لیکنې

Latest News

د اروپایي هېوادونو را روانې ټاکنې

چهارشنبه, 27 جدی 1396 03:49

حمیدالله حمیدي

 

تېر ۲۰۱۷ مېلادي کال د اروپا لپاره د ټاکنو له پلوه له لاسته راوړنو ډک و. خو د دې لويې وچې ګڼ هېوادونه سږ کال هم ټاکنې په مخ کې لري چې اغېز به يې نه يوازې پر اروپا بلکې پر ټولې نړۍ جوت وي. تمه ده سږ کال هم ډېرې مشهورې او مطرح څېرې، د ولسمشریزو او پارلماني ټاکنو په ډګر کې سيالۍ وکړي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د هنګري لومړی وزیر ویکټور اوربان هغه کسان دي چې یو ځل بیا پر خپلو موقفونو د پاتې کېدو خوبونه ویني او لا له وړاندې یې په دې اړه ځینې پټې او ښکاره هڅې پیل کړې دي. دغه راز د اېټالیا پخوانی لومړی وزیر سیلویو برلوسکوني هڅه کوي چې یو ځل بیا خپل ګوند واک ته ورسوي او له کاروانه وروسته پاتې نه شي.
اروپا، ۲۰۱۸ کال د چک جمهوریت په ټاکنو پیل کړی دی. میلوش زمان چې د ټاکنو دویم پړاو ته یې لار موندلې، غواړي یوه بله دوره هم په واک کې پاتې شي. نوموړی د چک جمهوریت لومړنی ولسمشر دی چې د خلکو په مستقیمو رایو په ۲۰۱۳ کال کې واک ته ورسېد. میلوش زمان په خپلو ټاکنیزو منډو ترړو کې ویلي چې که د دویم ځل لپاره واک ته ورسېږي، د کډوالو کنټرول او د غیر قانوني وسلو ټولول به یې په کاري لومړیتوبونو کې وي. دا چې اروپایي هېوادونه په ډېرو برخو کې پر ځان بسیا دي او د ځینو اسیایي هېوادونو په څېر د رغونې، بیارغونې، اقتصادي پرمختګ، زده کړو او نورو برخو کې جدي کار ته اړتیا نه لري نو کېدای شي د غیر قانوني وسلو ټولول او د کډوالو کنټرولول د چک د ولسمشر لپاره مهم کاري لومړيتوبونه وي.
د اروپایي هېوادونو په ډله کې اېټالیا بل هېواد دی، چې ټاکنې په مخ کې لري. ټاکل شوې دغه سراسري ټاکنې د روان مېلادي کال د مارچ میاشتې په ۴ مه نېټه پیل شي. دغه راز ټاکل شوې چې د دې ټاکنو په پایله کې به د اېټالیا د پارلمان د دواړو جرګو غړي ټاکل کېږي او دا لومړی ځل دی چې په دغه هېواد کې یو جنجالي ټاکنیز قانون پلی کېږي.
همدا راز اروپا په ۲۰۱۸ کال کې د روسیې لویې ولسمشریزې ټاکنې هم په مخ کې لري. ټاکل شوې، دغه ټاکنې د روان کال د مارچ میاشتې په ۱۸ مه نېټه وشي. پوتین غواړي او هڅه کوي چې یو ځل بیا د ولسمشرۍ پر څوکۍ کېني. لږ تر لږه ۱۸ کاله کېږي، چې نوموړی د قدرت پر ګدۍ ناست دی چې تر ډېره په خپلو چارو کې بریالی هم دی. څه ډول مو چې مخکې اشاره وکړه، پوتین، د دې لپاره چې یو ځل بیا خپلې موخې ته ورسېږي، په ځینو پټو او ښکاره هڅو لاس پورې کړی دی. د پوتین لومړی ګام دا و چې خپل منتقد (الېکسي ناوالني) ته یې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوماندۍ چانس ور نه کړ. د پوتین پر دې پرېکړې امریکا سمدستي نیوکه وکړه، خو روسیې بیا د امریکا دغه نیوکه د دوی په کورنیو چارو کې لاسوهنه وبلله. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت، امریکا پر دې تورنه کړه چې غواړي د دغه هېواد د ولسمشریزو ټاکنو په اړوندو مسایلو کې مداخله وکړي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي وو، د امریکا دغه ډول کړنې د روسیې په کورنیو چارو کې مستقیمه لاسوهنه بلل کېږي. ماریا زاخارووا ویلي، چې دا د روسیې خپلمنځي او کورنۍ چارې دي او امریکا باید د دغه هېواد په کورنیو چارو کې مداخله ونه کړي. د روسیې د ټاکنو مرکزي کمېټې (الېکسي ناوالني) ته له دې کبله د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوملیکنې اجازه ور نه کړه، چې پخوا پر ځینو جرمونو محکوم شوی دی. امریکا د روسیې دغه پرېکړه ناسمه بللې وه او ویلي یې وو چې پوتین غواړي ولسمشریزو ټاکنو ته نوي نوماندان تر خپل اغېز لاندې راولي.
