د سالنګ لویه لار د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده

د سالنګ لویه لار د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده

د سالنګ لويه لاره چې د هېواد پلازمېنه له شمالي ولايتونو سره نښلوي، د درنې واورې ورېدنې او واورې ښويېدنې له امله د هر ډول موټرو پر مخ تړل شوې ده. دغه لويه لاره د سلواغې په ٢١مه نېټه د واورې ورېدو او سختو توپانونو په سبب د بار وړونکو موټرو پر مخ تړل شوې وه. د سالنګونو د ساتنې او مراقبت ادارې مشر ډګر جنرال محمد رجب ويلي چې دغه لويه لاره تېره شپه د هر ډول موټرو د تګ راتګ پر مخ وتړل شوه. رجب وايي چې له تېرې شپې تر اوسه پورې په سوېلي سالنګ کې لس ځلې واوره ښويېدلې ده. نوموړي زياته کړه چې په سالنګونو کې واوره ورېدنه له تېرې جمعې راهيسې پيل شوې او تر اوسه دوام لري. د هغه په خبره، په سوېلي سالنګ کې د واورې پنډوالى ١٦٧ سانتي متره او په شمالي کې بيا ١٤٥ سانتي مترو ته رسېدلى دى. خو هغه زياتوي چې د سالنګونو د ساتنې او مراقبت رياست کارکوونکو له دې لويې لارې د واورو پاکولو کار پيل کړى دى.

 

Read 15 times

څپې او وختونه

راسره ملګري شئ

د سپوږمۍ راډیو اپلیکشن

Spogmai App   Spogmai App