سپوتنیک: برېتانویان او فرانسویان به په افغانستان کې دداعش په لیکو کې وي

سپوتنیک: برېتانویان او فرانسویان به په افغانستان کې دداعش په لیکو کې وي

په عراق کې ماتې خوړلي فرانسوي او برېتانوي داعشیان افغانستان ته تللي دي. روسي رسنۍ سپوتنیک انګلیسي په یوه راپور کې ویلي، چې په دې وروستیو کې دداعش په لیکو کې بهرني وګړي لیدل شوي او ښايي هغه اندېښنې سمې وي، چې برېتانوي او فرانسوي داعشیان په افغانستان کې فعالیت پيلوي. د راپور له مخې ډېری دغه وګړي په نورستان او نورو غرنیو ولایتونو کې دي او هلته د راتلونکو پلانونو پر جوړولو بوخت دي. سرچینې ته د پوځي چارو شنونکو ویلي چې دمګړی په افغانستان کې هوا سړه ده، خو د راتلونکي فصل په پيلېدو سره ښايي دغه ډلې د افغانستان شمالي ولایتونو ته ځانونه ورسوي. تر دې وړاندې هم فرانسوي او برېټانوي چارواکو په افغانستان کې دداعش په لیکو کې د خپلو وګړو پر موجودیت اندېښنه څرګنده کړې وه. افغان حکومت بیا وايي چې له عراق او سوریې افغانستان ته د داعشیانو راتګ ناشونی دی. ایران بیا ادعا کړې چې امریکايي پوځيان په الوتکو کې دغه داعشیان افغانستان ته لېږدوي. روسیې هم په افغان خاوره کې د ناپېژانده الوتکو د فعالیتونو په اړه له افغان او امریکايي چارواکو وضاحت غوښتی خو د روسي چارواکو په وینا چا همکاري نه ده ورسره کړې.

Read 151 times

څپې او وختونه

راسره ملګري شئ

د سپوږمۍ راډیو اپلیکشن

Spogmai App   Spogmai App