د روسیې اوسنی ولسمشر ولادیمیر پوتین اوس هم په دغه هېواد کې په ډېره لوړه کچه د خلکو په منځ کې محبوبیت لري او داسې ښکاري چې له کوم قوي سیال سره به مخ نه شي. د جوزېف سټالین له واکمنۍ را وروسته، پوتین لومړنی کس دی چې د ډېرې مودې لپاره یې د روسیې واګې په لاس کې اخیستې دي. د روسيې د ټاکنو کمېسيون وايي چې هر نوماند بايد د اسنادو له سپارلو وروسته د خپل ځان د کانديدولو اعلان وکړي او همدارنګه د خپل کاروبار، عوايدو او مصارفو سرچينې هم حکومت ته روښانه کړي او سربېره پر دې بايد د درې سوو زرو پلويانو لاسليکونه د ټاکنو کمېسيون ته وسپاري. کله چې یوې مسلمانې مېرمنې حمزتوفا د روسیې د لسمشریزو ټاکنو لپاره ځان نوماند کړ، روسي رسنيو وویل چې د حمزتوفا له نوماندۍ سره کېدای شي د اوسني ولسمشر پوتين راتلونکی سياسي ژوند او د څلورم ځل لپاره په ولسمشريزو ټاکنو کې بريا له يو څه ننګونو سره مخ شي؛ خو له لږ ځنډ وروسته د روسيې د ټاکنو مرکزي کمېسیون د پوتین لومړی مسلمان سیال په ټاکنو کې له ګډون کولو څخه لرې کړ. د روسيې د ټاکنو د مرکزي کمېسیون غړو دغه مسلمانه نومانده د هغو شرایطو په تړاو چې باید تر نوماندۍ وروسته یې ولري، له نوماندۍ لرې کړه. حمزوتوفا د روسيې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د خپلې نوماندۍ غوښتنه د تېرې ډسمبر میاشتې په ۲۹ مه نېټه د روسيې په داغستان کې د ټاکنو مرکزی پلاوي ته وړاندې کړی وه. نوموړې لومړنۍ مسلمانه مېرمن وه چې د روسیې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره یې ځان نوماند کړی و. له دې مخکې د روسیې د ټاکنو کمېسیون حمزوتوفا د روسیې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د یوې خپلواکې نوماندې په توګه اعلان کړې وه.
د هنګري پارلماني ټاکنې د اروپا په لويه وچه کې نورې هغه ټاکنې دي چې د ۲۰۱۸ کال په اوږدو کې به ترسره شي، خو لا تر اوسه یې کره نېټه نه ده په ډاګه شوې. یوه خبره چې ښکاره ده، هغه دا ده چې د لومړي وزیر ویکټور اوربان ګوند هڅه کوي چې د پارلمان درې برخې څوکۍ خپلې کړي، ځکه دوی د دې لپاره چې په خپل اساسي قانون کې تعدیل راولي، دغه نصاب ته اړتیا لري. اوربان د دې لپاره چې خپلې موخې ته ورسېږي، خپله پښه ان له پولو اړولې ده، په ګاونډیو هېوادونو کې یې له مېشتو هنګريانو سره کتلي دي.
که څه هم داسې ښکاري چې ویکټور اوربان به د دویم ځل لپاره ځکه ټاکنې ونه ګټي چې پر وړاندې يې میلیاردر سیال جورج سوروس ولاړ دی. دوی دواړه یو وخت سره ملګري وو، خو اوس دواړه هڅه کوي چې واک ته ورسېږي، نو ځکه سره بدمرغ شوي دي. جورج سوروس پر ویکټور اوربان د دیکتاتورۍ او خطرناکو فعاليتونو تور لګولی دی، خو اوربان بیا وایي چې دغسې څرګندونې يې د کمزوري کولو لپاره کېږي.
سويډن بل هغه هېواد دی چې د روان مېلادي کال د سپټمبر په نهمه نېټه ټاکنې په مخ کې لري. د دغه هېواد اوسنی لومړی وزیر اتفان لوون هیله لري چې یو ځل بیا به په ټاکنو کې بریالی شي. له نظرپوښتنو هم داسې ښکاري چې د نوموړي د بریا چانس ډېر دی. خو ډيموکراټان هم په دې هڅه کې دي چې یو ځل بیا خپل پخوانی ځایګی خپل کړي او له خلکو یې غوښتي چې د ۲۰۱۴ کال په څېر یې ملاتړ وکړي.
پولنډ د اروپا بل هېواد دی چې د روان کال په وروستيو کې به پکې ټاکنې ترسره شي. که څه هم په دغه هېواد کې ټاکنو ته تر اوسه یو کال وخت پاتې دی، خو لا له وړاندې پرې حاکم ګوند (قانون او عدالت) د ټاکنو طرحه پارلمان ته سپارلې ده. د دولت مخالفین وایي چې په لوی لاس د دویم ځل لپاره د دغه ګوند د واک ته رسېدو لپاره هڅې کېږي. خو د قانون او عدالت ګوند بیا وایي چې طرحه یې د ټاکنو د قانون د اصلاح لپاره تیاره کړې ده.
دغه راز به د روانې میاشتې په ۲۸ نېټه د قبرس او فېنلنډ ولسمشریزې ټاکنې، په جولای کې د سلوانيا پارلماني ټاکنې، د اکټوبر په شپږمه د لېتوانيا پارلماني ټاکنې، د اکټوبر په ۱۷ په لوګزامبورګ کې سراسري ټاکنې او د روان مېلادي کال د نومبر په میاشت کې د ایرلنډ ولسمشریزې ټاکنې ترسره شي.

