چهارشنبه, 01 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



ایا فاطمیون بېرته افغانستان ته را ګرځي؟! پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
محمود اڅک   
دوشنبه 22 لړم 1396 ساعت 03:54

د امریکا چاپ نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي، ایران په تېرو څو کلونو کې زرګونه افغانان د سوریې او عراق جګړو لپاره روزلي او هلته له داعش سره په جګړه کې یې ونډه اخيستې ده. ورځپاڼه وايي، په سوریه کې جنګېدلو افغانانو اوس په افغانستان کې لوی سرخوږی او بحثونه راپورته کړي او داسې اندېښنه شته چې افغانستان به یوځل بیا د هدفي او مذهبي جګړو ډګر وګرځي. ورځپاڼه د سپاه پاسداران د یوه جنرال له خولې وايي، چې د فاطمیون لوا د اسلامي ارزښتونو دفاع کوي او هېڅ سرحد نه پېژني. د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل دې ورځپاڼې ته ویلي، چې دا ډېر خطرناک کار دی او کله چې په سوریه کې جګړه پای ته رسیږي د فاطمیون ملېشې برخلیک به څنګه کېږي؟ د نبیل په باور، په سیمه کې د ایران او سعودي رقابت به د دوی پښې افغانستان ته وغځوي.

ایران او روسیه په افغانستان کې د داعش ډلې مخ پر ودې حرکت او پر شیعه اهدافو بریدونه د سعودي او امریکا ګډ پلان ګڼي. له سعودي عرب، اماراتو او قطر سره د افغانستان خورا نږدې اړیکې د تهران اندېښې لا اضافه کوي. تهران عملاً د وسله والو طالبانو ملاتړ کوي او له افغانستان سره په پولو کې یې د هغوی لپاره روزنځایونه او مراکز پرانيستي دي.

مسکو او تهران د سوریې جګړې له پای ته رسېدو وړاندې غواړي، چې له متحده ایالاتو او سعودي عرب سره د جګړې او رقابت پر راتلونکي ډګر کې هم ځان ته ځای وټاکي. په غالب ګومان او له بده مرغه دا ډګر افغانستان کېدای شي. د طالبانو او فاطمیون او زینبیون له ترکیبه جوړ جنګیالی ځواک تهران او روسیې ته دا وړتیا ور کوي، چې په افغانستان کې له مختلفو توکمونو، مذهبونو او جغرافیاوو پر متحدو ایالاتو او د هغوی پر متحدانو فشار راوړي او تر څنګ یې د افغانستان په شمال او جنوب لویدیځه حوزه کې له ایران او منځنۍ اسیا سره د هېواد پولې خوندي کړي.

فاطمیون د حقانیانو په څېر، چې پاکستان یې په افغانستان کې د خپل نفوذ په برخه کې د وسیلې په توګه کاروي، د ایران لپاره مشابه ابزار دی. دغه ډله له داعش سره د جګړې کافي تجربه لري او د ایران د سپاه پاسداران له خوا مستقیماً اکمال او حمایه کیږي.

امریکايي او روسي جنرالانو او د منځني ختیځ د پېښو څېړونکو د وړاندوینې پر اساس، داعش او نورې جنګیالۍ ډلې په سوریه او عراق کې د مکررو فشارونو له امله د خپلې جنګي جغرافیا د بدلولو په تکل کې دي او افغانستان یوه هغه سیمه کېدای شي، چې داعش او نورې ترهګرې ډلې به پکې د پښې پیداکولو هڅه کوي. د دغو ډلو لپاره همدا اوس په افغانستان کې چاپیریال مساعد دی او د ایران او سعودي عرب نیابتي جګړې دا احتمال نه ردوي، چې له داعش سره هممهاله ایران پلوې افغاني ملیشې « فاطمیون» هم افغانستان ته را وګرځي. ایران په سوریه، یمن، لبنان او عراق کې د خپل نفوذ لپاره له جنګیالیو ډلو نه کافي ګټه واخيسته او دا تجربې د نیابتي جګړو له انتقال سره په افغانستان کې هم تکراریدونکې دي.

په فاطمیون ډله کې اکثریت کسان د افغانستان هزاره او شیعه مذهبه وګړي دي، چې په ایران کې د کډوالو له کمپونو او له افغانستان نه جذب شوي. ایران د سوریې جګړې ته شاوخوا ۱۸ زره شیعه جنګیالي استولي، چې په دې کې یوازې دوه زره تنه د فاطمیون د ډلې دي. فاطمیون هغه جنګیالي دي، چې په افغانستان کې د شوروي اتحاد د ځواکونو پرضد د سپاه محمد تر نامه لاندې جنګېدل او مستقیماً سپاه پاسداران او د ایران مذهبي لارښود ایت الله خمیني حمایه کول. دغه ځواکونه له طالبانو سره هم د جګړې پراخې تجربې لري. په دوی کې هغه افغانان هم شامل دي، چې په سوریه کې ژوند کوي او شمېر یې له ۱۵ تر۱۶ زرو تنو پورې رسیږي. په دوی کې یوه برخه د لبنان له حزب الله سره بوخت دي او له کابل او نورو ولایتونو هم افراد جذبوي. ایران د پاړه چینار او پاکستان د شیعه ګانو د جلب او جذب لپاره د زینبیون په نامه یو غونډ هم لري، چې په سوریه کې د جګړې مخینه لري او د پاکستان له مذهبي ډلو سره کافي نږدې دي.

که چېرې په افغانستان کې د داعش پر مخنیوي کار ونه شي او د ملي یووالي حکومت دغو حساسیتونو او د هېوادونو نیابتي جګړو ته ځیر نه شي، دا احتمال شته دی، چې د فاطمیون په شمول له منځني ختیځ نه ټولې ایران پلوه ډلې افغانستان ته را شي او دلته په یوه نوې جبهه کې ښکېلې شي.

د مسیر ورځپاڼې د نن تحلیل.
Addthis

 




مل پاڼې