پيټزبورګ

پيټزبورګ

په ۱۹۰۸ زېږديز کال کې د کليفورنيا لويديځ پوهنتون نوم په پيټزبورګ پوهنتون بدل شو. د دغه اقدام اصلي دليل دا و، چې د پنسلوانيا په نوم يو بل پوهنتون هم موجود و او خلک د يادو دواړو پوهنتونونو په تړاو له مغالطې سره مخ کېدل.
د پيټزبورګ پوهنتون ايالتي، څېړنيز پوهنتون دی، او په ۱۷۸۷ زېږديز کال کې يې د امريکا د خپلواکۍ له جګړې وروسته په پنسلوانيا ايالت کې فعاليت پيل کړی دی. دغه پوهنتون د امريکا په متحدو ايالتونو کې د ګوتو په شمېر هغو پوهنتونونو له ډلې يو دی چې په ۱۸ مه پېړۍ کې يې فعاليتونه پيل کړي دي. د دغه پوهنتون نوم په پيل کې د پنسلوانيا اکاډمي و، چې وروسته بيا د پيټزبورګ پر پوهنتون بدل شو.
د پيټزبورګ پوهنتون په جوړولو کې هو هنري برکنرېج لوی لاس درلود. دی د ۱۷۴۸ زېږديز کال د جون په ۲۵ مه نېټه زيږېدلی و. اصلاً حقوقپوه و، وروسته يې قضاء ته را ودانګل او د څه وخت لپاره يې د پنسلوانيا ايالت د سترې محکمې د مشر په توګه هم دنده ترسره کړې ده. د ده د ژوند تر ټولو لوی وياړ دا دی چې د نړۍ په کچه د لوړو زده کړو دوه ستر مرکزونه، د پنسلوانيا اکاډمي او د پيټزبورګ ګېزېټ پوهنتونونه يې پرانيستي دي.
برکنرېج د ۱۷۸۷ زېږديز کال د فبرورۍ په ۲۸ مه نېټه د پنسلوانيا له مشترک المنافع قانون جوړوونکې جرګې څخه د يو ښوونيز مرکز اساسنامه او جواز پاس کړل. دا نو هغه وخت و، چې يوازې لس اونۍ وروسته ترې په فلادلفيا کې د اساسي قانون کنوانسيون داير شو.
تر درې کاله پرله پسې هڅو وروسته، برکنرېج په دې بريالی شو چې د ښار په سوېلي څنډه کې د پوهنتون لپاره يوه کوچنۍ ودانۍ ورغوي. دې ودانۍ دوه چتونه او درې کوټې درلودې، يوه لاندې او دوې نورې باندې. د پيټزبورګ اوسنی پوهنتون دا وخت يوازې د ښوونځي حيثيت درلود او نوم يې و، د پنسلوانيا اکاډمي.
تر څه مودې فعاليت وروسته چې په پنسلوانيا کې لوړو زده کړو ته اړتيا ډېره زياته شوه، نو د پنسلوانيا مشترک المنافع قانون جوړوونکې شورا پرېکړه وکړه چې د پنسلوانيا اکاډمۍ فعاليتونه دې پراخ شي او حيثيت يې دې له ښوونځي پوهنتون ته لوړ شي. په همدې ترڅ کې يې نوم هم د پنسلوانيا په لويديځ پوهنتون بدل شو. له نوم سره يې د لويديځ کليمه ځکه زياته کړای شوه چې وړاندې په فلادلفيا کې د پنسلوانيا په نوم يو بل پوهنتون هم فعال و. په ۱۸۳۰ زېږديز کال کې د پنسلوانيا لويديځ پوهنتون له دې امله چې د محصلينو په شمېر کې يې د پام وړ زياتوالی راغلی و، اړ شو چې له خپلې دوه پوړيزې پخوانۍ ودانۍ څخه کډه بار کړي او داسې يو ځای ولټوي چې محصلین يې پکې په ازاده فضا کې زده کړې وکړای شي. دوی يوه درې پوړيزه لويه ودانۍ وپېرله، خو ستونزې يې ورسره کمې نه شوې. که له يوې خوا يې محصلينو د زده کړو لپاره پراخ چاپېريال وموند، نو له بلې خوا بيا پوهنتون له مالي پلوه له ځينو ستونزو سره لاس او ګرېوان شو، چې تر څو کلونو پورې يې د پوهنتون وده له خنډ او ځنډ سره مخ کړې وه. د پنسلوانيا ايالتي قانون جوړوونکې جرګې په پوهنتون فشار راوړی و، څو پوهنتون يوازې په لېبرالو دوديزو تحصيلي څانګو کې محصلين وروزي. خو پوهنتون بيا ويل، چې د زده کړو دې سټايل د پوهنتون د پرمختګ مخه ډب کړي او نوي محصلين په دغه پوهنتون کې زده کړو ته زړه نه ښه کوي. دې فشارونو پوهنتون د ماتېدو تر بريده رسولی و، خو قانون جوړوونکي لا هم پر خپله خبره کلک وو او د پوهنتون په اندېښنو يې غور نه کاوه.
