تبصرې

Latest News

بلخ به د کابل له واکه بهر وي؟

دوشنبه, 25 جدی 1396 04:06

نږدې یوه میاشت کېږي چې عطامحمد نور له دندې ګوښه شوی، خو حکومت لا هم نه دی توانېدلی چې په عملي ډول یې له دندې ګوښه کړي. په تازه ګام کې په کابل کې د سیمه ییزو ارګانونو ادارې د عطا محمد نور لاسلیک ناچله اعلان کړی، خو عطا محمد نور بیا توند غبرګون ښودلی. هغه ویلي چې حکومت مې دې نه اړ باسي چې د حیرتان بندر عواید په خپل سر را واخلم او پر مامورینو یې ووېشم.
د حکومت منطق او دریځ خورا شرمېدلی او وروست دی. دا د حکومت او حکومتولۍ مسخره کول دي. حکومت عطا محمد نور په عملي ډول له دندې نه شي لرې کولی، نو لاسلیک یې ناچله اعلانوي. دا رښتیا هم ماشومانه دریځ دی چې حکومت په دې سره ځان شرموي. دا نه یوازې شرمېدلی منطق دی، بلکې خطرناک هم دی. اوس به عطا محمد نور وايي چې زه د مرکزي حکومت د چارواکو امر نه منم، نو د دې مانا دا ده چې بلخ یو چا ته ور پرېښودل کېږي، نه دا چې هلته حکومت خپل واک او ځواک ټینګوي. ولې د عطا محمد نور په خاطر موږ بلخ له لاسه ورکړو او یا لږ تر لږه هلته د څه وخت لپاره هم ملکي مامورین او خلک په عذاب اخته کړو!؟
دا حکومت اخر څه کوي!؟ که عطا محمد نور یې په عملي ډول له واکه نشو لرې کولی، نو بیا څه اړتیا وه چې هغه له دندې لرې شي؟ که یې له دندې لرې کولی شي، نو بیا یې ولې پرېږدي چې یوه میاشت په ناقانونه ډول والي پاتې شي، حکومت او د افغانستان سلامت وننګوي؟ د حکومت او جمعیت تر منځ د پټو خبرو خبرونه هم شته، که داسې څه وي، نو دا خبرې ولې د عطا محمد نور له ګوښه کېدو وړاندې نه کېدلې!؟
اوس داسې ښکاري چې له عطا محمد نور سره کومه ډرامه روانه ده. داسې ویل کېږي چې ارګ ته بهرنیانو ویلي وو چې د عطا محمد نور پر ضد ګام واخلي او دوی به د حکومت ملاتړ کوي. عطا محمد نور ته هم ویل شوي چې مقاومت وکړي. اوس دواړه لوري پرېښودل شوي او بهرنیانو د حکومت هغه ډول ملاتړ نه کوي چې د عطا محمد نور تر ګوښه کېدو مخکې ورته ویل شوي وو. دا لوبه ورو ورو را ښکاره کېږي. دا دی اوس ښکاري چې په عملي ډول په افغانستان کې واحد حکومت ننګول شوی دی. خبره د عوایدو تر را ګرځولو او خپلسرو کړنو پورې ورسېدله. اوس به د بلخ د چارواکو لاسلیک په کابل او د کابل د چارواکو لاسلیک به په بلخ کې نه چلیږي. دا د افغانستان له عملي تجزیې پرته بله څه مانا لري!
حکومت دې نور په دې تړاو خپل دریځ بدل کړي. دا ډول ماشومانه او شرموونکي کارونه دې نه کوي چې ورسره نه یوازې حکومتولي مسخره کېږي، بلکې افغانستان ته هم ستر زیان اوړي. دا اعلان چې د عطا محمد نور لاسلیک په کابل کې نه منل کېږي، شرموونکی دی او په دې ډول حکومت خپله کمزوري او ذلت نندارې ته ږدي. چارواکو ته پکار ده چې نور دغه ډول کړنې پرېږدي او په ټول قوت سره د عطا محمد نور پر ضد ګام واخلي، هغه پر کور کښېنوي او پر ځای یې نوی والي په عملي ډول وګوماري.

