د کابل نیمايي زده کوونکي له تاوتریخوالي سره مخ شوي دي

د کابل نیمايي زده کوونکي له تاوتریخوالي سره مخ شوي دي

د یوه څېړنیز مرکز موندنې ښيي چې کابل کې ښوونکو، د ښوونځیو نیمايي زدکوونکي لږ تر لږه یو ځلې وهلي ټکولي دي. د دې نظرپوښتنې له مخې، د کابل ښار د ښوونځیو له درېیو یو زدکوونکی له کوم دلیل پرته د ښوونکو له فزیکي او رواني تاوتریخوالي سره مخ شوی دی. د پېک په نوم د څېړنیزې خبریالۍ مرکز له ۶۰۰ زدکوونکو سره د مرکو له لارې په ۴۰ ښوونځیو کې د تاوتریخوالي کچه مطالعه کړې ده. د دې نظرپوښتنې د پایلو له مخې، له تاوتریخوالي سره مخ شوو، له لسو کې یواځې یوه زدکوونکي د ښوونځي ادارې او کورنۍ ته شکایت کړی دی. خو پر دغه یوه شکایت هم غور نه دی شوی. په نظرپوښتنه کې زیاته شوې چې له زدکوونکو سره تاوتریخوالی ۲۱ سلنه د دوی د ژوبلېدلو، ۱۶ سلنه د ښوونځي د پرېښودلو او ۱۴ سلنه هم د رواني ستونزو سبب شوی دی. افغان ښوونځیو کې د ښوونکو له خوا د زدکوونکو وهل ټکول، ګواښل او ور سره تاوتریخوالی له پخوا دود دی او لا هم د هېواد په ډېری ښوونځیو کې روان دی.

 

Read 31 times

څپې او وختونه

راسره ملګري شئ

د سپوږمۍ راډیو اپلیکشن

Spogmai App   Spogmai App