نن شپږ میلیونه ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکول کېږي

نن شپږ میلیونه ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکول کېږي

د عامې روغتیا وزارت وايي، نن دوشنبه به شپږ میلیونو ماشومانو ته په هېواد کې د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسين ورکړي. د دغه وزارت د چارواکو په خبره، د ۲۰۱۸ کال د پولیو واکسين په دې دویم پړاو کې به یوازې د هغو سيمو ماشومانو ته د پولیو واکسين ورکړل شي چې د دغه وېروس د خپرېدو له خطر سره مخامخ دي. دا په افغانستان کې په روان ۲۰۱۸ ميلادي کال کې د پولیو واکسينو دویم پړاو دی چې تر لومړي پړاوه شاوخوا دوه اوونۍ وروسته پلی کېږي. د عامې روغتیا په وزارت کې د پولیو د له منځه وړلو پروګرام د عامه پوهاوي برخې چارواکی میرجان راسخ وايي، په دې پړاو کې به تر شپږ میلیون ډېرو هغو ماشومانو ته له ګوزڼ ناروغۍ د خونديتوب واکسين ورکړل شي چې عمرونه يې تر پنځو کلونو کم دی. راسخ په وینا، ځینې امنيتي مسایل شته چې ښايي له امله ۶۰ زره ماشومان په دغه پړاو کې هم له پولیو ضد واکسين څخه بې برخې پاتې شي. خو دی وايي، د سيمه ييزو خلکو او سپين ږيرو په منځګړيتوب او همکارۍ هڅه کوي دا شمېره راټيټه کړي. د پاکستان او نایجېریا په ګډون افغانستان هم په هغو هېوادونو کې دی چې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي پکې په بشپړ ډول له منځه نه ده وړل شوې.

 

Read 30 times

څپې او وختونه

راسره ملګري شئ

د سپوږمۍ راډیو اپلیکشن

Spogmai App   Spogmai App