په پاکستان کې فعالې ترهګرې ډلې او اټومي وسلې نړیوال امنیت ته خطر دي

په پاکستان کې فعالې ترهګرې ډلې او اټومي وسلې نړیوال امنیت ته خطر دي

انډیا ټایمز ورځپاڼې د امریکايي چارواکو له خولې لیکلي، چې په پاکستان کې شته ترهګرې ډلې په افغانستان، سیمه او هند کې د روانو نا امنیو مسوولې دي او په دغه هېواد کې یادې ترهګرې ډلې نړیوال امنیت ته خطر پېښولی شي. د سرچینې په وینا امریکا پرون په یوه راپور کې چې امریکا ته د نړیوالو متوجه ګواښونو تر نامه لاندې لیکل شوی، ویلي، پاکستان لا هم له ترهګرو ډلو سره اړیکې لري او په پاکستان کې مېشتې ترهګرې ډلې بیا په افغانستان او هند کې ترهګریز فعالیتونه کوي. د سرچینې په وینا ښايي ترهګرې ډلې د پاکستان اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا کړي او نړیوال امنیت ته خطر پېښ کړي. ځينو امریکايي چارواکو بیا ویلي، امریکا باید د پاکستان مخه ونیسي، چې خپلې اټومي وسلې نورې پياوړې نه کړي، ځکه په وینا یې که د ترهګرو لاس ته و هم نه لوېږي، خو پاکستان به د خپلو وسلو په پياوړي کولو سره امریکا ته خطرناک واقع شي.

 

Read 40 times

څپې او وختونه

راسره ملګري شئ

د سپوږمۍ راډیو اپلیکشن

Spogmai App   Spogmai App