ايا سياسي شننې د هر چا کار دی؟

دوشنبه, 25 جدی 1396 04:07

لیکوال: لمر افغان
د رسنیو په ګرم بازار کې د شهرت تږي او بې مسوولیته خبرې کوونکي ښه پرېمانه شول. دلته چې تر ډېره دندې، بوختیاوې او مسوولیتونه د تخصص پر بنسټ نه، بلکې د شخصي سلیقې او خپلې خوښې له مخې وېشل کېږي، نو هر څه ګډوډ شوي دي. په تېره بیا د رسنیو په برخه کې دا مسئله ډېره را مخ ته کېږي. زموږ په ټولنه کې ژورنالېزم که څه هم اوږد تاریخ لري، خو اوسنی ګرم بازار یې بې مخینې دی. ژورنالېستان مو هم ځینې مسلکي دي او ځینې د خپلې خوښې او شوق له مخې د ژورنالېزم ډګر ته راوتي دي. خو تر دې خطرناکه خبر دا ده، چې په دې هېواد کې د سیاسي شننو او ګردیو مېزونو برخه خورا ګرمه ده.
هر څوک که وغواړي پر یوه مسئله په ټلوېزیونونو کې بحثونه کوي او هره بې مسوولیته څرګندونه یې چې زړه وغوښتل له خولې یې وباسي. دا خبره نه شو ردولی، چې ګواکي موږ دې له یو سره په کار پوه او مسلکي سیاستپوهان او سیاسي شنونکي نه لرو، موږ په دې برخه کې وړ او په کار پوه خلک لرو. خو د دوی د چوپتیا یا بوختیاوو له امله هر څوک د ټلوېزیون مخې ته راځي او پر یوه موضوع بحث کوي.
د بیان ازادي ده، هر څوک د نظر څرګندولو حق لري، خو دا بهیر هم اخر یوه کرښه لري. دا چې د خلکو اذهان خرابېږي، دوی ته اندېښنې ډېرېږي، یو شنونکی خپلې شخصي عقدې د کامرې مخې ته تشوي، دا خو د هېواد په زیان دي. حقایق باید وویل شي، حق خبره باید وشي، خو دا خبره باید د داسې چا له خولې را ووځي چې حق ته ژمن وي. شخصي عقده و نه لري، شخصي غوښتنې و نه لري، د پردیو د خولې خبره و نه کړي او د خپلې هرې څرګندونې په حق کې مسوول وي.
زه خپله یوه خاطره لیکم، همداسې یوه ورځ د سیاسي شنونکو په یوه مجلس کې ناست وم. هغه وخت کې یو سیاسي شنونکي، چې زده کړې یې د ترانسپورت په برخه کې کړې دي او بحث يې پر امنيتي مسايلو کاوه يوه خبره وکړه. د دغه کس نوم ځکه نه اخلم، چې اوس په حکومت کې دنده لري او هسې نه بېړۍ یې غرقه شي. شنونکي په لوی مجلس کې په ډېر جرئت ادعا وکړه، چې داعش د حکومت پروژه ده. سره له دې چې دا خبره سمه نه ده، خو هغه وخت یې ټول هک حیران کړل. د ټولو له خولو (وای) ووتل. له سیاسي شنونکي یې پوښتنه وکړه. پلانی صیب دا ته څه وایې؟! ده بیا هم په پوره ډاډ وویل، زه له خلکو سره ناسته ولاړه لرم، زه باور لرم، دا یوازې له افغانستانه د جنګیالیو د ايستلو پلان دی، دوی غواړي طالبان ورباندې ووېروي او د سیمې د هېوادونو مرستې ورباندې ټولې کړي. د ده څرګندونې عجيبې وې، خو خبره يې ټولو ومنله. په ډېری مجلسونو کې همدا خبره کېده. دا نو ۲۰۱۵ ز کال و. خو اوس همدا جناب په رسنیو کې داعش د سیمې د استخباراتو پروژه بولي او د هغه مجلس کسان ځکه څه نه ورته وايي چې ملګری دی پرېږده یې.
په ټوله کې د سیاسي شننو او بې مسوولیته څرګندونو په برخه کې نه یوازې چې رسنۍ بې پروايي کوي، حکومت هم بې پروا دی. خیر که حکومت بې پروا دی، هغه کس چې کله د مایک تر شا کېني باید دې ته پام وکړي، چې زه څه وایم. زما خبرې په یوه کور کې سوداګر اوري، چې میلیونونو ډالر یې په دې هېواد کې پانګونه کړې ده. زما څرګندونې هغه مور اورې، چې زوی یې په هلمند کې د هېواد لپاره جګړه کوي. زما څرګندونې هغه خور اورې، چې ورور یې له کوره په زده کړو پسې وتلی او مسافر دی. زما خبرې بالاخره هغه پلار اوري، چې تمه لري سبا بازار ته ولاړ شي او د خپلې کورنۍ لپاره یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي.
اوس که موږ د خپلو شخصي عقدو د پرانیستلو او د خپلو شخصي غوښتنو د پوره کولو لپاره هر څه او هر ډول څرګندونې کوو، دا له دې ملت او هېواد سره ظلم دی. اوس که هر په سر کل او سترګو ړوند خپلې شخصي خبرې ولس ته کوي، نو دا ولس به هم په سترګو ړوند او غوږو کوڼ شي، تمه به یې پرې شي او د راتلونکې لپاره به هیله مندي نه وي ورسره.
د سیاسي شنونکو لپاره هېڅ ډول معیار دلته په پام کې نه دی نیول شوی. یو کس به په حکومت کې د ننه وي، خو بیا به هم په رسنیو کې د حکومت پر ضد څرګندونې کوي. د ملي ګټو ضد څرګندونو ته په رسنیو کې اجازه ورکول کېږي. داسې کسان چې په نظامي برخو کې فعاله دي، دندې لري او د قانون له مخې په سیاسي بحثونو کې د حضور اجازه نه لري، خو دوی بحثونه کوي. دلته باید د بحثونو او سیاسي شنونو اصلي هدف روښانه شي. مسلکي بحثونو ته دې مسلکي کسان را وبلل شي، د ښاریانو غږ اورېدلو ته ښاریان کولی شي، راشي او د کاري مداخلو او غیر مسوولانه څرګندونو مخه دې ونیول شي.
زما یو استاد و، ښوونځي کې یې بیالوژي تدریسوله، د کلي د وخت کیسه ده. خو اوس ټلوېزیونونو کې ناست دی او سیاسي بحثونه کوي. تکراري خبرې، داسې خبرې چې د هر چا له خولې مو اورېدلې دي، خو د ده له خولې یې بیا اورو نو هېڅ خوند نه کوي. دی چې کله په لویو مسایلو کې لاس و وهي، نو ما ته یې د بیالوژي تدریس را یاد شي. زړه کې و وایم، چې بیالوژي دې سمه تدریسولی نه شوه او سیاسي شننو کې ځان اپلاتون درته ښکاري.
دا موټی د خروار نمونه ده. په ډېری برخو کې دغه ډول غیر مسوولانه څرګندونې روانې دي. ډېری سیاسي شنونکي یوازې موقف ته د رسېدو لپاره هر څه وايي، خو د خلکو اندېښنو ته پام نه کوي. سبا دوی موقف ته ورسېږي، خوله پټه وساتي او ولس له یو عالم اندېښنو سره پرېږدي. همدا څو ورځې مخکې یو فوق العاده منفي سیاسي شنونکی د یوه وزارت سلاکار وټاکل شو او خپل ټول پخواني پوسټونه یې له ټولنیزو شبکو پاک کړل. ان هغه خلکو چې دی یې هغه وخت خپل همفکره باله اوس یې پلویتوب کوي او د دندې مبارکي ورکوي.
زه د یوه افغان په توګه له هغو خلکو نفرت لرم، چې غیر مسوولانه څرګندونې کوي او ما ته په دې هېواد کې د ژوند شېبې تریخوي.