ډېر امریکايي ځواکونه، ډېر وحشت

یکشنبه, 24 جدی 1396 04:04

امریکايي چارواکي وايي زر نور پوځيان افغانستان ته لېږي. دغه راز ګڼې بې پیلوټه الوتکې هم افغانستان ته را لېږل کېږي چې په افغانستان کې د مخالفینو پر ضد جګړه کې وکارول شي. د امریکايي چارواکو په خبرو کې ویل شوي چې دا کار د داعش د ځپلو په موخه کېږي. افغان چارواکو هم د دې پرېکړې هرکلی کړی او ویلې یې دي چې دا چاره به د مخالفینو ملا ماته کړي.
په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو زیاتول یوازې مرګ ژوبله او وحشت ډېروي. دا چاره نه له سولې او ثبات سره مرسته کوي او نه یې هم تر اوسه پورې کړې ده. څومره ډېر چې پر پوځیانو او نظامي حللاره ټینګار شوی، په همغه کچه وحشت زیات شوی دی. وسله وال نه یوازې مات شوي نه دي، بلکې پیاوړي شوي دي او لا زیاتې سیمې یې لاندې کړي دي. د امریکايي ځواکونو زیاتول او پر جګړه ټینګار د امریکا د نوې تګلارې له مخې کېږي چې پکې د سولې بحث څنګزن شوی او په جګړه پکې ټینګار شوی دی. د تګلارې له اعلان سره سم جګړه ګرمه شوې او د افغانستان کلې، بانډې او ښارونه د نوو جګړو، چاودنو او وژنو پر ډګرونو بدل شوي دي. تازه په یوه رپوټ کې ویل شوي چې په تېر میلادي کال کې نږدې ۲۵ زره افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې، په داسې حال کې چې د وژل شوو امریکايي ځواکونو شمېر تر شلو نه اوړي. د پژواک اژانس د معلوماتو پر اساس په افغانستان کې تېر ميلادي کال د بېلابېلو بريدونو له امله په منځنۍ کچه هره ورځ ٦٨ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د راپور پر اساس په ٢٠١٧ ميلادي کال کې په ٢٠٥٠ بېلابېلو بريدونو کې ١٤٦٠٠ کسان وژل شوي او ١٠٢٧٧ نور ټپيان دي. دا هغه معلومات دي چې پژواک خوندي کړي، خو له شک پرته لویه برخه نور معلومات او مرګ ژوبلې پټې پاتې شوي چې که ښکاره شي دا شمېره به ډېره لوړه شي.
د امریکايي چارواکو په حواله دا خبره چې ګواکي نوی ځواک به د داعش پر ضد کارول کېږي، لا زیات شکونه را پورته کوي. زموږ دفاع وزارت وايي داعش ځپل شوی، نو چې ځپل شوی، د نورو ځواکونو راتګ ته څه اړتیا ده. رښتیا دا دي چې دا چاره د داعش لپاره یو کمپاین دی. تر اوسه پورې د داعش پر ضد رښتینې جګړه نه ده شوې، بلکې تر ډېره داعش ته کمپاین شوی دی. بهرنیو ځواکونو خو مخامخ د داعش په ګټه په جګړه کې فعالیت کړی دی. له داعش سره د جګړې پر مهال یې زموږ خپل امنیتي ځواکونه، پاڅونوال او طالبان بمبار کړي دي. دا له دې پرته بله څه مانا لري چې امریکايي ځواکونه د داعش په ګټه فعالیت کوي.
له بده مرغه ټول بدلونونه داسې دي چې جګړه او وحشت به زیاتېږي. امریکايي چارواکي هم د تل په څېر وايي چې نوی کال به خونړی وي. زموږ چارواکي باید په پټو سترګو د هر څه هرکلی ونه کړي. موږ خبرو او تفاهم ته اړتیا لرو، له دې پرته جګړې نه پخوا ګټه کړې او نه به یې له دې وروسته وکړي. ولس ته هم پکار ده چې د ستر زیانمن اړخ په توګه روښانه دریځ خپل کړې او د جګړې د پراختیا او دوام پر ضد ودریږي.

