کولمبیا

کولمبیا

حشمت الله نوري-

 

د کولمبيا رسمي نوم د کولمبیا جمهوریت دی. دغه هېواد د منځنۍ امریکا په شمال لویدیځه او د کارابین سمندرګي په ختیځه څنډه کې موقعیت لري.
پراخوالی یې ۴۳۸۰۴۲ میله مربع دی چې له دې پلوه د نړۍ ۲۶م لوی هېواد ګڼل کېږي.
د کولمبيا شمال او شمال ختیځ ته وينزویلا او کارابین سمندرګی، جنوب ته یې اېکوادور، پیرو او برازیل، ختیځ ته یې هم برازیل او لويديځ ته یې پانامه او کارابین سمندرګی موقعيت لري.
کولمبیا د استوا کرښې ته د نږدېوالي، استوایي بادونو، له اوبو سره د ګاونډیتوب او غرونو د لرلو له کبله څو ډوله هوا لري. د دغه هېواد ۸۶ سلنه خاوره توده استوایي هوا او ډېر اورښت لري. ویل کېږي چې د کولمبیا په ختیځو سیمو کې نږدې هره ورځ باران کېږي. د کولمبیا د منځنیو سیمو ۸ سلنه خاوره چې ۴۰ سلنه وګړي يې پکې اوسي، ښه او په زړه پورې هوا لري. د کولمبیا پاتې شپږ سلنه لوړې غرنۍ سیمې سړه هوا لري او تل واورې پکې اوري.
د دغه هېواد پلازمېنه د بوګوتا ښار دی. د وګړو شمېر يې ۵۰ ميليونو ته رسېږي، په هر کيلو متر مربع خاوره کې يې ۴۲ تنه ژوند کوي، د ټولو وګړو ۷۷ سلنه برخه يې ښار مېشتي او پاتې ۲۳ سلنه يې بيا د کليو او بانډو اوسېدونکي دي او د ژوند تمه پکې په منځنۍ توګه ۷۵ کاله ده.
د کولمبيا ۶۵ سلنه اوسېدونکي د سپين اروپايي نژاد، ۱۰ سلنه يې د ګډ سپين او تور، ۵ سلنه يې د سره او پاتې يې د نورو مختلفو نژادونو درلودونکي دي.
له مذهبي پلوه يې ۹۰ سلنه خلک کاتوليکان، ۶ سلنه يې د پروتستانت او ۴ سلنه يې د نورو اديانو پيروان دي.
د کولمبيا رسمي او ملي ژبه هسپانوي ده خو پر دې سربېره ۶۴ نورې کوچنۍ ژبې هم په دغه هېواد کې ويونکي لري. ليک يې لاتين دی.
دغه هېواد ۳۲ اداري واحدونه لري. مېډیلین، کالي، بارانګویلا، ګوګوتا، ګارتاهنا، بوکارامانګا او کارتاګینا يې لوی او مشهور ښارونه دي.
د کولمبيا د حکومت بڼه پارلماني ولسواکي ده. د دغه هېواد اساسي قانون په ۱۸۲۱ زېږديز کال کې نافذ شوی دی. هغه وخت د وينزویلا، اېکوادور او پانامې هېوادونه هم د کولمبیا په ستر جمهوریت کې شامل وو. په هغه اساسي قانون په ۱۸۴۳، ۱۸۵۳، ۱۸۵۸، ۱۸۶۳ او ۱۸۸۶ کلونو کې بيا کتنې وشوې. تر ټولو وروستی اساسي قانون يې د ۱۹۹۱ زېږديز کال په جولای مياشت کې نافذ شوی چې په ۲۰۱۱ زېږديز کال کې پکې لږ تعدیلات هم راغلي دي.
د کولمبيا ولسمشر چې د لومړي وزارت دنده هم پر مخ بیایي، له خپل مرستیال سره یو ځای د خلکو له خوا د څلورو کلونو لپاره ټاکل کېږي او د دوو دورو لپاره کار کولی شي.
د کولمبیا د کابینې وزیران د ولسمشر په وړاندیز د ولسي جرګې له خوا ټاکل کېږي.
د کولمبیا کانګرېس دوې جرګې لري: مشرانو جرګه چې ۱۰۲ غړي لري او د خلکو له خوا د څلورو کلونو لپاره ټاکل کېږي. دویمه يې ولسي جرګه ده چې ۱۶۶ غړي لری او ټول د خلکو له خوا د څلورو کلونو لپاره ټاکل کېږي.
په کولمبیا کې د رایې ورکولو قانوني عمر ۱۸ کاله دی او رايه ورکول د عمومي حق په توګه په رسميت پېژندل شوي دي.