د ډک او تش جېب توپیر په عمل کې دی

دوشنبه, 25 جدی 1396 04:05

ژباړه: حمیدالله حمیدي
مشهور لیکوال زیګ زیګلار وایي، پيسې هر څه نه دي،خو د پیسو اهمیت د اکسېجن په کچه دی. کله، چې خبره د پیسو کېږي، ډېر خلک د معنویت خبره مطرح کوي. سمه ده، چې معنویات تر مادیاتو غوره دي، خو معنویات خپل ځای لري او مادیات خپل. هڅه وکړئ چې دوه بېلا بېل موضوعات سره ګډ نه کړی.
دا سمه ده، چې پیسې نېکمرغي نه شي راوستی، خو نه شتون یې سل بدبختۍ زيږولی شي. که مو له یوې خوا جېب خالي وي او له بلې خوا در پسې د اوبو او برېښنا پیسې او د کور کرایه را وځي، هغه ده چې ملا مو کړوپوي او ژوند مو ورځ تر بلې ترخېږي. بلې! پیسې د ژوند یوه مهمه او اړینه برخه ده.
له بېځایه شعارونو لرې اوسئ. ډېر خلک په دې اند دي، چې پیسې د فساد رېښه ده، شتمن خلک حریص وي، پیسې نېکمرغي نه شي راوستی او... دا ټولې هغه کلیشه یي او تکراري جملې دي، چې د هرې یوې د نقد لپاره سلګونه دلیلونه شته.
په نړۍ کې ډېر داسې شتمن کسان شته، چې خپلې شتمنۍ یې د استعدادونو په غوړولو، د بېمارانو په درملنې، د کاري فرصتونو په رامنځته کولو، بیارغونې او ګڼو نورو داسې کارونو لګولې دي، چې عامو خلکو ته یې ګټه رسېدلې ده. نو پیسې په خپل ذات کې بد شی نه دي، بلکې له هغو څخه د ګټې اخیستنې ډول توپیر کوي.
موږ ټول په یوه شپه او ورځ کې ۲۴ساعته وخت لرو، خو ولې ځینې کسان ورځ تر بلې شتمن کېږي او ځینې نور بیا داسې وي، چې د یوې ګولې ډوډۍ پیسې هم ور سره نه پیدا کېږي؟
دا چې څه ډول کولی شو خپل ورځني عواید زیات کړو، د دې لیکنې لوستل در سره مرسته کولی شي.
۱- هغه دنده پرېږدئ، چې نه مو خوښېږي
که مو له دندې سم عواید نه لری، درته په زړه پورې نه وي او د ژوند له سبک سره مو اړخ نه لګوي، ښه ده چې دنده مو پرېږدی. دا سمه ده چې نن سبا د عادي دندې پیدا کول هم څه اسانه کار نه دی، خو یوه څه ته مو باید پام وي، چې کله مو دنده په زړه پورې نه وي، هغه ده چې ښه لاسته راوړنه هم نه شی ترې لرلی. خو که په یوه داسې کار بوخت شی، چې ستاسو د خوښې وړ وي، د پام وړ عواید به لاس ته راوړی.
۲- پیسې ستاسو ارزښت نه شي لوړولی
مالي مسایل ستاسو په ارزښت پورې هېڅ اړه نه لري. اجازه مه ورکوئ، چې په بانکي اکونټ کې مو د شته پیسو د صفرونو شمېر د شخصیت او احترام دلیل وي. هڅه وکړئ په ژوند کې له دې هم د ارزښت وړ ټکي پیدا کړی. که مو جېب خالي دی، کېدای شي دلیل يې اوسني شرایط او یا هم ستاسو کم کاري وي. خو که د کار په لټه کې شی او هڅه وکړی خپل ژوند بدلولی شی. یوازې ستاسو د ژوند لیدلوری کولی شي ستاسو ژوند بدل کړي او بس.
۳- د عوايدو لوړولو ته مو لومړيتوب ورکړئ
کله، چې تاسو د یوې اونۍ لپاره کاري پروګرام جوړوی، هڅه وکړئ هغه څه ته لومړیتوب ورکړی، چې کولی شي ستاسو د عوایدو کچه لوړه کړي. کومې کړنې په ورځني ډول ستاسو عواید زیاتولی شي؟ که کوم ښه کار په لاس درغلی وي، مه پرېږدئ چې کوم څه مو د دې کار خنډ شي.
۴- د وخت ارزښت وپېژنئ
وخت د طلا په څېر او له پیسو یې هم ارزښت زیات دی. کېدای شي له لاسه وتلې پیسې بېرته لاسته راوړی، خو په هېڅ قېمت له لاسه وتلی وخت نه شی اخیستلی. نو د وخت ارزښت ته په کمه سترګه مه ګوری.
له خوبه سهار وختي پورته شئ او د ورځنیو کارونو لپاره مو دقیق مهالوېش جوړ کړئ. که مو کاري مهالوېش دقیق جوړ کړی، کېدای شي له نورو څو ګامه مخکې اوسی او په یوه شپه او ورځ کې تر نورو ډېر کارونه تر سره کړی. د نن کار سبا ته مه پرېږدئ. مه وایی چې سبا یې پیلوم، تر اوسه وخت شته او... په تېره بیا په نننیو بازارونو کې، که مو لږ هم ځان وخوځاوه، ګټونکي تاسو یاست.
۵- د (نه) ویل زده کړئ
سټیو جابز وایي: «د اپل شرکت د بریا راز په (نه) ویلو کې و». د نه ویلو تمرین وکړئ. که پوهېږی، چې د زیاتو مسوولیتونو در په غاړه کول ستاسو په عوایدو کې زیاتوالی نه را ولي، (نه) ورته ووایئ. په هغه څه پانګونه وکړئ، چې ستاسو د عوایدو د زیاتوالي لامل ګرځي. په موقع (نه) ووایئ او له بېځایه وخت تېرولو ډډه وکړئ.
۶- له کاروباريانو سره ناسته پاسته زیاته کړئ
یوه څه ته مو باید پام وي، چې ستاسو کړنې ډېری وخت هغه چاته ورته کېږي، چې ناسته ولاړه ور سره لری. که خپل ډېر وخت له کاروباري خلکو سره تېر کړی د هغوی فکر په سم ډول درک کولی شی. تاسو په دې پوهېږی، چې دوی څه ډول توانېدلي، چې تر دې کچې شتمن شي. له دې ډول رازونو څخه ځان خبرول د دې لامل کېږي، چې ستاسو په عوایدو کې هم زیاتوالی را شي.
۷- پلمې مه کوئ
له بېځایه پلمو او له دې ګیلو، چې ګواکي عواید مو لږ دي، ځان وژغورئ. د دې ډول کړنو پر ځای عملاً لاس پر کار شئ. خپله انرژي پر منفي بافۍ مه ضایع کوئ. هڅه وکړئ خپل تمرکز او قوت موخې ته پر رسېدو ولګوئ. پیاوړې اراده ولرئ او په پوره قوت سره مخ ته ولاړ شئ.
۸- لید لوری مو بدل کړئ
سمه ده، چې نن سبا په ټوله کې اقتصادي وضعیت سم نه دی او زرګونه ستونزې موجودې دي؛ خو هڅه وکړئ د دې ډول شیانو پر وړاندې مو لیدلوری بدل کړئ او هر څه ته له مثبت اړخه وګورئ. داسې فکر مه کوئ، چې د دې هر څه قرباني تاسو یی. که هڅه وکړی کولی شی خپل ځان رهبري کړی او اوسني وضعیت ته بدلون ورکړی. خپلې پخوانۍ تېروتنې له یاده وباسئ او چا ته د پړې ګوته مه نیسئ. نړۍ ته د مهربانۍ په سترګه وګورئ.
پایله:
د لږو او ډېروعوایدو تر منځ توپیر په عمل کې دی. پر شتمن کېدو فکر وکړئ او هڅه وکړئ، چې عواید مو ورځ تر بلې زیات شي. منفي افکار مو له پامه وغورځوئ او له ځانه مثبته انرژي خوره کړئ. بې له شکه، چې د پرمختګ لارې شتون لري، خپله یې پیدا کړئ. د دې لپاره، چې عواید مو زیات شي، سخت او دایمي کار ته اړتیا ده. مهمه نه ده، چې ستاسو د سواد کچه څومره ده، خو بیا هم د شتمن کېدو هیله ولرئ. د خپلو وړتیاوو او مهارتونو په اړه فکر وکړئ او که اړتيا وه زیات یې کړئ. په هڅې او هاند سره ورځ تر بلې ستاسو د کار محیط پراخېږي. د کار د محیط پراخوالی ستاسو د عوایدو د زیاتېدو لامل ګرځي. له وېرې او ټنبلۍ ځان وژغورئ، ځکه ډېر کله د کار په پیل کې دغه دوه څيزونه ستاسو د بریا مخه نیسي.

