انکار نه شي کېدای، خو دا رول په پټو سترګو هم نه شي منل کېدای. بشپړ دا انګېرل هم معقول نه دي، چې طالبان له یوې مخې د پاکستان په واک او کنټرول کې دي. د طالبانو ډېرې برخې اوس د پاکستان له سرحداتو بهر، له ایران او روسیې سره اړیکې پالي او دا د افغانستان د سولې بهیر له ټولې سیمې سره تړي.

ظاهراً داسې ښکاري، چې د عمان څلور اړخیزه ناسته به د اسلام اباد د هغې په څېر بې نتیجې وي، خو لږ تر لږه د سولې په ټپه دریدلو خبرو د پیل لپاره یو ښه زیری کېدای شي. له دې وړاندې د تماس غونډې اعلامیه هم په افغانستان کې د سولې پر خبرو متمرکزه وه، چې دا په افغان سوله کې د سیمه ییزې او نړیوالې همغږۍ له رامنځته کېدو سره مرسته کولی شي.

د مسیر ورځپاڼې د نن تحلیل.

 

Addthis