افغانستان

Latest News

پاکستان افغان کډوالو ته د یو کال وخت ورکولو غوښتنه رد کړه

پنجشنبه, 28 جدی 1396 03:33

د پاکستان د ملي امنيت کمېټې افغان کډوالو ته په دغه هېواد کې د یو کال نور وخت ورکولو غوښتنه رد کړې ده. افغان حکومت له دغه هېواد غوښتي وو، چې کډوالو ته دې یو کال نور وخت هم ورکړي. بل خوا پرون ولسمشر محمد اشرف غني په کابل کې يوې غونډې ته وویل، چې افغانستان ته د کډوالو له ستنېدو پرته دغه هېواد بشپړ نه دی او بېرته راتګ ته يې چمتوالی نیسي. د رسمي شمېرو له مخې په پاکستان کې د نږدې يو نيم ميليون راجستر شویو افغان کډوالو په شمول تر دوه نیم مېليونه ډېر افغان کډوال اوسېږي.

 

افغان حکومت: چین دې پاکستان رښتینې همکارۍ ته وهڅوي

پنجشنبه, 28 جدی 1396 03:32

د ملي امنيت شورا سلاکار له چين وغوښتل چې پاکستان له ترهګرۍ سره رښتينې مبارزې او همکاريو ته وهڅوي. چين بيا وايي، هڅه به وکړي، پاکستان له افغانستان سره رښتينې همکارۍ ته چمتو کړي. د ملي امنیت شورا له دفتره په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې حنیف اتمر دغه خبرې پرون په کابل کې د چين له نوي سفير ليو جينسونګ سره په کتنه کې وکړې. سرچينه کاږي، په دې کتنه د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر وويل، د افغانستان او سیمې د امنیت او ثبات لپاره د چین د سیاسي مشرتابه او خلکو رښتينې هڅې د دې لامل شوې چې چین د افغانستان د خلکو او دولت لپاره د دوست او باوري هېواد ځای خپل کړي. په خبرپاڼه کې زياته شوې چې د افغانستان لپاره د چین نوي سفیر لیو جینسونګ وویل چې هېواد یې له افغانستان سره د هدفمندې ملګرتیا او همکاریو لپاره چمتو دی او دا مهال یې په بېلابېلو برخو کې د اقتصادي پانګونو په موخه څېړنه پیل کړې ده. نوموړي د افغانستان، چین او پاکستان ترمنځ د درې اړخیزو ناستو دوام ګټور وباله او زیاته یې کړه، چې هېواد به یې هڅه وکړي، چې پاکستان له افغانستان سره رښتونې همکارۍ ته چمتو کړي.

 

سرګي لاوروف: ترهګر د ډيورنډ کرښې شاوخوا فعالیت کوي

پنجشنبه, 28 جدی 1396 03:32

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، چې دواړه هېوادونه دې د ترهګرو پر وړاندې ګډه مبارزه وکړي، ځکه دغه ترهګر افغانستان او پاکستان دواړو ته خطرناک دي. د سرګي لاوروف په خبره ترهګر د ډیورنډ کرښې ته څېرمه فعالیتونه لري او له کلونو راهیسې هلته موجود دي. لاوروف همدا راز په خپلو څرګندونو کې له پاکستان سره د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی. د نوموړي په خبره په دې وروستیو کې پاکستان او روسیې ګڼ تړونونو لاسلیک کړي دي، چې په دې سره به ددواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا نږدې شي. پاکستان له هغه وروسته له روسیې سره د اړیکو ښه والی پیل کړی، چې د امریکا له فشارونو سره مخ شو او د بندیزونو ګواښ ورته وشو.

 

ټرمپ له افغانستان سره د قزاقستان مرستې ستایلې دي

چهارشنبه, 27 جدی 1396 10:14

د امریکا او قزاقستان ولسمشرانو د افغانستان د روان وضعیت په اړه خبرې کړې دي. د امریکا ولسمشر له نورسلطان نظربایوف سره په لیدنه کې له هغه مننه کړې، چې د افغانستان په بیا رغونه کې یې هڅې کړې دي. ټرمپ ویلي، قزاقستان مرسته کړې ده او ددوی مرستې به ددې سبب شي، چې افغانستان بیا د ترهګرو پر امن پټنځای بدل نه شي. قزاقستان همدا راز ویلي، امریکايي او ناټو ځواکونو ته به اجازه ورکړي، چې ددوی له خاورې په استفادې خپل اکمالات وکړي او له ترهګرۍ سره روانه مبارزه مخ ته یوسي. ټرمپ همدا راز ویلي، چې قزاقستان د افغانستان د غیر نظامي کارکوونکو په روزنه کې هم د پام وړ لاس ته راوړنې لرلې دي. نظربایوف ژمنه کړې، چې له امریکا سره به ددوی د نوې تګلارې په عملي کولو کې مرسته کوي او همدا راز به د افغان مامورینو د ظرفیت لوړونې لپاره همکاریو ته ادامه ورکوي.

