نړۍ

Latest News

پاکستان کې دیني عالمانو ځانمرګي بریدونه حرام بللي دي

سه‌شنبه, 26 جدی 1396 13:04

تر ۱۸۰۰ ډېرو پاکستاني عالمانو په یو بې مخینې اقدام کې ځانمرګي بریدونه د ټولو اسلامي اصولو او مقرراتو خلاف، او نا روا بللي دي. دا فتوا پاکستاني ملایانو نن په یوه پراخه غونډه کې، صادره کړې ده او ویلي یې دي چې هیڅوک هم نشي کولی په خپل سر د جهاد اعلان وکړي. هغوی په دې راټولېدنه کې ویلي چې د ځانمرګو بریدونو پر وسیله د خلکو وژنه د نفس د قتل په مانا ده او دا یو نه بښونکی او د ټولو اسلامي ارزښتونو خلاف عمل دی. په ورته وخت کې د پاکستان ولسمشر زمان ممنون حسین د پاکستاني دیني عالمانو د دې کار د ستایلو تر څنګ ویلي دي، د دیني عالمانو دا فتوا د یوې باثباته ټولنې جوړېدو په مانا ده. دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني دیني عالمانو ویلي دي د ځانمرګو بریدونو د حرمت په اړه یې کتاب هم لیکلی دی او دا کتاب یې پخوا لا ټولو پوهنتونونو او دیني مدارسو ته ور ویشلی دی. د هغوی په خبره دا کتاب په نیږدې راتلونکې کې چاپ هم شي.

 

ټرمپ: په راتلونکو ټاکنو کې به سنډرز په اسانۍ مات کړم

سه‌شنبه, 26 جدی 1396 07:26

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، که د ۲۰۲۰ کال د ټاکنو لپاره برني سنډرز بیا هم ځان نوماند کړي په ډېرې اسانۍ سره به ماتې ورکړي. ټرمپ ویلي، چې ۷۶ کلن سنډرز د بیا ځلي نوماندۍ لپاره کافي انرژي نه لري، خو که بیا هم هڅه وکړي په اسانۍ سره به یې مات کړي. ټرمپ به د ۲۰۲۰ کال د ولسمشریزو ټاکنو پر مهال ۷۴ کلن وي. د ټرمپ ملاتړي وایي، چې ټرمپ باید په راتلونکو ټاکنو کې له اپرا وینفري او د امریکا د پخواني ولسمشر له مرستیال جوبایډن څخه وډار شي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، سنډرز دومره د ولسمشرۍ لېوال تیا لري، چې که په ویلچر کې هم وي ځان به نوماند کړي. سنډرز په ۲۰۱۶ کال کې د ولسمشریزو ټاکنولپاره نوماندو، چې بیا د هیلري کلنټن په ګټه له نوماندۍ تېر شو.

 

په کلمبیا کې د پله د نړېدوله کبله ۹ تنه وژل شوي

سه‌شنبه, 26 جدی 1396 07:25

د کلمبیا په پلازمېنه کې د یوه پله د نړېدو له کبله لس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. کلمبیایي چارواکي وایي، په پلازمېنه بوګوټا کې یو پل نړېدلې، چې۹ تنه په کې وژل شوي او یو بل سخت ټپي شوی دی. ویل کېږي پر دغه پله باندې کار روان و او لا ګټې اخیستنې ته نه و سپارل شوی. چارواکي وایي وژل شوي کسان ټول د عمراني ساختماني شرکت کارکوونکي دي، چې د پله د جوړولو چارې یې مخ ته وړې. دغه پله پلازمېنه بوګوټا له وییویسنوښار سره نېښلوله. د ساختماني شرکت کارکوونکي وایي، جوړېدونکی پل لږ تر لږه ۴۴۶ متره اوږدولی لري. د پېښې د نورو قربانیانو د ژغورنې لپاره هڅې پیل شوې دي. د کلمبیا ولسمشر د قربانیانو کورنیو ته د ډاډ ګېرنې مراتب وړاندې کړي دي.

 

د چین او هند تر منځ د پولې پر سر بیا کړکېچ را پورته شوی

سه‌شنبه, 26 جدی 1396 07:25

د چین او هند تر منځ د سرحدي مذاکراتو تر اوسه ډېره موده نه ده تېره شوې، چې دواړه لوري، د جنجالي سیمې د مالکیت دوعوه کوي. یو هندي چارواکي وایي، غواړي له چین سره په سرحدي سیمو کې قوي حضور ولري. همدا راز د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چین هم د دوکلوم سرحدي سیمې د خپلولو هڅه کوي او دا خپل حق ګڼي. لوکانگ نن له یوې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، چې هېواد یې له خپلې ځمکنۍ بشپړتیا څخه په کلکه ننګه کوي او هېچاته به اجازه ورنه کړي، چې د دوی پر خاوره یرغل وکړي. لوکانگ له نوي ډهلي څخه غوښتي، چې تاوتریخوالي ته لمن ونه وهي. ده هند ته په خطاب کې ویلي، چې هند دې پر داسې کړنو لاس نه پورې کوي، چې خبره لاسخته شي، بلکې هڅه ده وکړي، چې په سمیه کې سوله او ټیکاو رامنځته کړي. هند او چین په خپل منځ کې څلور زره کیلو متره ګډه پوله لري.

