د حکومت معامله ګر مشران او د بلخ لنډی مار

د حکومت معامله ګر مشران او د بلخ لنډی مار

د بلخ خپلسري والي عطا محمد نور یو ځل بیا پر حکومت سختې نیوکې کړې دي. هغه پرون ویلي چې وطندوست، پاک او مسلکي کسان له حکومته ایستل کېږي او پر ځای یې غله او وطن پلورونکي ټاکل کېږي. هغه یو ځل بیا ټینګار کړی چې په عملي ډول د بلخ والي دی، نه یې څوک له دندې لرې کولی شي او نه یې هم پر ضد ګام اخیستلی شي.
نږدې دوې میاشتې پوره کېږي چې د ملي یووالي حکومت د عطا محمد نور پر ځای بل کس د والي په توګه اعلان کړی، خو لا هم عطا محمد نور والي دی او په دې تړاو یې د ولسمشر او مرکزي حکومت پرېکړه ننګولې ده. هغه په واضحو ټکو ویلي چې ولسمشر یې د ګوښه کولو صلاحیت نه لري او له اسلامي جمعیت سره له توافق پرته د بلخ ولایت نه پرېږدي. ارګ له جمعیت سره په پټه خبرې کوي، خو په ښکاره یې تل دا خبرې رد کړې دي. حکومتي ویندویانو ټینګار کړی چې د والي لرې کول او ټاکل د ولسمشر صلاحیتونه دي او په دې برخه کې قانون عملي کېږي، خو ښکاري چې ارګ دلته قانون ته شا کړې او قانون په بلخ کې سقوط کړی دی. د عطا محمد نور وروستي دریځونه، په ولایت کې په ناقانونه ډول پاتې کېدل او په دې چاره کې د حکومت کمزوری دریځ د چارواکو لپاره د شرم وړ خبره ده. ولسمشر او اجرایوي رییس په پیل کې د اساسي قانون خلاف حکومت جوړ کړ او بیا پرته له دې چې پر ځمکه واقعیتونو ته پام وکړي، ځینې داسې سیاسي پرېکړې یې وکړې چې افغانستان یې له جدي ګواښونو سره مخ کړی دی. اوس عطا محمد نور په عملي ډول زموږ اساسي قانون، واحد نظام، مرکزي حکومت او ملي حاکمیت ننګولي دي او د دې چارې تر ټولو ستره پړه د ملي یووالي د حکومت په کمزورو او معامله ګرو مشرانو ده. که دوی عطا محمد نور په عملي ډول له دندې نه شو لرې کولی، نو بیا د دې مار لنډي کولو ته څه اړتیا وه. اوس خو کیسه لا خرابه شوې او دغه لنډی مار هره ورځ داسې زهر شیندي چې افغانستان مسموموي.
ارګ او اجرایوي ریاست باید نور د بلخ کیسه یو طرف ته کړي. دوی باید نور له واحد افغانستان او نظام سره دا ناوړه لوبه پرېږدي. که له عطامحمد نور سره معامله کوي او که بل هر څه باید هغه په عملي ډول له دندې ګوښه شي. کله چې له دندې ګوښه شي، بیا که پر حکومت نیوکې کوي، که لاریون کوي او که اعتراض، حق یې دی. اوس د حکومت له منځه دغه ډول غږ او بیا په بلخ کې جلا او خپلسرې واکمني په هېڅ ډول د زغملو وړ نه ده. حکومتي مشرانو په اوسني حالت سره نه یوازې ځان شرمولی دی، بلکې افغانستان او افغانان یې له یو بل مصیبت سره مخ کړې دي. دوی دې ژر دا کیسه یو لوري ته کړي، له دې پرته خلک مجبور دي چې د ملي یووالي د حکومت پر ځای د یو داسې حکومت د جوړولو لپاره له وخت مخکې ګام پورته کړي چې واحد حکومت وي او په ټول افغانستان واکمني وکړلی شي.

Read 3951 times

څپې او وختونه

راسره ملګري شئ

د سپوږمۍ راډیو اپلیکشن

Spogmai App   Spogmai App