د افغانستان په اړه د چین د نوي سفیر لیدلوری

دوشنبه, 25 جدی 1396 02:57

لومړۍ موضوع: د چین د نوي سفیر نوم د جلغوزي د ونې په په مانا دی، نو هغه هڅه کوي چې د افغانستان جلغوزيو صادرات چین هېواد ته نور هم ډیرکړي.
دويمه موضوع: نوی سفیر د ګاونډي هیواد چین له شينجيانګ څخه افغانستان ته راغلی دی.
درېیمه موضوع: نوي سفیر وایي: یو کمربند او یوه لار به په راتلونکې کې د چین او افغانستان د سرنوشت ګډه ټولنه جوړوي.
څلورمه موضوع: نوی سفیر به د چین او افغانستان تر منځ د دوستۍ لپاره ګڼې هڅې وکړي.

د جنوري په 14، په افغانستان کې د چین نوي سفیر لیو جین سونگ، په یوه مرکه کې ویلي، چې هغه افغانستان ته نږدې د چين له شينجيانګ څخه راغلی دی، د افغانستان په دودونو او عنعنات پوهیږي او هغوی ته درناوی او احترام لري. هغه غواړي د چین او افغانستان اړیکو د پراختیا لپاره خپلې ټوې هڅې وکړي. ده ویلي، دا ځل هغه د آریانا هوایي شرکت په الوتکه کې د شينجيانګ له مرکز اروومچي ښار څخه افغانستان ته راغلی. درې ساعته سفر روښانه کوي چې دواړو هیوادونو څومره سره نږدې دي. تیر کال نږدې 10000 افغانانو چین ته سفرونه کړي، په الوتکه کې ډیر افغان مسافر د دواړو هیوادونو ترمنځ د راکړې ورکړې او ښو اړیکو څرګندونه کوي. هغه 17 کاله مخکې له دې چې پوهنتون ته لاړ شي په اروومچی کې ژوند کاوه. لیو وویل، دلته ډیر مسلمانان ملګري او دوستان لرم او زه د هغوی له دودونو سره ښه اشنا او پرې پوهېږم. هغوی ته احترام لرم. شينجيانګ افغانستان سره ګډه پوله لري، او دواړو خواوو کې ډیر خلک یوبل سره خپلوان دي، ډېر افغان سوداگران په شينجيانګ کې سوداگري کوي. لیو زیاتوي زه پر دې ډیر مخکې پوهیدم چې افغاستان د چین ښه ګاونډی، ښه ملګری او ښه همکار دی. سفیر وویل: د جنوري په درېیمه نیټه کله چې کابل ته ورسیدم، زما افغاني همکارانو د ټولو اسنادو بندوبست کړی و او ولسمشر غني ته يې د لاسلیک لپاره وسپارل، دا لومړنی دولتي باورلیک دی چه په 2018 کال کې د ولسمشر غني له خوا ومنل شوو. ولسمشر وویل: دا یو نیکمرغه پیل ګنل کیږي. دا د افغانستان او چین د ژورو اړیکو ښکارندويي کوي، او ښکاره کوي چې د افغانستان خلک چین ته درناوی لري او د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا لپاره هڅه کوي.
لیو ویلي، د وریښمو پخوانۍ لار افغانستان او چین یوبل سره ډیر نږدې تړاو ورکوي. جانگ چیان د چین په تاریخ کې ټرټولو مشهور سفیر و، هغه 2000 کاله مخکې افغانستان ته راغلی و، له هغه وخت راهیسی، ډیرو افغان پوهانو او سوداګرو چین ته سفرونه کړي دي او کوي يي، دا د چین اقتصادي او کلتوري پرمختګ لپاره خورا مهمه ده. د چین لرغونو کتابونو د افغانستان پراخه تمدن ثبت کړی دی، نن چین او افغانستان په ګډه سره د " دیوې لارې او یوه کمربند" پر پروژې کار کوي او د وریښمو سړک نوی او ښکلی بڼه جوړوي، " دیوې لارې او یوه کمربند" به په راتلونکې د چین او افغانستان ترمنځ د سرنوشت ګډه ټولنه جوړه کړي، د دی په واسطه به د افغانستان جغرافیایي حالت او سرچینې په بشپړ ډول کارول کیږي، او د سیمه ییزو اړیکو لپاره به یو مرکز وګرځي، چی دا د افغانستان وګړو ته هم خورا ګټه رسوي. د چین سفیر وویل، افغان ملګري یې غواړي چی نور ډیر محصولات چین ته صادر کړي، لکه: غالۍ، مرمر، انار، زعفران او جلغوزي. هغه وایي چی د افغانستان جلغوزي یې ډیر خوښیږي، ځکه چی د هغه چینایي نوم هم د جلغوزي د ونې معنی لری. د چین د وارداتي توکو لومړی نندارتون به په روان کال کی په شانگهای کی ترسره شي، هیله لرم چې زمونږ افغان ملګري د دې فرصت څخه استفاده وکړي.
