د کانونو غیر قانوني استخراج په ستره ستونزه بدل شوی دی

د کانونو غیر قانوني استخراج په ستره ستونزه بدل شوی دی

په افغانستان کې د کانونو غیر قانوني استخراج په ستره ستونزه بدل شوی دی. ایرو اسیا نشریه په خپله یوه مقاله کې لیکي، په افغانستان کې د کانونو غیر قانوني استخراج، د امنیت، پانګونې او ثبات په برخه کې یو ستر خنډ دی. نشریه زیاتوي، چې هر کال میلیونونه ډالر له دې درکه، د سیمه ییزو مافیاوو، وسله والو ډلو او نورو کسانو جېبونو ته ځي، چې نه یوازې امن او ثبات ته خطر جوړوي بلکې یوه ستره اقتصادي ضربه هم ده. نشریه زیاتوي چې یوازې په بدخشان کې له یوه کان هر کال ۲۰ میلیونه ډالر د وسله والو جېبونو ته ځي. د سرچینې په وینا دغه ستونزه افغانستان ته په ستر درد سر بدله شوې ده، ځکه له یوې خوا دغه ډلې د غیر قانوني استخراج له درکه حکومت ته اقتصادي ضربه رسوي، له بلې خوا پیاوړې کېږي او ورځ په ورځ خپل فعالیتونه پراخوي. نشریه وایي افغان حکومت ته په کار ده، چې ددغو ډلو د لا قوت مخه ونیسي او د کانونو د غیر قانوني استخراج پر وړاندې جدي او عملي ګامونه اوچت کړي.

Read 21 times

څپې او وختونه

راسره ملګري شئ

د سپوږمۍ راډیو اپلیکشن

Spogmai App   Spogmai App