وضعيت اووه کاله همداسې دوام وکړ، تر دې چې په ۱۸۳۷ زېږديز کال کې د ميلون بانک بنسټګر توماس مېلن له همدې پوهنتون فارغ شو او بېرته يې همدلته د استاد په توګه دنده پيل کړه. دا چاره پوهنتون ته د هيلو په ډيوه بدله شوه او له مالي پلوه يې لاسنيوی وشو.
پيټزبورګ پوهنتون د نولسمې پېړۍ په لومړۍ لسيزه کې له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان و. د يوې ستونزې په ختمېدو سره به له بلې ستونزې سره مخ شو. له همدې امله د پوهنتون پرمختيايي بهير هم له جدي ننګونو سره مخ و.
په ۱۹۴۵ زېږديز کال کې د پنسلوانيا لويديځ پوهنتون ودانۍ او اړوند ټول اسناد او فايلونه د اور د لمبو خوراک شول. هستي او نيستي یې ټوله په ايرو بدله شوه، د پوهنتون مسوولان اړ شول چې د څه مودې لپاره درسي ټولګي ټرېنيټي کليسا ته ولېږدوي. په لنډ وخت کې د پوهنتون سوځېدلې ودانۍ بيا ورغول شوې، خو يوازې د څلورو کلونو لپاره، ځکه څلور کاله وروسته په ودانيو بيا اور ګډ شو او د پوهنتون ټوله شتمني يې بيا ځلې په خاورو او ايرو بدله کړه
په ۱۹۰۸ زېږديز کال کې د کليفورنيا لويديځ پوهنتون نوم په پيټزبورګ پوهنتون بدل شو. د دغه اقدام اصلي دليل دا و، چې د پنسلوانيا په نوم يو بل پوهنتون هم موجود و او خلک د يادو دواړو پوهنتونونو په تړاو له مغالطې سره مخ کېدل. له همدې امله غوره وبلل شوه، چې د دواړو پوهنتونونو نومونه داسې سره بېل کړای شي چې څوک يې په پېژندلو کې له ستونزې سره مخ نه شي.
د شلمې پېړۍ په لومړيو کلونو کې د امريکا د متحدو ايالتونو په ګډون د نړۍ ګڼ شمېر هېوادونه د پوليو ناروغۍ سخت وځپل. روغتونونه فلج شويو ماشومانو ته د حرکت د مصنوعي وسايلو په جوړولو کې بې وسه شول. په نړۍ کې ګڼ شمېر کسان معلول او فلج شول، خو هېڅوک نه پوهېدل چې له دې افت سره څه ډول مبارزه وکړي.
د پيټزبورګ پوهنتون استاد ډاکټر جوناس سالک د پوليو پر ويروس څېړنې پيل کړې. دوی ته د پوهنتون له خوا د ويروسي څېړنو ځانګړی لابراتوار جوړ شو چې ډاکټر سالک او ملګرو يې پکې په نه ستړي کېدونکي ډول د پوليو له افته د نړۍ د ژغورلو هڅې کولې. دوی په بيزوګانو او د پوليو د ناروغۍ له امله په وژل شويو ماشومانو څېړنې کولې. په ۱۹۵۱ زېږديز کال کې د دې څېړونکې ډلې له خوا د جوړو شويو واکسينو لومړی ډول په بيزوګانو و ازمويل شو. واکسينو په پيل کې د پام وړ اغېز نه درلود، خو د ډاکټر سالک کارډله نهيلې نه شوه، تر څلورو کلونو پر له پسې هڅو وروسته په دې بريالي شول چې د پوليو لپاره چمتو شوي واکسين په عامو خلکو و ازمايي او په بريالۍ توګه خپلې موخې ته ورسيږي. که څه هم د پوليو واکسينو ته په وروستيو کلونو کې لا ډېر انکشاف ورکړل شو، خو د دې وياړ د ډاکټر جوناس سالک او پيټزبورګ پوهنتون دی چې نړۍ يې د پوليو له وژونکې ناروغۍ څخه ژغورلې ده.
لکه څرنګه چې وړاندې هم وويل شول، پيټزبورګ پوهنتون ته د فعاليت جواز په ۱۷۸۷ زېږديز کال کې د پنسلوانيا د مشترک المنافع جرګې له خوا ورکړل شو. له همدې امله دغه پوهنتون تر ډېره وخته د خصوصي پوهنتون حيثيت درلود، تر دې چې په ۱۹۶۶ زېږديز کال کې د پوهنتون پر حقوقي حيثيت له سره غور وشو او د لوړو زده کړو د مشترک المنافع سيستم غړيتوب ورکړل شو. له دې کال وروسته د پوهنتون ملکيت په رسمي ډول پنسلوانيا ايالت ته ولېږدول شو، سره له دې چې د اداره کېدو طرز او فعاليتونه يې لا هم يوه خصوصي پوهنتون ته ورته دي.
