زلمی خلیلزاد: پاکستان غواړي افغانستان ددوی مستعمره وي

زلمی خلیلزاد: پاکستان غواړي افغانستان ددوی مستعمره وي

پاکستان غواړي افغانستان د دوی مستعمره وي او دوی خپل پلانونه پکې عملي کړی شي. په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد وايي، پاکستان د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي او دوی ته یې په خپله خاوره کې امن مرکزونه ورکړي دي. خلیلزاد وايي پاکستان غواړي افغانستان ددوی مستعمره وي او هغه ډول حکومت پکې روان وي، چې اسلام اباد یې غواړي. د خلیلزاد په خبره که امریکا په رښتیا غواړي ترهګر له منځه یوسي نو ښه لاره یې دا ده، چې پر پاکستان فشارونه ډېر شي. دده په خبره امریکا باید د پاکستاني جنرالانو او ځینو مشرانو حسابونه بند کړي، پر دوی بندیزونه ولګوي. نوموړي همدا راز زیاته کړې چې په دویم ګام کې دې په پاکستان کې د ترهګرو مرکزونه مستقیم د امریکا لخوا په نښه شي. خلیلزاد همدا راز ټینګار کړی، چې که پاکستان بیا هم له ترهګرو سره مرسته وکړه او ددوی له ملاتړه یې لاس وا نه خیست نو امریکا ته په کار ده، چې دغه هېواد د ترهګرو ملاتړی وپېژني او نړیوال په دې پوه کړي چې د ترهګرۍ مرکز پاکستان دی. هغه د وروستیو ناستو په اړه هم ویلي، چې د پاکستان سیاست نه دی بدل شوی او کابل باید په دې وپوهېږي چې دغه ډول له معلومې تګلارې پرته خبرې به بې ګټې وي.

 

Read 26 times

څپې او وختونه

راسره ملګري شئ

د سپوږمۍ راډیو اپلیکشن

Spogmai App   Spogmai App