عطا محمد نور ته بې ځایه او بې وخته حوصله

چهارشنبه, 20 جدی 1396 02:38

عطا محمد یو ځل بیا حکوت ګواښلی او ویلي یې دي چې څوک یې له دندې نه شي لرې کولی. نوموړي دغه راز ویلي چې که حکومت یې پر ضد امنیتي ځواکونه وکاروي، نو دا ځواکونه به تجزیه شي، ځکه چې د عطا محمد نور په وینا اتیا سلنه یې د ده پر ضد جګړه نه کوي. نوموړي په ټینګار سره ویلي چې د زور پر وړاندې ولاړ دی او تر هغو یې چې حکومت غوښتنې نه وي منلې، د بلخ والي دی. نوموړي دغه راز ټینګار کړی چې له حکومت سره په دې تړاو د جمعیت خبرې روانې دي.
د عطا محمد نور له ګوښه کېدو شاوخوا شل ورځې تېریږي، خو هغه لا هم د بلخ والي دی، دندې ته ځي، حکومت ګواښي او ان د حکومت د سقوط، جګړې او د امنیتي ځواکونو د تجزیې خبرې کوي. پوښتنه دا ده چې عطا محمد نور ګواښ و او که اوس په ګواښ بدل شوی دی؟
عطا محمد نور له وړاندې د اشرف غني او حکومت پوره مامور نه و. پخوا یې هم پر حکومت نیوکې کولې او ان د ځینو پرېکړو پر وړاندې به یې په ښکاره مخالفت کاوه، خو دا خبرې ډېرې خطرناکې نه وې. عطا محمد نور اوس تر پخوا ډېرې خطرناکې او ناوړه خبرې کوي. د هغه اوسنی دریځ په رښتینې مانا ملي حاکمیت، ځکمنۍ بشپړتیا، د نظام بقا او د افغانستان سترو مصلحتونو ته خطر دی. حکومت دغه مار لنډی کړ، مګر پوره یې ځان او ملت ترې خلاص نه کړ. دا ساده خبره نه ده چې عطا محمد نور راځي او د افغان ملي اردو او پولیسو د تجزیې خبره کوي، له حکومت سره د جګړې ګواښ کوي او ځان له ولسمشر سره یو شان ګڼي. پخوانی دریځ به یې ښايي حکومت ته زیان درلود، خو اوسنی دریځ یې حکومت، نظام، ولس او افغانستان ته ستر زیان رسوي.
که ولسمشر په عملي ډول عطا محمد نور له واکه نشو لرې کولی، نو بیا یې ګوښه کولو ته څه اړتیا وه. پکار وه چې دا شپږمه ګوته د افغانستان د سترو مصلحتونو او ګټو لپاره زغمل شوې وای. اوس یې چې په کاغذونو کې له دندې لرې کړی، نو پکار ده چې په عملي ډول یې هم له دندې لرې کړي، ځکه د هغه اوسنی دریځ او په واک کې پاتې کېدل د ولس، افغانستان او نظام لپاره د زهرو حیثیت لري. څومره چې دا زهر پاتې کیږي، په همغه کچه افغان وجود مسموموي. که حکومت حوصله کوي او پر خبرو ټینګار کوي، نو دا حوصله او خبرې باید له لانجې مخکې شوي وی. اوسنۍ حوصله او خبرې د ګټې پر ځای زیان لري.
د اشرف غني د ناسمې رهبرۍ، پر اساسي قانون د معاملو او قانون خلاف ګامونو له امله افغانستان له سختو او نوو ستونزو سره مخ کیږي. لومړی یې خپله عطا محمد نور ته د خپل مامور پر ځای د سیال په سترګه وکتل. وروسته یې پرته له دې چې عملي لارې چارې وسنجوي، له دندې ګوښه کړ او اوس یې دا دی په لنډي مار بدل کړی دی. د عطا محمد نور پر وړاندې د ولسمشر او په ټوله کې د حکومت اوسنۍ چوپتیا ناوړه پایلې لري. دا نیمګړی کار باید پوره شي او عطا محمد نور باید ژر تر ژره په عملي ډول له دندې ګوښه شي. دغه راز د هغو زهرو مخه باید هم ونیول شي چې عطا محمد نور یې په وروستیو کې افغانستان، افغانانو او حکومت ته ورکوي.

