افغانستان په پاکستان کې د پښتنو له احتجاج سره څه مرسته کولی شي؟

افغانستان په پاکستان کې د پښتنو له احتجاج سره څه مرسته کولی شي؟

په اسلام اباد کې د پښتنو لاریونونه په مشروط ډول وځنډول شول، خو ګڼ شمېر خلک له دغه احتجاج سره يو ځای شوي دي. که څه هم پاکستاني حکومت بیا بیا هڅه وکړه چې دا احتجاج ختم کړي، خو پښتانه لا مقاومت کوي او د خپل مظلومیت غږ پورته کوي. دوی لاريونونه د يوې مياشتې لپاره ځنډولي او وايي چې که په دې موده کې يې غوښتنې ونه منل شوې، بيا به لاريونونه پيل کړي. په کور د ننه له دغه پراخ احتجاج سره اوس داسې اړتیا احساسېږي چې له پاکستان بهر هم باید د دې ګام ملاتړ وشي. که څه هم پاکستانۍ او نړیوالې رسنۍ دغه احتجاجونه په مناسب ډول تر پوښښ لاندې نه راولي، خو په افغانستان کې بیا رسنۍ تر یوه بریده په دې اړه خپرونې لري. افغان ولسمشر هم د دغه احتجاج ملاتړ کړی او دا یې د ترهګرۍ پر ضد هڅه بللې ده.
په کور د ننه او په پاکستان کې پښتانه له افغان حکومت څخه په دې اړه د ډېر څه کولو تمه لري، خو پوښتنه دا ده چې افغان حکومت څه کولی شي؟
پښتانه کلونه کلونه په پاکستان او د پاکستان تر کنټرول لاندې افغان خاوره کې محکوم دي. له ظلم، وحشت، وژنو او زور زیاتې سره مخ دي. لسګونه زره پښتانه وژل شوي، له ترهګرۍ سره د مبارزې تر نامه لاندې ځورول شوي، زندانونو ته لېږدول شوي او د ځینو یې لا مړي او ژوندي هم ورک دي. دغه راز پښتنې سیمې په جنګ کې دي، کلي او ښارونه يې زیانمن شوي، اقتصاد ته زیان اوښتی او پښتانه له ګڼو نورو محرومیتونو سره هم مخ شوي دي. تعلیم، تحصيل او روغتیا هم په پښتنو سیمو کې خورا کمزوري دي. له همدې امله پښتانه مظلوم دي او دا د ټولو په ځانګړي ډول د افغان حکومت دنده ده چې د پښتنو دغه مظلومیت له نړیوالو سره شریک کړي.
که څه هم افغانستان خپله له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی، خو بیا هم افغان حکومت د دغو احتجاجونو د ښکاره ملاتړ تر څنګ ځینې نور مهم کارونه کولی شي. لومړی افغان حکومت باید په نړیواله کچه د پښتنو غږ بدرګه کړي. افغان حکومت باید پر نړیواله ټولنه، ملګرو ملتونو او د بشري حقونو پر سازمانونو او فعالینو غږ وکړي چې د پښتنو تر څنګ ودرېږي او د دوی ملاتړ وکړي. دغه راز په نورو هېوادونو کې افغان سفارتونه باید په دې برخه کې فعال رول ولوبوي. دوی باید د کوربه هېواد له حکومت، رسنیو، د بشري حقونو له فعالینو او سازمانونو سره په پاکستان کې د پښتنو پر مظلومیت خبرې وکړي. دوی باید هېوادونه، رسنۍ او سازمانونه وهڅوي چې د پښتنو تر څنګ ودرېږي او غږ یې لا زیات نړۍ ته ورسوي.
حکومت په نړیواله کچه په پاکستان کې د پښتنو د مظلومیت د را برسېره کولو تر څنګ باید د وروستیو تحرکاتو سیاسي، اقتصادي، اخلاقي او نور ملاتړ هم وکړي. پاکستان باید په واقعي ډول دغه فشار احساس کړي او د نړیوالو تر داسې فشار لاندې راشي چې له پښتنو سره روان ظلم، وحشت او تاوتریخوالی ودروي او پښتانه پرېږدي چې په ارامه ژوند وکړي. په دې چاره کې د افغان حکومت فعال رول له پښتنو سره مرسته وکړي چې له ستونزو ووځي او په اوږده مهال به دا چاره د ډیورنډ کرښې په تړاو د افغانانو له ملي داعیې سره هم مرسته وکړي.

Read 590 times

څپې او وختونه

راسره ملګري شئ

د سپوږمۍ راډیو اپلیکشن

Spogmai App   Spogmai App