د کابل نننۍ ورځپاڼې

د کابل نننۍ ورځپاڼې

مسیر:


ورځپاڼه په لومړني خبر کې لیکي، د پاکستان پر ځای دې له هغو هېوادونو سره خبرې وشي، چې پر پاکستان نفوذ لري. همدا راز په سرلیکنه کې یې د بلخ مسئلې ته اشاره کړې ده او وايي، د بلخ پر سر خبرې بې پایلې پای ته رسېدلې دي خو لا هم دواړه لوري په سوله ییزه توګه ددغه ستونزې د حل غوښتنه کوي.

۸ صبح:
ورځپاڼې په لومړني خبر کې لیکلي، چې په پاکستان کې د افغان پلاوي لیدنې او خبرې بې پایلې پای ته رسېدلې دي. په سرلیکنه کې هم وایي، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ بې پایلې خبرې به بې باورۍ او ناندریو ته د دوام لار برابره کړي.

هارټ آف ایشیا(Heart Of Asia) :
په کال کې چاپېدونکې دغه انګلیسي ورځپاڼه لیکي، له پاکستان سره خبرې بې پایلې پای ته رسېدلې دي. همدا راز په سرلیکنه کې وايي افغانستان له پاکستان سره د مستقیمو خبرو له لارې کومې پایلې ته نه رسېږي، بلکې پر ځای دې له ملګرو ملتونو، د ملګرو ملتونو له امنیت شورا، امریکا او نورو هغو هېوادونو سره خبرې وکړي، چې پر پاکستان نفوذ لري.

سرخط:
ورځپاڼه په خپل لومړني خبر کې وايي، چې ځینو روغتونونو او کلنیکونو د انسانانو پر ژوند او ناروغیو ناروا سوداګري پيل کړې ده او حکومت باید دغه سوداګرۍ ته د پای ټکی کېږدي. همدا راز په سرلیکنه کې وایي چې الکترونیکي پېژندپاڼې د سلګونه ستونزو دروازې بندوي.

ویسا:
ورځپاڼه په خپله سرلیکنه کې وايي، چې افغان حکومت پاکستان ته د یو طرفه امتیازاتو په ورکړه له افغانانو سره ناروا لوبه کوي. ورځپاڼه همدا راز په یوه خبر کې وايي، چې افغانستان او پاکستان پر مهمو مسایلو هوکړې ته نه دي رسېدلي.

Read 243 times

څپې او وختونه

راسره ملګري شئ

د سپوږمۍ راډیو اپلیکشن

Spogmai App   Spogmai App