ولې منلي ارزښتونه متنازع شي!؟

سه‌شنبه, 19 جدی 1396 04:05

اجرائیه رییس په رسمي ډول د الکټرونيکي پېژندپاڼو په وېش کې د ځند ملاتړ کړی دی. ډاکټر عبدالله د دغه ځنډ لامل د ولس غوښتنو ته پام بللی دی. نوموړي چې پرون یې د وزیرانو شورا په غونډه کې خبرې کولې وویل، چې الکټرونیکي پېژندپاڼې د ولس تر منځ د ستونزو سبب ګرځېدلې دي، نو باید په دغو پېژندپاڼو کې د ټولو افغانانو غوښتنو ته پام وشي. نوموړي زیاته کړې چې د خپلې خوښې پېژندپاڼې اخیستل د ولس قانوني حق دی او حکومت ژمن دی، چې د ولس دغه حق ته رسيده‎ګي وکړي. عبدالله عبدالله بیا هم د دغو پېژندپاڼو د وېش کره نېټه په ګوته نه کړه، خو ويې ویل چې د قانوني ستونزو تر حل وروسته به یې وېش پیل شي.
الکټرونکي پېژندپاڼې د ولس لپاره په عذاب بدلې شوې دي، ځکه حکومتي چارواکو او خاینو وکیلانو ځینې داسې مسایل متنازع کړل چې کله هم متنازع نه وو. په افغانستان کې لومړی ځل دی چې څوک په ښکاره د اسلام د کليمې د یادولو پر وړاندې ودریږي. دغه راز لومړی ځل دی چې د دولت له منځه یو څوک را پاڅېږي او ځان افغان نه ګڼي. نه یوازې دا چې ځان افغان نه ګڼي، بلکې وايي چې په پېژندپاڼو کې باید افغان ونه لیکل شي.
پېژندپاڼې مهمې دي، خو دومره هم نه چې زموږ منلي ارزښتونه پرې متنازع شي. په دې چاره کې بحث چې افغان او اسلام ولیکل شي او که نه، خیانت دی. په ولسي جرګه کې څو مزدورو، ذلیلو او جاهلو کسانو ته چا حق ورکړی چې په دې تړاو بحث وکړي. کله چې د اساسي قانون ښکاره حکم موجود وي، د کوم قانون له مخې وکیلان او حکومتي چارواکي په دې برخه کې د خبرو او رایې حق پیدا کوي!؟ خبره اوس یوازې په ولسي جرګه کې هم نه ده، بلکې ان حکومتي چارواکي په ښکاره د اساسي قانون پر خلاف ولاړ دي. د اجرائیه رییس خبرې له دې پرته بله څه مانا لري چې نوموړی هم د افغانیت پر خلاف ولاړ دی!؟ ولس له افغانیت او اسلامیت سره ستونزه نه لري، بلکې ستونزه د څو چارواکو او وکیلانو ده چې رښتیا هره ورځ د دې هېواد د ارزښتونو او هویت پر ضد کړنې کوي. ډاکټر عبدالله دې د ولس نوم نه اخلي او خپل شرارت دې د ولس د حق تر نامه لاندې نه پټوي، بلکې ښکاره دې ووايي چې افغانیت نه مني، څو خلک پوه شي. د افغانیت او اسلامیت پر ضد روان خوځښت د ولس نه، بلکې د څو ذلیلو، جاهلو او جاسوسو کسانو کار دی، چې له ولس سره هېڅ اړیکه نه لري.
چارواکي که پېژندپاڼې وېشي او که نه، خو د ولس منلي ارزښتونه دې نه متنازع کوي. دوی دې نور خپلو شومو موخو ته د رسېدو لپاره په ولس کې د نفاق اچونې هڅې بندې کړي. دا ولس مسلمان او افغان دی، هغوی چې نه دي، له وړاندې یې خپل هویت پرې اېښی او په واشنګټن، ډهلي او لندن کې اوسي. دا پاتې څو نور دې هم پسې ورشي. دوی که خپلو اولادونو ته هندي، برېټانوي، امریکايي او یا بل هر هویت ورکوي، موږ ورسره ستونزه نه لرو، خو دلته چې اوسیږي افغانان دي او افغان به پاتې کیږي.