د چین سفیر ویلي: د اسلام پیغمبر حضرت محمد (ص) خپلو پيرويانو ته ویلي دي " علم حاصل کړئ ان که په چين کې هم وي" او په افغانستان کې يو متل دی وايي " ملگرتیا د زرګونو کلونو اوږده لار ده". د وریښمو لار هم د پوهې او هم د ملګرتیا لار ده. د چین سفیر له دې کبله افغانستان ته راغلی، چې په دغه هېواد کې د ټولو کړیو سره ملگرتیا وکړي او د چین او افغانستان تر منځ د اوږد مهالې دوستۍ د پیاوړتیا لپاره هڅه وکړي، په ځانگړی توګه ، د " دیوې لارې او یوه کمربند" پروژې ته د افغانستان پراختیايي پلان سره سم وده او پرمختګ ورکول، او د چین او افغانستان ترمنځ ټولو برخو کی د همکاریو پروژو ته وده ورکول، " د افغانستان په رهبرۍ او د افغانانو لپاره" د اصولو په بنسټ د سولې، پخلاینۍ او بیارغونې ته وده ورکولو کې افغاستان سره مرسته کول او د ګاونډيو هیوادونو سره د اړیکو پرمختګ هم د چین د سفیر په لومړیتوبونوکې دي.
د چین سفیر وایي، زما تر ټولو لوی شوق او علاقه مطالعه ده. د افغانستان له راتگ د مخه ما یو کتاب ولوسته، په حیرانتیا سره می ولیدل چی د کتاب په یوه برخه کی فقيد ښاغلي ماو ځه دونگ ویلي دي: " افغانستان یو اتل هیواد دی او هیڅکله یی په تاریخ کې د چا پر وړاندې سر نه دی ټیت کړی. چین او افغانستان ملګري هیوادونه دي، چین نه غواړي افغانستان ته زیان ورسوي. او همدا رنگه افغانستان هم نه غواړي چین ته زیان ورسوي. دواړه هیوادونه یو بل سره مرسته کوي." دا ویناوې په پراخه توګه له افغانانو سره د چین د خلکو ښه احساسات منعکس کوي. چین یو لوی هیواد دی، خو چین هیڅکله افغانستان ته زیان نه دی رسولی، هیڅکله یې د افغانستان په کورنیو چارو لاسوهنه نه ده کړی، هیڅکله یې په افغانستان کی د جغرافیایي سياسي ګټو د پراختیا لپاره هڅه نه ده کړې، هیڅکله په افغانستان کی د یو استازي غوښتنه نه دی کړې. پرځای یی ملګرتیا، صداقت، مهرباني او د اسانتیا اصول یې ټینگ کړي دي. او په کلکه سره یې د افغانستان له خلکو سره د سولې او بیارغونې په برخه کې مرستې کړې دي.
لیو زیاته کړه، بی وزلي او تروریزم د دواړو هیوادونو مشترک دښمنان دي، د دې دوو دښمنانو له منځه وړلو لپاره نړیوالې رښتني همکارۍ ته اړتیا لرو، په ځانگړی توګه د ګاونډيو هیوادونو تر منځ همکارۍ ته. دا یوه لاره نه ده چی هر څوک په خپل سر لاړ شي او یا یو بل سره شخړې وکړي. چین او افغانستان دواړه د تروریزم قربانیان دي، هغه د چین په شينجیانگ کې ژوند کړی دی، د تروریزم بریدونو په درد پوهیږي، او د هغه درد او قربانۍ احساس کوي چې افغانستان یی د تروریزم له امله باسي، او د ترهګرۍ اصلي لاملونو له منځه وړل، جامع پالیسي طرحه کول او د ترهګرو نښو نښانو د مینځ وړلو کې مرسته کوي.
سفیر په اخر کې وویل: هغه د کیسې اوریدلو او کیسې وویلو سره مینه لري، د عربانو کیسه " یو زرو یو شپې" سره په چین کې ټول خلک آشنایي لري، د چین او افغانستان تر منځ د دوستۍ زړې او نوې کیسې ‍په یو زرو یو شپو کی هم نه ختمیږي، په دی ورځو کې، د علي کیسې چې د سفارت پخوانی کارمند دی اوري، چې هغه د جګړې ‌په جریان کې د چین سفارت سره ودریده او د هغه څخه یې ساتنه وکړه. په کندهار کې د "چینایي روغتون" کیسې چې نیمه پیړۍ کیږي عامو خلکو لپاره خدمت کوي، واوریدې. د چینایي کارمندانو او داوطلبانو کیسې چی په بامیان کې یې د خلکو اعتماد او ښه احساس یي ترلاسه کړی، واوریدې. په یي وو کې د افغانستان سوداګرو کیسې مې هم اوریدلې، په چین کې د افغان محصلینو د مینې کیسې می هم اوریدلي، هغه هیله مند دی د چین او افغانستان تر منځ د دوستۍ لپاره نورې هم داسې کیسې رامنځته شي.