د کولمبیا حقوقي نظام په داسې قوانینو ولاړ دی چې د هسپانیې او فرانسې د قوانینو له مخې جوړ شوي دي. د عدالت ستره محکمه او د اساسي قانون محکمه د کولمبیا لوړ قضایي ارګانونه دي. د کولمبیا د عدالت ستره محکمه درې ځانګې لري: د بزګرانو مدني څانګه، د کارګرانو مدني څانګه او عامه دېوان؛ چې د بزګرانو او کارګرانو مدني څانګې هره يوه اووه قاضيان او عامه ديوان بيا نهه قاضيان لري.
د کولمبيا د قضا عالي شورا هم د عدالت په ستره محکمه پورې اړه لري چې ۱۳ قاضیان او یو مشر لري او اته کاله کار کوي.
کولمبیا په پلازمېنه بوګوتا او ټولو اداري واحدونو کې د مدني، جنايي او حقوقي محکمو ستر جال او ځانکړې پوځي محکمې لري.
محافظه کار ګوند، ولسواک ګوند، لېبرال ګوند او د خلکو انتخاب ګوند د کولمبيا مخکښ سياسي ګوندونه دي.
شل، دېرش کاله مخکې د قهوې صادراتو د کولمبیا په عوایدو کې لویه ونډه درلوده. وروسته دولت او اقتصاد وپتېيله چې د قهوې پر صادراتو خپله اتکا کمه او په ملي تولیداتو او صادراتو کې تنوع رامنځته کړي.
د تېرې پېړۍ په ۹۰ مه لسیزه کې د دولت امنیتي لګښتونه د نشه یي توکو د قاچاق او نورو وسله والو ډلو د فعالیتونو د ډېرېدو له کبله لوړ شول؛ خو په همدې لسیزه کې کولمبیا د نفتو صادرات هم پيل کړل.
په تېرو لسو کلونو کې د سمو اقتصادي تګلارو د پليتابه په پایله کې د کولمبيا کورنيو ناخالصو توليداتو څه باندې ۴ سلنه وده کړې ده. په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو کې په دغه هېواد کې پانګونه ډېره شوه او کورنیو او بهرنیو پانګه والو د اوبو او برېښنا په ګډون په ډېرو برخو کې نوې پروژې پیل کړې.
کولمبیا له دې ټولو پرمختګونو سره سره لا هم له اقتصادي پلوه له ځينو ستونزو سره مخ ده.
د اقتصاد د بنسټیزو پروژو کموالي، د نشه یي توکو کار و بار او خراب امنيتي وضعيت په ۲۰۱۴ زېږديز کال کې د کولمبيا ۹ سلنه خلک وزګار کړل چې په لاتینه امریکا کې د وزګارتيا تر ټولو لوړه کچه ده.
په تېرو څو کلونو کې کولمبیا له دوولسو هېوادونو سره د ازادې سوداګرۍ تړونونه لاسلیک کړي دي. کولمبیا، مکسیکو، پیرو او چیلي په ۲۰۱۳ کال کې له دې کبله د اتلس ائتلاف جوړ کړ چې په خپلو منځونو کې سوداګري او اقتصادي راکړه ورکړه ډېره کړي.
په ۲۰۱۵ زېږديز کال کې د کولمبیا دولت او وسله والو مخالفینو د سولې تړون لاسلیک کړ. د کولمبيا چارواکي وايي، هیله لري چې د دغه تړون په پلي کېدو سره به يې اقتصادي وده چټکه شي خو د دغه تړون په پليتابه کې وروسته ځينې ستونزې را ولاړې شوې چې د کولمبيا پر اقتصاد يې ژور اغېز کړی دی.
کولمبیا له برازیل وروسته په نړۍ کې د قهوې دويم او له اېکوادور وروسته بيا د کېلو دويم لوی صادروونکی هېواد دی. د ګلانو د صادراتو له پلوه دويم او د نېکلو د صادراتو له پلوه څلورم هېواد ګڼل کېږي.
د کولمبيا د ناخالص کورني توليد ارزښت ۶۴۱ ميلياردو ډالرو ته رسېږي، چې هر کال څلور سلنه وده کوي.