Popular News

یوناما وايي چې په روانه جګړه کې ملکي مرګ ژوبله…
عطا محمد نور د ارګ د پرېکړې پر وړاندې ولاړ…
افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان له…
امریکايي چارواکي وايي زر نور پوځيان افغانستان ته لېږي. دغه…

د سیاسي لانجو په سیوري کې د داعش پراخېدونکي فعالیتونه

دوشنبه, 18 جدی 1396 05:38

په کابل کې سیاسي لانجو په ولایتونو کې پر نا امنیو او په ځانګړي ډول د داعش پر فعالیتونو سیوری غوړلی او په دې تړاو خلکو ته معلومات نه رسیږي. د داعش د زیاتېدونکو فعالیتونو په اړه د روسیې د ځانګړي استازي له خبرو وروسته دفاع وزارت ویلي وو چې داعش ډله په افغانستان کې شته، خو ځپل شوې او نوره به هم وځپل شي. داعش پرون په کونړ کې د سیمه ییزو پولیسو پر پوستو بریدونه کړي وو او دواړو خواو ته مرګ ژوبله اوښتې وه. ویل کیږي په جوزجان کې هم داعش پراخ فعالیتونه کوي. هلته نه یوازې دا چې د بهرنیو داعشیانو شمېر ډېریږي، بلکې په سیمه کې هم د خلکو د جلب او جذب هڅې کوي.
حکومت بیا بیا د داعش د ځپلو خبرې کوي، خو خلک اندېښنه لري او داعش هم د کمېدو پر ځای زیاتیږي او نوو سیمو ته لاره پیدا کوي. وړمه ورځ دفاع وزارت وویل چې په لغمان کې یې هوايي بریدونه کړي او ګڼ داعشیان یې وژلي دي. ددې مانا دا ده چې داعش په لغمان کې هم فعالیت کوي. په ننګرهار، کونړ او نورستان کې یې فعالیتونه پخوا و. اوس پکې لغمان هم ور ګډ شو. دغه راز په لوګر کې هم د داعش د فعالیتونو خبرونه ورکړل شوي وو. تر دې وړاندې په زابل او ارزګان کې هم دا خبره شوې وه. په شمال کې بیا د داعش د فعالیتونو په تړاو بیا بیا خبرې شوې دي. که څه هم په بغلان، فاریاب، بدخشان او نورو ولایتونو کې د داعش د فعالیتونو خبره شوې ده، خو ویل کیږي چې تمرکز یې پر جوزجان دی. په جوزجان کې درزاب د داعش ځای ګڼل کیږي چې پکې یې قوي مرکزونه جوړ کړي دي.
د داعش د فعالیتونو زیاتېدل خطرناکه چاره ده. زموږ چارواکي دې په خبرو کې نه، بلکې په عمل کې ثابته کړي چې داعش له ماتې سره مخ دی او ځپل کیږي. که چارواکي د داعش د ماتې او ځپلو ادعاوې کوي، خو پر ځمکه بیا داعش په لا زیاته جغرافیه کې فعالیتونه پیلوي، دا چاره شکونه زیاتوي. له بله اړخه ټول خلک چیغي وهي چې داعش په یوه ځانګړې سیمه کې فعالیت پیلوي، رسنۍ خبرونه خپروي، د سیمې خلک او استازي بیا بیا پر حکومت غږ کوي چې مخه یې ونیسي، خو حکومت ګام نه اخلي. داعش مرکزونه جوړ کړي، لا ډېره جغرافیه لاندې کړي، خلک وځوروي او جنګیالي پیدا کړي. حکومت بیا له اوږده ځنډ وروسته پرې د بریدونو او عملیاتو خبر ورکوي. د بېلګې په ډول اوږده موده کیږي چې په درزاب کې د داعش د فعالیتونو خبره کیږي، خو هېڅ ګام نه اخیستل کیږي. له اوږده ځنډ وروسته څو ورځې وړاندې ادعا وشوه چې هلته یو هوايي برید شوی دی، خو لا هم په جوزجان کې د داعش پر ضد کارنده عملیات نه دي شوي.
خلک د عطا محمد نور او ارګ په لانجه بوخت دي او تر دې بده یې لا دا چې یوه برخه پر دې بوخت دي چې په برېښنايي پېژندپاڼو کې افغان او اسلام ولیکل شي او که نه، خو داعش ځمکه نیسي، وحشت کوي او د راتلونکو سترو وحشتونو لپاره تیاری نیسي.
اوس وخت دی چې خلک له دې بې ځایه بحثونو او وړو مسایلو را ووځي او د دښمن په لومو کې را ګېر نه شي. موږ باید د ستر خطر پر وړاندې ویښ او هوښیار اوسو. په دې تړاو له هراته، تر ننګرهاره او له بدخشانه تر کندهاره واحد دریځ پکار دی. له دې پرته به موږ په وړو مسایلو کې را ګېر وو او ناخبره به د وحشي ښامار په خوله کې پراته وو.