Popular News

ژور خپګان پراخېدونکې ناروغي ده چې په درېيمه نړۍ، په…
افغانستان چې د خپل ځانگړي جیوپولیټیکي وضعيت له کبله د…
رحمت الله جمالزی دا څه ډول منطق دی؟ وايي افغانستان…
د اسلام ستر پیغمبر محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم…

د افغان او افغانستاني کلمو منطق

یکشنبه, 24 جدی 1396 03:59

رحمت الله جمالزی
دا څه ډول منطق دی؟ وايي افغانستان منو او افغان نه منو، په داسې حال کې چې افغانستان یوه مرکبه کلمه ده چې افغان د افغان او (ستان) د ځای په معنا دي یعنې د (افغانانو د اوسيدو ځای) معنا ورکوي، خو افغان نه مني، ځکه افغان د پښتون په معنا بولي. په تاریخي لحاظ، په منطقي لحاظ، په رسمیاتي لحاظ ټول هغه وګړي، چې په افغانستان کې اوسېږي د افغان په نامه له زرګونو کلونو راهیسې یاد شوي، یادېږي او یادېږي به، خو دوی یې نه مني. ټول هغه بېلابېل قومونه چې په تاجکستان کې اوسېږي، د تاجک، چې په ازبکستان کې اوسېږي د ازبک، چې په هندوستان کې اوسېږي، د هندي او چې په ترکمنستان کې اوسېږي د ترکمن په نامه یادېږي، هغوی د تاجکستاني، ترکمنساتي او ازبکستاني په نوم نه یادېږي.
بله موضوع دا چې، ادعا کوي، د افغان کلمې په لیکل کېدو سره یې حق تر پښو لاندې کېږي، زه خو وایم په دې ډول یو لوی ملي هویت رامنځته کېږي او ټول واړه او لوی قومونه تر یو چتر لاندې راټولېدای شي، ځکه که چېرې افغان کلمه د پښتون په معنا وی، نو بیا ولې د سادات، اېماق، پشه‌ يي، ازبک او تاجک لپاره کارول کېده؟ که د قومي انحصار موضوع وای بیا به د قوم کلمې لرې کولو هڅه کېدله، اوس خو روښانه ویل کېږي، چې د افغان کلمې ترڅنګ به قوم هم لیکل کېږي. اساسي پوښتنه دا ده، چې دوی افغان نه مني نو د افغانستان لوی ملي هویت څه دی؟ ایا افغانستاني کلمه کولی شي د افغانستان ملي هویت شي؟ د دې منطق په څه کې دی؟
په ټولو بهرنیو هېوادونو کې هغه کسان چې د افغانستان له جغرافیې تللي د افغان په نوم یادېږي، ځکه دا یو نړیوال منل شوی هویت دی او په همدغه نوم پاسپورت او ورته نور سندونه چمتو شوي دي.
په افغانستان کې د ټولو معتبرو اسنادو او عیني حقیقتونو له مخې پښتانه غوڅ اکثریت دي او پاتې نور قومونه په ترتیب لږه‎کي دي، دا هم منطق نه دی، چې پښتانه به د دې لپاره چې اکثریت ځان زباد کړي، د افغان کلمې په راوړلو ټینګار کوي، ځکه دوی د پښتون په لیکلو سره هم دا چاره ثابتولی شي.
په دې موضوع ولې ټینګار او پایله یې؟
څو لامله کېدای شي، چې ځینې کړۍ غواړي په ټینګار سره په دغه موضوع ودرېږي او د خپل ضد دفاع وکړي.
لومړی لامل یې له شته محرومیتونو او عقدو څخه سرچینه اخلي، تاریخ ثابته کړې، چې غیر پښتنو په ځانګړې توګه تاجکو په وروستیو پېړیو کې د دې پر ځای چې د یو پښتانه دولت (Pashton State) په منلو سره په ملي کچه د پښتانه ترڅنګ کار وکړي، تل يې د واک اخیستلو هڅه کړې، خو په ځلونو ځلونو ناکام شوي دي، ځکه لازمه وړتیا او نفوس یې نه لري. ځینې تاریخي شواهد د دې ښکارندويي کوي، چې دوی یوازې غواړي ځینو لویو ملي کارونو ته د ځان ثابتولو په پار خنډ جوړ شي. دا اوس چې د دوی لوستي نا لوستي، وکیل او وزیر یو ډاکو سړی چې یو ښکاره له شرمه ډک تاریخ لري، خپل ملي مشر او تاریخي څېره بولي او هډوکو پسې یې ګرځي، اساسي لامل یې محرومیت دی، دوی یوازې دې ته خوشاله دي، چې یو څوک پیدا شو او د پښتانه د پېړیو واک یې د یوې محدودې مودې لپاره پرې کړ. نو اوس هم دوی د پښتنو د ټینګار پر وړاندې په یو بې منطقه ضد او دریځ سره غواړي د افغانستان لوی ملي هویت له ننګونې سره مخ کړي. بله عقده‌ مندي د وړتیا له امله راپورته شوې، چې د شخصیتونو د نه شتون له امله واک ته نه دي رسېدلي او خپله یې واک نورو ته پرېښی دی اوس دې زور پارولي او ځينې وخت یې د حقارت دغه عقدې سخت کړوي.
دویم، ځان ثابتونه، معمولاً په هغو هېوادونو کې چې د یو لوی اکثریت تر څنګ ګڼ نور لږه‎ کي هم اوسېږي، ټول وخت یې د خپل حق په نارو سورو تېرېږي، هغوی مرکزي حکومت ته له بېلابېلو لارو په ستونزو جوړولو او ټکني کولو سره غواړي خپلو موخو ته ورسېږي. دا یو ښه چانس دی، چې دوی ته په لاس ورغلی او غواړي د ځان زبادولو او مرکزي حکومت په ټکني کولو کې ترې پوره ګټه واخلي او ښې ډېرې چيغې ووهي. ترڅنګ پرې د سیاسي امتیازونو ترلاسه کولو لپاره هم د فشار الې په توګه وکاروي.
پایله یې د عامو وګړو لپاره هېڅ ښه نه ده، عام خلک د دې حساسې موضوع پر بنسټ ژور نه پوهېږي، یو شمېر عادتي خلک یې په پټو سترګو ورسره مني، چې هغوی ډېر لږ دي، خو اساسي برخه یې له دې امله غلي دي، چې د قضیې په ژورو نه پوهېږي او دومره ستړي شوي، چې ان نور په دې موضوعاتو کې له نظر ورکولو او ونډې اخیستلو سره حساسیت لري.
د افغانستاني کلمې منطق
افغان نه مني، چې افغان یوازې د پښتون معنا لري، خو افغانستان مني. افغانستان مني خو اساسي قانون یې نه مني. د افغانستان د اساسي قانون ۴ مه ماده، په ډېره روښانه وايي، چې په افغانستان کې د ټولو اوسېدونکو خلکو ملي هویت افغان دی، هغه اساسي قانون چې د دوی د واک او ځواک په وخت کې تصویب شوی دی. د افغانستان هغه ولسمشر ته، چې د اساسي قانون په دوه شپېتمه ماده کې تشرېح شوی رایه ورکوي، خو افغانستان نه مني. د اساسي قانون دوه شپېتمه ماده صراحت لري، چې د افغانستان ولسمشر باید افغان وي، مور او پلار يې افغان وي او افغان زیږېدلی وي. د افغانستان په پاسپورت سفر کوي، د افغان په نامه قبولي اخلي او افغان نه منی. او بیا دا چې ایا د یو تاریخي هېواد د هویت بدلون به دومره ساده وي؟ نه هغه د دوی خبره کور خوانده.
نو زه وایم، چې باید دا بحث د تمامیت او ټول غوښتنې او ټول مننې بحث ته ولاړ شي، افغان کلمه د ټولو لپاره یو ملي هویت او عزت دی او د افغانستان ملي هویت باید د هر وګړي سره کرښه وي. دا څو قومي معامله ګر، چې غواړي له دې لارې نورو سیاسي چنو وهنو او عقده سپړنو ته لار هواره کړي، پرېنښودل شي د افغانستان خلک له بې هویتۍ سره مخ کړي. په افغان کلمه کې د خلکو عزت دی. که په جرمني کې یو هزاره ځوان د جنسي قضیې په تور نیول کېده ابرو او مسوولیت يې په ټولو ووېشل شول، هلته په همدغه افغان کلمه کې د هزاره ګانو عزت خوندي شو. ‎
حل لاره
د افغانستان مرکزي حکومت باید تر خپله وسه پياوړی او ملاتړ یې وشي، ترڅو د قدرت جزیرې ړنګې او د افغانستان ملي پروژې پلې کړي او هغوی چې د ملي هویت په څېر په داسې لویو او ملي موضوعاتو غرض لري او د منطق له مخې نه ځي، باید کږې خولې یې په سوک سمې شي. ولې هند وکولی شوی په څو میاشتو کې سلګونه میلیونه خلکو ته برېښنایي پېژندپاڼې ووېشي، خو افغانستان یې څو میلیونه خلکو ته نه شي ورکولی، توپير د یو پیاوړي مرکزي حکومت په نه شتون کې دی او مرکزي پیاوړی حکومت هغه مهال واک ته رسېږي، چې د هېواد اکثریت اصلي واک ټول په لاس کې واخلي او بیا لوی لوی پروګرامونه پلې کړي. ټولې ژبې او ټول قومونه د افغانستان ښکلا او د ښکلا ترڅنګ ارزښتونه دي افغانیت ملي هویت دی.

