امریکايي سناتور: امریکايي جنرالان دې په افغانستان کې خپله ماته ومني

امریکايي سناتور: امریکايي جنرالان دې په افغانستان کې خپله ماته ومني Featured

امریکايي سناتور وايي د ټرمپ جنرالان باید په دې اقرار وکړي چې د افغانستان جګړه نه شي ګټلی. رانډ پل له یوه امریکايي تلویزیون سره په خبرو کې ویلي د افغانستان جګړه د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه ده او هر کال ۵۰ میلیارده ډالر لګښت لري. د رانډ پال په خبره امریکايي جنرالان باید دا خبره ومني چې د افغانستان جګړه نه شي ګټلی او نور دې امریکايي سرتېري امریکا ته راستانه شي. نوموړي زیاته کړې امریکا هر کال ۵۰ میلیارده ډالر پر افغان جګړه لګوي، په داسې حال کې چې امریکا د بودیجې له کسر سره مخ ده او په دې پیسو دلته ډېر کار کولی شي. هغه زیاته کړې چې همدا اوس امریکايي ځواکونه په اوو هېوادونو کې په جګړه بوخت دي خو د امریکا سنا هېڅ جګړې ته په قانوني توګه اجازه نه ده ورکړې. هغه له ټرمپ غوښتي چې د افغان جګړې لګښتونو ته دې پام وکړي او نور دې امریکايي سرتېري بېرته را وغواړي، ځکه زموږ موخه د القاعده شبکې ختمول و او دا موخه مو تر لاسه کړې ده.

 

Read 35 times

څپې او وختونه

راسره ملګري شئ

د سپوږمۍ راډیو اپلیکشن

Spogmai App   Spogmai App