Fire and Fury inside the White House

Fire and Fury inside the White House

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اړه د امریکایي لیکوال مایکل ولف مشهور سیاسي کتاب «اور او غوسه» تازه چاپ او بازار ته وړاندې شوی دی.
په انګریزي ژبه لیکل شوی دغه کتاب ۳۴۰ مخونه لري. په دې سیاسي کتاب کې چې ولسمشر ټرمپ يې په ځلونو د خپرېدو د مخنيوي هڅه کړې د نوموړي د شخصیت، رهبرۍ، مدیریت او ناسمو سیاستونو مهم اړخونه بیان شوي دي. لیکوال هڅه کړې چې په سپینه ماڼۍ کې روان وضعيت، د چارو د اجرا لارې، تفاهم او تقابل روښانه کړي. په ټوله کې دغه کتاب په ډاګه کوي چې څنګه او ولې سپینه ماڼۍ د یوه متنازع زعیم له خوا اداره کېږي.
ولسمشر ټرمپ د دغه کتاب په خپرېدو غوسه شوی او پکې شوي بحثونه يې درواغ بللي دي. د کتاب ليکوال بیا د ټرمپ د غوسې په غبرګون کې ان بي سي ټلوېزیون ته په طنزي انداز کې وویل: ز«ه له ټرمپ څخه مننه کوم چې د کتاب په پلورلو او د هغه د محتویاتو په تایید کې راسره همکاري کوي».
په کتاب کې د جنوبي اسیا د هېوادونو په ځانګړي ډول هند او پاکستان په تړاو د ټرمپ د سیاستونو په اړه څه نه دي ویل شوي خو د افغانستان د جګړې او مسئلې په اړه پکې یادونه شوې او دا په ډاګه کوي چې د دې اوږدې، مبهمې او مصرفي جګړې په اړه ولسمشر څومره بې خبره او بې پروا دی او کله یې چې خپله تګلاره اعلانوله نو عقل یې له لاسه ورکړ او د افغانستان د قضیې په اړه یې ګټوره پرېکړه ونه کړای شوه. همدارنګه ټرمپ د ستراتېژۍ د اعلان پر مهال ویلي وو چې چین د افغانستان له کانونو ګټه پورته کولی شي خو امریکا یې نه شي کولی او خپل حضور یې بې ګټې او د ناسمو پایلو شاهد وباله.
بلخوا کتاب د ټرمپ سیاستونه ناقص او د امریکا ملي ګټو ته زیان اړوونکي بولي.
د دغه کتاب تر خپرېدو وروسته د واشنګټن کتاب پلورنځي د خلکو د اوږدو کتارونو شاهد وو. هر امریکایي هڅه کوله چې په سپینه ماڼۍ کې د روانو چارو او په دې تړاو له نويو افشاګریو خبر شي. د امازون د شمېرو له مخې دغه کتاب په بېخي ډېر کم وخت کې زیات مشهور او وپلورل شو. د امریکا کتاب پلونځي څو ځله د دغه کتاب د چاپي بڼې له کمښت سره مخ شول، چې په پايله کې يې ليکوال د کتاب د سافټ بڼې خپرولو ته مجبور شو. امریکایان سیاسي کتابونه هغه هم تر ډېره د چارواکو خاطرې تر ډېره لیکي او د دوی د کلتور یوه ژوندۍ او دودیزه برخه ده.
لوستونکي کولای شي د دغه کتاب انګرېزي بڼه له اکسوس کتاب پلورنځي څخه په مناسبه بیه ترلاسه کړي.

Read 178 times

څپې او وختونه

راسره ملګري شئ

د سپوږمۍ راډیو اپلیکشن

Spogmai App   Spogmai App