د ارزګان چارواکي: دې ولایت کې پاکستاني ډاکتران د ټپي طالبانو درملنه کوي

د ارزګان چارواکي: دې ولایت کې پاکستاني ډاکتران د ټپي طالبانو درملنه کوي

اروزګان کې پاکستاني ډاکتران د ټپي شویو طالبانو درملنه کوي. چارواکي وايي، څو تنه پاکستاني ډاکټران په اروزګان کې د ټپي وسله والو مخالفينو درملنه کوي. په اروزګان کې د ملي اردو د څلورمې لوا قوماندان ډګروال رحمت شاه قېمتي وويل، چې دغو پاکستانيو روغتياپالانو د دغه ولايت په ځينو سيمو کې روغتیايي مرکزونه فعال کړي دي. دا په داسې حال کې ده، چې پنځه میاشتې مخکې وسله والو طالبانو په اروزګان کې ټول روغتیايي مرکزونه ځکه وتړل، چې په خبره يې د دوی تر واک لاندې سيمو کې هغه ډول خدمات نه وړاندې کوي، چې ورته اړتیا وي. خو دغه مرکزونه تېره مياشت بېرته پرانيستل شول. د ډګروال قیمتي په وینا، په دغو روغتيايي مرکزونو کې له پاکستان څخه راغلي جراحي او يو شمېر نور ډاکټران کار کوي.

 

Read 17 times

څپې او وختونه

راسره ملګري شئ

د سپوږمۍ راډیو اپلیکشن

Spogmai App   Spogmai App