د ناخالص کورني تولید په سکتوري جوړښت کې يې ۷ سلنه ونډه د کرنې، ۳۸ سلنه د صنعت او پاتې د خدمتونو ده. د کار بشري ځواک یې ۲۴ ميلیونو تنو ته رسېږي چې ۱۰ سلنه يې وزګار دي او ۳۰ سلنه کورنۍ يې بيا د بېوزلۍ تر سرې کرښې لاندې ژوند کوي.
په بودجه کې يې ۱۱۵ ميليارده ډالره عوايد او ۱۲۰ ميليارده ډالره لګښتونه شامل دي.
د سړي سر کلني عاید کچه پکې ۶۲۱۶ ډالرو ته رسېږي.
کولمبیا د نړۍ د صنعتي یا صنعتي کېدونکو هېوادونو په کتار کې نه راځي. له ۱۹۹۱ تر ۲۰۰۰ کلونو پورې د دغه هېواد فابریکو وکولای شول چې ډېرې کورنۍ اړتیاوې پوره کړي؛ خو پر وارداتو د دولتي بندیزونو او لوړو ګمرکي تعرفو کموالي کورنیو صنعتي تولیداتو ته زیان ورساوه او د کولمبيا بازارونه په بهرنیو وارداتي مالونو ډک شول.
د دغه هېواد د صادراتو کلنی ارزښت ۵۷ ميلياردو او د وارداتو کلنی ارزښت يې بيا ۵۶ ميلياردو ډالرو ته رسېږي.
امریکا، چیلي، مکسیکو او چین د کولمبيا لوی سوداګريز شريکان دي. پولي واحد يې کولمبيايي پيزو ده او مالي کلونه يې له عيسوي کلونو سره برابر دي.
دغه هېواد د ۸۷۴ کيلومترو په اوږدوالي سره د اورګاډي پټلۍ، تر ۱۰۰۰ ډېرې سوداګريزې بېړۍ او ۸۳۶ هوايي ډګرونه لري چې ۱۲۱ هغه يې په پاخه او اساسي ډول جوړ شوي دي.
د کولمبيا د ټليفون کوډ ۰۰۵۷ دی او ۲۴ ميليونه اوسېدونکي يې انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی لري.
کولمبیا د نړۍ له سترو هېوادونو یو دی، خو له بده مرغه چې د نشه یی توکو د تولید، قاچاق او وسله والو ډلو د فعاليتونو له کبله ښه ورځ نه لري.
د کولمبیا ۹۵ سلنه خلک په لیک او لوست پوهېږي او منځنۍ یا لوړې زده کړي لري. د کولمبیا د اساسي قانون له مخې دولت، کورنۍ او ټولنه ټول مکلف دي چې له پنځو کلنو تر ۱۵ کلنو ماشومانو او تنکيو ځوانانو ته د وړيا زده کړو زمينه برابره کړي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان او کولمبیا استازو نور احمد نور او انریکو پینولسا په ۱۹۹۰ زېږديز کال کې د ډیپلوماتیکو اړیکو د ټينکښت او دوستۍ اعلامیه لاسلیک او کولمبیا افغان پلاوي ته بلنه ورکړه چې د دوی د نوي ولسمشر د لوړې په مراسمو کې کډون وکړي. هغه وخت په کیوبا کې د افغانستان سفارت او په نوي ډیلي کې د کولمبیا سفارت د خپلو هېوادونو استازیتوب کاوه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتېژیکو څېړنو مرکز په کتاب کې لیکي چې په ۱۹۸۴ کال کې کولمبیا د افغانستان د دولت له مخالفینو سره د پیوستون اونۍ ونمانځله او په دغه هېواد یې د شوروي پوځونو د یرغل پر ضد شعارونه ورکړل. له هغه وروسته بیا تر اوسه افغانستان او کولمبیا اړیکې نه لري.
له افغانستانه تر کولمبیا د هوا له لارې ۱۴۱۶۵ کيلومتره واټن پروت دی.
د کابل او بوګوتا تر منځ د وخت توپير نهه نيم ساعته دی.

Read 160 times

څپې او وختونه

راسره ملګري شئ

د سپوږمۍ راډیو اپلیکشن

Spogmai App   Spogmai App