Popular News

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړې استازې 'الیس…
ترکي چارواکي وایي،۶ تنه یې په دغه هېواد کې له…
د امریکا د فلوریډا په سواحلو کې د چکر یوې…

په بلجیم کې چاودنې ۲۰ تنه ټپیان کړي دي

سه‌شنبه, 26 جدی 1396 07:24

په بلجیم کې د اوسېدو په یوه کور کې چاودنه شوې ده، چې شل کسان یې ټپیان کړي دي. غربي رسنۍ وایي، چې د چاودنې له کبله ډېر کسان تر نړېدلې ودانۍ د لاندې هم بند پاتې دي. پولیس وایي، کېدای شي دغه پېښه د ګاز ډبې د چاودنې له کبله رامنځته شوې وي. دوی وایي، په دې چاودنه کې دوه څنګ تر څنګ کورنه نړېدلي، شل تنه ټپیان شوي او یو شمېر نور تر نړېدلې ودانۍ لاندې ګیر پاتې دي. روغتیایي کارکوونکي وایي، د ځينو ټپیانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی. د پېښې د څېړلوهڅې پیل شوې دي.

 

ملا فضل الرحمن: د امریکا ملاتړ باید خپل کړو، له هغه پرته پاکستان په انزوا کې دی

سه‌شنبه, 26 جدی 1396 05:08

د پاکستان بهرنی سیاست ناکام دی او اوس په انزوا کې دی. د پاکستان مذهبي مشر او د وسله والو طالبانو معنوي ملاتړي ملا فضل الرحمن په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، چې پاکستان په خپل بهرني سیاست کې ناکام دی. نوموړي ویلي، دا چې د امریکا ملاتړ مو له لاسه ورکړی، له افغانستان سره ښې اړیکې نه لرو او امریکا د پاکستان پر ځای هند ته په افغانستان کې ډېر رول ورکوي، دا په دې مانا ده، چې پاکستان په خپل بهرني سیاست کې ناکام دی. هغه همدا راز زیاته کړې، د پاکستان لپاره انزوا په دې مانا ده، چې د غربي هېوادونو او امریکا ملاتړ له لاسه ورکړي، چې اوس پاکستان په همداسې یوه مرحله کې دی او منزوي یې ګڼلی شو. هغه زیاته کړې، د پاکستان حکومت په دې نه دی بریالی شوی، چې له افغانستان سره خپلې اړیکې ورغوي او د امریکا ملاتړ خپل کړي. هغه پر حکومت غږ کړی، چې له امریکا سره دې اړیکې بیا ورغوي او خپله بهرنۍ پالیسې دي منظمه کړي.

په عراق کې ۸۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

دوشنبه, 25 جدی 1396 09:09

د عراق په پلازمېنه بغداد کې د دوو ځانمرګو بریدونو له کبله ۱۶ تنه وژل شوي او ۶۵ نور ټپیان دي. دا له څو میاشتو وروسته د عراق په پلازمېنه کې تر ټولو خونړۍ پېښې بلل شوې دي. د عراق د کورنیو چارو وزارت ویاند سعد معن ویلي، چې دوو ځانمرګو بریدګرو د کارګرو پر یوې ډلې بریدونه کړي، چې ګڼه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده. ځینو عراقي رسنیو بیا ویلي، چې په دغه پېښه کې ۲۶ تنه وژل شوي او ۹۵ نور ټپیان دي.

 

په وېنزویلا کې ۲۰ تنو ته په نښتو کې مرګ ژوبله اوښتې

دوشنبه, 25 جدی 1396 09:09

د راپورونو له مخې د وېنزویلا په مریدای ښار کې د خوراکي توکو د کمښت له کبله د خلکو او وسله والو ترمنځ خونړۍ نښته شوې، چې څلور کسان په کې وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي. د آرپوی ایالت د ښاروالۍ چارواکي وایي، چې له وژل شویو درې تنه یې پر ډزو ویشتل شوي دي. ویل کېږي، چې خلک د وریجو د اخیستولپاره په بازار کې راټول شوي و، چې د یوې ډلې وسله والو لخوا پرې ډزې شوې دي او مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده. په وژل شویو کې یو ۱۷ کلن ځوان دی او پاتې نورې یې د ۲۳ کالو په شاوخوا کې عمرونه لري. ټپیان د سیمې نېږدې روغتون ته استول شوي دي. چارواکي وایي، چې دغه ښار له بې وزلو خلکو ډک دی، خوراکي توکي کم دي او بیې یې هم لوړې دي. د نښتو پر مهال د سیمې ګڼ شمېر سوپر مارکېټونه چور شوي، چې چار واکي یې پړه پر یوې ډلې مشهورو غلو ور اړوي. وېنزویلا اوس مهال له سخت اقتصادي بحران سره مخ ده، د توکو بیې پکې له کچه لوړې دي. دغه راز دغه هېواد د طبي توکو له جدي ګواښ سره هم مخ دی.

 

څپې او وختونه

راسره ملګري شئ

د سپوږمۍ راډیو اپلیکشن

Spogmai App   Spogmai App