چهارشنبه, 01 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



ریکا: نړیوال تعهد کوي، نه عمل پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
محمود اڅک   
چهارشنبه 24 لړم 1396 ساعت 04:19

د ترکمنستان پلازمېنه عشق اباد  ښار د سه شنبې په ورځ د افغانستان په اړه د سیمه ییزې اقتصادي همکارۍ یا ریکا د اووم کنفرانس کوربه و. په دغه کنفرانس کې د سیمې او نړۍ د ۴۴ هېوادونو چارواکو او د ۳۸ نړیوالو ټولنو استازو کړی و. د سوداګریزو اړیکو د پراختیا پر وړاندې د خنډونو ارزول، په سوداګریزه برخه کې د ښځو د ظرفیتونو لوړول او د هېوادونو تر منځ په تجارتي مسایلو کې د سهولتونو رامنځته کول د دغه کنفرانس د بحث موضوعات وو.

د افغانستان په اړه د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو (ریکا) لومړنی کنفرانس په ۲۰۰۵ کال کې او وروستی یې په ۲۰۱۵ کال کې په کابل کې جوړ شوی و. څلورې نورې ناستې یې په هند، پاکستان، ترکیه او تاجکستان کې وشوې. د ریکا هدف د افغانستان په محور په منځنۍ، جنوبي او جنوب لویدیزه اسیا کې د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو رامنځته کول ګڼل کیږي.

ریکا کنفرانس په هرو دوو کلونو کې یو ځل جوړیږي او ډېری هغو پروژو ته لومړیتوب ور کوي، چې په دوو کلونو کې پلې کېدای شي. دا چې اکثریت پروژې دوه کلنې دي، زیربنايي پروژې پکې د عملي کېدو وړ نه دي. ډېرې داسې پروژې شته، چې د ریکا په تېرو کنفرانسونو کې نهايي شوې، خو د کافي پانګونې له امله تطبیق شوې نه دي، یا نیمګړې پاتې دي. مثلاً که د اټکل له مخې د دغه کنفرانس په حاشیه کې د لاجوردو پروژه وړاندې کیږي، په دې پروژه کې ټرانسپورټي زیربناوې کافي وخت اخلي او شاوخوا دوه میلیارده ډالره بودجه غواړي.

له دې وړاندې کابل د شاوخوا ۶۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د استازو په شمول د سام کنفرانس شاهد و. د دغه کنفرانس هدف له اداري فساد سره د ملي یووالي حکومت مبارزې اروزل، د اصلاحاتو رامنځته کول او د سولې او ښې حکومتدارۍ ټینګښت و. له دغه کنفرانس وړاندې په کابل کې د ریکا مشورتي مجلسونه دایر شوي وو.

د افغانستان په اړه د نړیوالو کنفرانسونو جوړېدل له دې اړخه مهم دي، چې نړۍ په افغانستان کې ښکېله ساتي. هر کنفرانس د تېرو کنفرانسونو د تعهداتو تجدید دی. خو څومره، چې له دغو کنفرانسونو توقع کیږي، هومره بریالي او اغېزناک نه دي. د بېلګې په توګه، له توکیو کنفرانس نه تر وارسا او بروکسل کنفرانسونو پورې چې له افغانستان سره مرستندویو هېوادونو کوم تعهدات کړي، ډېره وړه برخه یې عملي شوې او یوه ستره برخه یې په هر کنفرانس کې بېرته تجدید تعهد شوې، خو عملي اړخ یې نه دی خپل کړی. همدغسې نړیواله ټولنه، چې له افغانستان نه کومې مشخصې غوښتنې لري، لکه له فساد سره مبارزه، ښه حکومتداري او اصلاحات راوستل، د ملي یووالي حکومت یې په عملي کولو کې ناکامه دی.

که د نړیوالو کنفرانسونو برخه وال مرستندویان او کوربه افغانان یو بل ته د خپلو تعهداتو په وړاندې مسوولیت پذیر نه وي او عملي اراده ونه لري، دغسې کنفرانسونه یوازې د وخت او فُرصتونو ضایع کول ګڼل کېدای شي. حکومت د خپلو تعهداتو پر اساس، نه امنیت ټینګ کړی، نه یې سیاسي ثبات او حاکمیت ساتلی، نه له اداري فساد سره مبارزه شوې، نه ښه حکومتداري رامنځته شوې او نه هم د قانون حاکمیت ټینګ دی. برعکس اداري فساد، واسطې، د رشوتخورو او غلو چارواکو مصوونیت او مستقیم او غیر مستقیم تشویق زیات شوی، د وسله والو جنګیالیو د حاکمیت ساحه تر پخوا ډېره شوې، جګړې له کلیوالو سیمو  ښاري سیمو ته رسېدلې، جنګیالۍ ډلې اضافه شوې، انتخاباتي اصلاحات په ناندریو او خپلخوښو ګومارنو بدل شوي او بېکاري او اقتصادي ستونزې تر پخوا څو چنده شوې دي.

د ریکا په تېرو کنفرانسونو کې، چې د اقتصادي همکاریو د پراختیا په تړاو کومې پرېکړې شوې وې او ځینې پروژې پیل شوې وې، له بده مرغه ډیری یې نیمګړې او غیر عملي پاتې دي. افغانستان له پاکستان سره په تجارت او ټرانزیټ کې تر پخوا ډېر مشکلات لري، له هند سره هوايي کوریډور له ستونزو خالي نه دی، له ایران او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره زموږ راشه درشه ټوله په وارداتو ولاړه ده او د رېل پټلیو او ورېښمو لارې کومې پروژې چې په پام کې وې، یا یې مسیرونه بدل شول او یا هم په مختلفو دلایلو له پلي کېدو پاتې شوې.

له تېرو اکثریت کنفرانسونو داسې ښکاري، چې نه نړیوالو مرستندویانو هغه څه کړي، چې خپل تعهدات عملي کړي او نه هم د ملي یووالي حکومت. اصولاً هر کنفرانس باید ملموس نتایج او د تعهداتو عملي اړخ ولري، که دا نه وي د دغسې کنفرانسونو جوړول یوازې کاذبه هیله ورکول دي.

Addthis

 




مل پاڼې