کندز کې ملکي وګړو او پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتي ده

کندز کې ملکي وګړو او پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتي ده Featured

د کندوز امنيتي چارواکي وايي چې په امام صاحب ولسوالۍ کې يو پوليس او يو ملکي وګړى وژل شوي او څلور پوليس ټپيان دي. د کندوز د ملي امنيت رييس سيد اميرشاه سادات وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د امام صاحب ولسوالۍ په جوی بېګم سيمه کې د پوليسو پر پوستې بريد کړى دى. هغه وايي چې په دغه بريد کې يو پوليس، يو ملکي وګړى او دوه طالبان وژل شوي او څلور پوليس او دوه طالبان ټپيان دي. ده وويل چې مرستندوی امنيتي ځواکونه په وخت سره سيمې ته رسېدلي او د طالبانو بريد يې پر شا تمبولى دى. بل لور ته د وسلوالو طالبان وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې په دغه بريد کې ٢٢ سيمه ييز پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

 

Read 31 times

څپې او وختونه

راسره ملګري شئ

د سپوږمۍ راډیو اپلیکشن

Spogmai App   Spogmai App