حفيظ الله هاشمي د ټاکنو کمېسيون د نوي کمېشنر په توګه ټاکل شوی دی

حفيظ الله هاشمي د ټاکنو کمېسيون د نوي کمېشنر په توګه ټاکل شوی دی Featured

سيد حفيظ الله هاشمي د ټاکنو خپلواک کمېسيون د نوي کمېشنر په توګه وټاکل شو. د اجرائيه رياست يوې سرچينې وويل چې سيد حفيظ الله هاشمي نن د ولسمشر له لوري د ټاکنو خپلواک کمېسيون د نوي کمېشنر په توګه وټاکل شو. سيد حفيظ الله هاشمي په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه. خو بل کانديد عبدالقادر ځاځي په خپله فيسبوک پاڼه کې ليکلي چې هاشمي د ټاکنو خپلواک کميسيون د نوي کميشنر په توګه ټاکل شوى دى. هغه زياته کړه کړې، د ټاکنو کمیسسون د يو مشرتابه غړي د کمښت پروسه په ډېره شفاف ډول بشپړه شوه چې د زړه له تله پرې خوښ يم .له ولسمشر محمد اشرف غني څخه نړۍ مننه کوم چې سید حفیظ الله هاشمي يې د ټاکنو کمیسیون د يو مشرتابه غړي په حیث و ګوماره. د يادونې ده، د غوراوي کمېټې دوه ورځې وړاندې سيد حفيظ الله هاشمي، عبدالقادر ځاځى او اول الرحمن رودوال ولسمشر ته معرفي کړل څو له دې ډلې يو کس د ټاکنو کمېسيون د کمېشنر په توګه معرفي کړي.

 

Read 38 times

څپې او وختونه

راسره ملګري شئ

د سپوږمۍ راډیو اپلیکشن

Spogmai App   Spogmai App