د پاکستان او امریکا لانجه کوم لوري ته ځي؟

یکشنبه, 17 جدی 1396 04:00

امریکا لا هم پر پاکستان د فشار خبره کوي، خو پاکستان بیا مقاومت کوي. د امریکا د دفاع وزیر جېمز مټیس ویلي چې له پاکستان سره کېدونکې نږدې دوه میلیارده ډالره مرستې یې ځنډولې دي او دې ته اندېښنه نه لري چې پاکستان عکس العمل ښکاره کړي. هغه دا اندېښنې هم ناسمې ګڼلې دي چې ګواکي پاکستان به امریکا ته لانجې جوړې کړي. مټیس دغه راز زیاته کړې چې اوس هم موږ له پاکستان سره په خبرو یو، که چېرته دوی د ترهګرو پرضد جدي اقدام وکړي، مرستې به بېرته ورکړو. پاکستان د امریکا فشارونو ته په غبرګون کې ویلي چې د امریکا له خوا دا ډول کړنې به له ترهګرۍ سره مبارزه ټکنۍ کړي. پاکستان دغه راز ادعا کوي چې دوی له ترهګرۍ سره په جګړه کې ۱۲۰ میلیارده ډالره لګولي دي.
امریکا په ظاهره پر پاکستان فشار د حقاني شبکې او په ټوله کې د طالبانو پر ضد د پاکستان د ګام نه اخیستو له امله راوړي، خو دا پوښتنه لا هم د بحث وړ ده چې امریکا له پاکستان څه غواړي؟ په کابل کې چارواکي هم دا خبره کوي چې امریکا دا کار په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره کوي، خو ځیني کتونکي بیا وايي چې د امریکا او پاکستان اصلي لانجه بل ځای ده او د افغانستان سوله او ثبات یوازې په خبرو کې یادیږي. د امریکا د ملي امنیت د نوې تګلارې او دغه راز د جنوبي اسیا او افغانستان لپاره د امریکا د تګلارې له مخې پاکستان په سیمه کې خپل پخوانی رول نشي ساتلی، بلکې د امریکا لپاره یې اهمیت کمیږي. د دې مانا دا هم نه ده چې پاکستان د امریکا له خوا منزوي کیږي، بلکې پخوانی رول یې کمیږي. له دې سره پر یو وخت د هند رول زیاتیږي او دا هغه څه دي چې امریکايي چارواکي یې په ښکاره وايي. د امریکا د ملي امنیت په نوې تګلارې کې روسیه او چین د امریکا د سترو سیالانو په توګه یاد شوي دي چې امریکا یې خپل واک او ځواک ته خطر ګڼي. د دغه ګواښ د مهار کولو لپاره امریکا د نورو کړنو تر څنګ پر هند هم تکیه کوي. په ځانګړي ډول هند د چین د مهارولو لپاره ډېر کارنده رول لوبولی شي. له همدې امله امریکا له هند سره اړیکې پراخوي. پاکستان له یوه اړخه د واشنګټن او ډيلي د نږدېتوب له امله خپل رول له لاسه ورکوي، له بله اړخه له چین سره د نږدې اړیکو له امله له امریکا سره په دوستۍ کې نور خپل ځای ځایګی نه شي ساتلی. له همدې امله پاکستان کمزوری کیږي او د هند رول زیاتیږي، خو د دې مانا هېڅکله دا نه ده چې پاکستان د امریکا له خوا پوره منزوي کیږي او ګواکي د افغانستان په نسبت هم د امریکا لپاره خپل اهمیت له لاسه ورکوي.
پر پاکستان د امریکا د فشار د لاملونو په برخه کې د افغانستان امن او ثبات پوره هم نه هېریږي. امریکا اندېښمنه ده چې په افغانستان کې یوه برخه وسله وال له روسیې او ایران سره اړیکې پیدا کوي او دا هغه څه دي چې په افغانستان کې امریکا ته رېښتینی ګواښ پیدا کولی شي. تر دې ور هاخوا په افغانستان کې امن او ثبات نه د امریکا غوښتنه ده او نه هم د دې لپاره پر پاکستان فشار راوړي. موږ باید هغه وخت پر پاکستان د امریکا د فشار هرکلی وکړو چې په افغانستان کې د امن، سولې او ثبات سبب شي. له دې پرته دا د نورو اهدافو لپاره لوبې دي چې قرباني به یې بیا هم افغانستان وي.

