پاکستاني پوځ په قبایلي سیمو کې زرګونه پښتانه تري تم کړي دي

پاکستاني پوځ په قبایلي سیمو کې زرګونه پښتانه تري تم کړي دي

د پښتونخوا د ولسي تحریک مشر سید عالم مسود وايي، پاکستاني حکومت په تېرو کلونو کې په پښتونخوا کې زرګونه کسان ترې تم کړي دي او زندانونو ته يې اچولي دي. د نوموړي په خبره پاکستاني حکومت له قبایلي سیمو ګوانتانامو جوړ کړی دی او هر پښتون چې په مخه ورغلی زندانونو ته یې اچولی دی. تر دې وړاندې رسنیو په قبایلي سیمو کې چې اوسېدونکي یې پښتانه دي د ۴۵ پټو زندانونو د موجودیت خبر ورکړی و. د نادرکه شوو خلکو د پلټنې د ادارې مشرې امنه جنجوعه ویلي، له دوی سره د ۲۵۰۰ ورکو کسانو لېست دی، چې ۸۰۰ یې یوازې د خیبر پښتونخوا اوسېدونکي دي. نوموړې ویلي چې په ټول پاکستان کې ۸ زره کسان په مرموزه توګه ورک کړل شوي دي چې دا شمېره ښايي تر دې هم ډېره وي. بل لور ته د پښتونخوا د ولسي تحریک غړي وایي، پاکستان په وروستیو کې د بې ګناه وګړو په ډله کې ځينې ترهګر هم له زندانونو خوشي کړي دي، چې ښايي عامو وګړو ته ستونزې جوړې کړي. د پښتون ژغورنې غورځنګ بیا وايي پاکستان په قبایلي سیمو کې د پښتون د نسل وژنې لړۍ روانه کړې ده او له بېلو لارو غواړي خپلو موخو ته ځان ورسوي.

 

Read 75 times

څپې او وختونه

راسره ملګري شئ

د سپوږمۍ راډیو اپلیکشن

Spogmai App   Spogmai App