له هغه را پدېخوا چې پيټزبورګ پوهنتون د پنسلوانيا ايالتي پوهنتون ګڼل شوی، هر کال د خپلې کلنۍ بودجې ۷.۷ سلنه برخه د دولت له خوا تر لاسه کوي. دولت د پوهنتون د کلنۍ بودجې د يوې برخې د ورکړې په بدل کې دغه پوهنتون ته د پنسلوانيا ايالت ځينې تکړه او بااستعداده زده کوونکي د لوړو زده کړو لپاره ور پېژني او پوهنتون ورته په فيسونو کې د پام وړ تخفيف ورکوي.
د پيټزبورګ پوهنتون کټ مټ د نورو خصوصي پوهنتونونو په څېر د يوه مديريتي پلاوي له خوا اداره کيږي. دغه پلاوی د پوهنتون په تړاو د هر ډول پرېکړو صلاحيت لري او له هر راز فشار او لاسوهنو پرته محصلينو ته د تحصيلي سندونو د ورکړې، د استادانو د استخدام او د بودجې د تنظيم چارې په خپله خوښه تنظيموي.
پيټزبورګ پوهنتون ټولټال ۱۷ پوهنځي لري، چې د لېسانس او تکميلي زده کړو په کچو محصلين روزي. په دغو پوهنځيو کې ځينې داسې دي چې يوازې د لېسانس په کچه محصلينو ته زده کړې ورکوي، ځينې بيا يوازې تکميلي زده کړو ته ځانګړي شوي خو ځينې نور بيا له لېسانس نيولې ان د ډاکټرۍ تر کچې محصلينو ته د زده کړو سندونه ورکوي.
د پيټزبورګ د سوداګرۍ يو پوهنځی يوازې د لېسانس په کچه او بل بيا يوازې د تکميلي زده کړو په برخه کې محصلين روزي. په دې مانا چې د دغه پوهنتون په چوکاټ کې د سوداګرۍ دوه جلا پوهنځي فعاليت کوي چې هر يو یې په مختلفو کچو محصلينو ته د زده کړو سندونه ورکوي.
د هنرونو او ساينس، ستوماتولوژۍ، ښوونې او روزنې، انجنيرۍ، عمومي مطالعاتو، عامې روغتيا، معلوماتي علومو، حقوقو، روغتيا، نرسنګ، فارمسۍ، عامه اړيکو، نړيوالو اړيکو، عامې روغتيا او ټولنيزو چارو پوهنځي د پيټزبورګ پوهنتون نورې تحصيلي څانګې دي.
د پيټزبورګ پوهنتون محصلينو ته د استوګنې دوه ډوله اسانتياوې موجودې دي. يوه دا چې په سنتي ډول د نورو محصلينو تر څنګ په ګن مېشتو خونو کې ژوند وکړي. بله يې بيا دا ده چې پوهنتون په ښار او شاوخوا سيمو کې ځينې لويې ودانۍ کرايه کړې چې اپارتمانونه يې بيا د خپلو محصلينو په واک کې ورکړي دي. په لنډو کې که ووايو، په پيټزبورګ پوهنتون کې د استوګنې ډول د محصلينو په اقتصادي وضعيت پورې تړلی دی. که محصلين له مالي پلوه په ښه وضعيت کې وي، نو ځانګړي اپارتمانونه کرايه کوي، خو هغه محصلين چې له مالي پلوه ښه وضعيت نه لري نو په دوديزو ليليو کې ژوند کوي.
پيټزبورګ پوهنتون ټولټال (۲۸۶۱۷) محصلين لري، چې له دې ډلې (۱۸۷۵۷) تنه د لېسانس او پاتې نور يې په تکميلي زده کړو بوخت دي. د محصلينو ۱۰ سلنه يې بهرنيان دي او د ښځينه او نارينه محصلينو تر منځ نسبت پکې د نارينو په ګټه ۴۹ پر ۵۱ دی. په دې مانا چې په هرو سلو تنو محصلينو کې يې ۵۱ نارينه او پاتې ۴۹ يې ښځينه محصلينې دي. په پيټزبورګ پوهنتون کې د هر کال زده کړو فيس (۲۸۱۶۸) ډالره ټاکل شوی، پر دې سربېره هر محصل بايد په منځنۍ کچه ۱۰۸۰۰ ډالره نور په پوهنتون کې د اوسېدو لګښتونه هم پرې کړي.

Read 31 times Last modified on سه‌شنبه, 19 جدی 1396 08:29

څپې او وختونه

راسره ملګري شئ

د سپوږمۍ راډیو اپلیکشن

Spogmai App   Spogmai App