د ارګ او عطا محمد نور لانجه دوام کوي؟

پنجشنبه, 30 قوس 1396 10:56

عطا محمد نور د ارګ د پرېکړې پر وړاندې ولاړ دی او وايي چې استعفا یې مخکې او مشروطه کړې ده، نو ځکه خپل کار ته دوام ورکوي. نور د ارګ پر وړاندې د درېدو او مقاومت خبره کړې ده. نوموړي ویلي چې د ارگ د دغه اقدام پر وړاندې به يې غبرگون اوس د قانون په اډانه کې يوازې مدني خوځښت وي خو که پر وړاندې يې زور وکارول شي نو هر غوراوى به په پام کې ونيسي. جمعیت اسلامي او د ګوند نورو غړو هم دې پرېکړې ته غبرګون ښودلی دی. د دغه گوند له لوري خپرې شوې اعلامیې کې راغلي چې د ښاغلي عطا محمد نور په اړه د افغان حکومت د پرېکړې دا اعلان د افغانستان امنيت، ثبات او د ملي وحدت حکومت له هوکړه ليک سره په ټکر کې دى او دغه گوند يې غندي.

له دې سره اوس یوه نوې ستونزه را پیدا شوې ده. ارګ به بریالی شي چې عطا محمد نور په عملي ډول له دندې لرې کړي او پر بلخ خپله واکمني ثابته کړي؟ عطا محمد نور، جمعیت اسلامي او غړي به یې د حکومت پر وړاندې خپل مقاومت ته دوام ورکړي او عطا محمد به د بلخ د والي په توګه پاتې شي او که نه. دا هغه پوښتنې دي چې اوس د افغانستان له خلکو سره را پیدا شوې دي او د ځواب په لټه کې دي.

که خبره د قانوني واکمنۍ شي، خو کیسه روښانه ده. عطا محمد نور د بلخ والي او ولسمشر یې یا استعفا منلې او یا یې هم له دندې ګوښه کړی دی. د قانون له مخې هېڅ والي د ولسمشر پرېکړه نه شي ننګولی او په دې برخه کې ولسمشر روښانه صلاحیتونه لري. له بده مرغه بحث حقوقي نه دی، بلکې خبره سیاسي او د معاملو ده. د ملي یووالي د حکومت بنسټ ناقانونه او د معاملو پر اساس اېښودل شوی دی، نو ځکه دغه ډول چارې پکې طبیعي برېښي. ولسمشر لومړی له عبدالله عبدالله سره د اساسي قانون خلاف واک ووېشه او بیا یې د واک په عملي وېش کې لانجې وې. وروسته یې له خپل والي سره خبرې پیل کړې او له هغه سره يې د یوه سیال په توګه د جوړجاړي هڅې وکړې. والي په کابینه کې وزیر او ګڼ نور چارواکي لرل. په نوو خبرو کې هڅه دا وه چې هغه ته لا زیات وزارتونه، ولایتونه، ریاستونه، سفارتونه او په حکومت کې نور واک ورکړل شي. دا خبرې څو ځله وشوې، خو بې پایلې وي. درې میاشتې وړاندې په خبرو کې یو څه پرمختګ وشو، والي مشروطه استعفا وکړه، خو له ارګ سره خبرې روانې وې. خبرې بې پایلې شوې او ارګ زړه استعفا ومنله. اوس د ارګ له خوا هم له ښاغلي نور سره چلند له چل ډک دی او همدا چاره دا بحث پېچلی کوي.  که ولسمشر رښتیا د بلخ والي ته د خپل یو مامور او والي په سترګه کتلی، نو له استعفا پرته یې هم له دندې ګوښه کولی شوی او په دې اړه بحث او خبرو ته هم اړتیا نه وه، خو ارګ لومړی خپله معاملو ته ننوځي او بیا پکې دغه ډول کارونه کوي.

اوس ښکاري چې د ارګ فشار او د عطا محمد نور مقاومت به دوام کوي، پایله به یې بیا یوه چټله معامله وي. لانجه به اوږديږي، خو پایله لري او پایله به یې هم دا وي چې عطا محمد نور او جمعیت ته به حکومتي څوکۍ او نور واک ورکول کیږي او هغه به یې په بدل کې له ولایت څخه څنګ ته کیږي. په دې ډول به یو ځل بیا قانون او حکومتولي د معاملو قرباني کیږي.