 

Popular News

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، چې…
د ملي امنيت شورا سلاکار له چين وغوښتل چې پاکستان…
د پاکستان د ملي امنيت کمېټې افغان کډوالو ته په…
په ملګروملتو کې د امریکا سفیره نیکي هیلي وايي، د…

یکولسن: که وسلوال مزاکراتو ته حاضر نه شي له زوره به کار واخلو

چهارشنبه, 27 جدی 1396 10:06

نیکولسن وایي په راتلونکي کال کې به له افغان هوایي ځواکونو نه ملاتړ دوه برابر شي او پر وسلوالو طالبانو به فشارونه ډیر کړي څو، د سولې خبرو ته حاضر شي. په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نیکولسن په خپلو خبرو کې وویل چې، راتلونکي کال کې به په کور دننه پر وسلوالو ډلو فشارونه ډېر او له افغانستان نه د باندې به هم د دې ډلې د له منځه وړلو په اړه جدي اقدامات وکړي. نوموړي وویل چې، نوي کال کې به له افغان ځواکونو زموږ ملاتړ دوه برابره شي او لا ډیر امکانات به د هغوی په واک کې ورکړل شي. هغه طالبانو ته په اشارې وویل ښه به دا وي چې، دا ډله د سولې له پروسې سره یو ځای شي ځکه په خبره یې، که هغوی د مزاکراتو له لارې د سولې پروسې سره یو ځای نه شي، پر وړاندې به یې له زوره کار واخلي. تمه ده له افغان هوایي ځواکونو د ناټو ځواکونو دوه برابره ملاتړ به د جګړې لوری بدل کړي.

 

غني پاکستان ته: که مو د تورخم دروازې پر بندولو ویروئ د ټول ژوند لپاره یې وتړئ

چهارشنبه, 27 جدی 1396 09:52

ولسمشر غني یو ځل بیا پر وسله والو ډلو غږ وکړ چې د سولې پروسې سره یو ځای شي. ولسمشر محمد اشرف غني چې نن یې د سولې په اړوند د مدني ټولنو، ځوانانو او ښځو ملي مشورتي کنفرانس کې، خبرې کولې وویل؛ که افغانان یاست، نو اختیار مو ګاونډي هېواد ته مه ورکوئ، هغوی نه غواړي چې سولې ته ورسېږئ. نوموړي دغه راز وویل، د افغانستان تاریخ ته په کتو هر ځل چې دې ملت همت او تفاق کړی ډیر ستر ستر کارونه یې کړي دي. غني وویل خلک زموږ له پرون، نن او سبا څخه ډ‌ارېږي ځکه مو په خپل کور کې په ارامه ژوند کولو ته نه پرېږدي. ولسمشر غني د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړه، موږ په دې نېت نه یوو چې د چا کور ونیسو، بلکې غواړو په خپل کور کې ارام او په عزت ژوند وکړو. هغه وویل پاکستان سره هم د سولې هر اړخیزو خبرو ته چمتو یو او که دوی غواړي د تورخم دروازې پر بندولو موږ ووېروي نو د ساعتونو او ورځو په مخه نه، په کلونو دې وتړي. ولسمشر په داسې حال کې د تورخم په اړه داسې څرګندونې کوي چې، ویل کیږي تورخم دروازه له دریو ورځو را هیسي د بار وړونکو موټرو پر مخ د پاکستاني چارواکو لخوا بنده شوې ده.

 

مایک پنیس، ولسمشر غني ته: په بلخ کې باید واک په سوله ییزه توګه انتقال شي

چهارشنبه, 27 جدی 1396 04:05

د امریکا مرستیال ولسمشر له محمد اشرف غني سره د عطا محمد نور په اړه خبرې کړې دي. د سپینې ماڼۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې مایک پنیس د روانو ناندریو د سوله ییز حل غوښتنه کړې ده. نوموړي ټینګار کړی، چې په بلخ ولایت کې دې واک په سوله ییزه توګه ولېږدول شي او ناندرۍ دې پای ته ورسول شي. پینس همدا راز د ملي یووالي په حکومت کې پر پراخو اصلاحاتو ټینګار کړی دی او له ولسمشر غني یې غوښتي چې د راتلونکو ټاکنو لپاره هر اړخیز تیاری ونیسي. ولسمشر غني هم په دې تلیفوني اړیکه کې په افغان حکومت کې پر اصلاحاتو ټینګار کړی دی. دواړو لورو همدا راز د امریکا د تګلارې په اړه هم بحثونه کړي دي. دوی ویلي چې دغه تګلاره مثبته ده او د سیمې پر امنیت او ثبات به مثبت اغېز ولري.

 

صلاح الدین رباني د بلخ په مسئله کې د امریکا د مداخلې هر کلی کړی دی

چهارشنبه, 27 جدی 1396 04:04

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني د امریکا د مرستیال ولسمشر د خبرو هر کلی کړی دی. نوموړي په یوه ټوېټ کې لیکلي دي، چې د بلخ د مسئلې د حل لپاره د مایک پنیس د وړاندیز هر کلی کوم. دده په وینا د بلخ مسئله یوازې د خبرو او مذاکراتو له لارې حل کېدای شي او بله هېڅ حل لاره نه لري. صلاح الدین رباني ویلي، ددې ستونزې عملي حل دا دی، چې د شفافو ټاکنو لپاره زمینه برابره شي او سیاسي اصلاحات راوستل شي. صلاح الدین رباني د جمعیت ګوند مشر دی، خو تر څنګ یې د ملي یووالي حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر هم دی. هغه له رسمي دندې سره سره بیا هم د حکومت د پرېکړو مخالفت کوي او د ولسمشر د پرېکړو ضد څرګندونې کوي.

 

څپې او وختونه

راسره ملګري شئ

د سپوږمۍ راډیو اپلیکشن

Spogmai App   Spogmai App