په اماراتي او قطري ځواکونو کې افغانستان ته راتلونکي پاکستاني اتباع

پنجشنبه, 16 قوس 1396 08:18

له هغه وروسته چې قطر او متحده عربي اماراتو افغانستان ته د ځواکونو د را لېږلو ژمنه وکړه، اوس زموږ معلومات ښیي چې په دغو ځواکونو کې لویه برخه عسکر پاکستاني اتباع دي. قطر او متحده عربي اماراتو ډېر بهرني اتباع په خپلو امنیتي ځواکونو کې جذب کړي چې د تنخوا په بدل کې کار کوي. ویل کیږي چې د نورو هېوادونو تر څنګ ګڼ پاکستانیان هم د قطر او اماراتو په پوځیانو کې فعالیت کوي. اوس چې ناټو اعلان کړی، قطر او متحده عربي امارات د دوی په غوښتنه افغانستان ته ځواکونه لیږي، نو په دغو ځواکونو کې به پاکستاني اتباع هم وي.

د قطر او متحده عربي اماراتو د هغو ځواکونو په چوکاټ کې چې افغانستان ته یې را لیږي، د پاکستاني اتباعو شتون د اندېښنې وړ دی؟

لومړی خو افغانستان له سره بهرنيو ځواکونو ته اړتیا نه لري، بیا د امارتو او قطر په څېر هېوادونو څخه زموږ کله هم دا تمه او غوښتنه نه وه چې دوی دې افغانستان ته ځواکونو ولیږي. دواړه هېوادونه پیاوړی اقتصاد لري چې په اقتصادي برخه کې له افغانستان سره ډېرې مرستې کولی شي. دغه راز دوی خپل سوداګر هڅولی شي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي. د دې تر څنګ دوی افغان کارګرو ته زمینه برابرولی شي چې په قانوني ډول په دغو هېوادونو کې کار وکړي او په دې ډول له افغانسان سره مرسته وکړي. تر دې مهمه یې دا ده چې دواړه هېوادونه د سولې په برخه کې ډېره مرسته کولی شي. وسله وال طالبان په قطر کې دفتر لري او قطر له طالبانو سره له پخوا نږدې اړیکې لري. په دې توګه د سولې په برخه کې ډېره مرسته کولی شي او طالبان اړ کولی شي چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي. متحده عربي امارات هم له پخوا له طالبانو سره اړیکې لري، اوس هم ځیني طالب مشران په پټه او یا په غیر رسمي ډول په اماراتو کې اوسیږي. همدې چارې ته په کتو سره امارات هم د سولې په برخه کې مرسته کولی شي. دواړه هېوادونه له پاکستان سره هم ښې اړیکې لري او پر پاکستان فشار راوستلی شي چې په افغانستان کې له امن او ثبات سره مرسته وکړي. له بده مرغه اوس داسې هېڅ نه کیږي، خو د ناټو په غوښتنه افغانستان ته ځواکونه را لیږي.

اوس خبره تر دې هم بده ده او پاکستاني اتباع د اماراتي او قطري پوځیانو په چوکاټ کې افغانستان ته راځي. زموږ د ستونزې یو ستر اړخ پاکستان دی. هېڅ تضمین نشته چې د قطري او امارتي پوځیانو په چوکاټ کې پاکستاني اتباع دې زموږ په هېواد کې پاکستاني ګټو ته کار ونه کړي. له وړاندې به پاکستاني استخباراتو پر دوی پانګونه کړې وي. دغه راز دا پوځیان به د افغان پوځ مهمو معلوماتو او مرکزونو ته لاسرسی ولري. که دوی بیا دغه معلومات له پاکستان سره شریکوي، نو دا بیا افغانستان ته ستر ګواښ دی. افغان دولت ته په کار ده چې په دې اړه له وړاندې ګام واخلي. لومړی خو قطري او اماراتي پوځیانو ته اړتیا نشته، که بیا یې هم مخه نه نیول کیږي، نو لږ تر لږه د پاکستاني اتباعو مخه خو دې ونیسي.

څپې او وختونه

راسره ملګري شئ

د سپوږمۍ راډیو اپلیکشن

Spogmai App   Spogmai App