 

سیاسي ناندرۍ او کاواکه حکومت

یکشنبه, 24 جدی 1396 03:55

لیکوال: لمر افغان
د ملي یووالي حکومت له لومړۍ ورځې له داسې کشمکشونو سره مل دی، چې ښايي ځینې یې ان د حکومت تر پایه دوام وکړي. له لومړۍ ورځې د ملي یووالي د حکومت مشر ډاکټر اشرف غني د ولایتونو والیان او امنیه قومندانان سرپرستان کړل او په مياشتو مياشتو دغو چارواکو د سرپرستانو په توګه دندې تر سره کړې. له هغه وروسته یې یو یو ګوماره، چې په دې ډله کې یې په ټولنیزو رسنیو کې په ډېری والیانو د بې کفایتۍ له امله نیوکې هم کېږي. د ملي یووالي پر حکومت دا تور دی، چې تر ډېره د وړتیا پر ځای، شخصي مصلحتونو او سیاسي جوړجاړیو ته لومړیتوب ورکوي. چې ښه بېلګه یې د بلخ والي عطا محمد نور دی.
ولسمشر د ځانګړي فرمان له مخې ټول والیان سرپرستان کړي وو. له ډېرې مودې وروسته یې د بلخ والي چې سرپرست و، په شانداره مراسمو کې د دغه ولایت والي وګوماره او له سرپرستۍ خلاص شو. د حکومت په پیل کې به داسې ګنګوسې وې، چې عطا محمد نور به له دندې ګوښه کېږي، خو داسې و نه شول، بلکې برعکس هغه په کابینه کې وزارت درلود او په یو لړ شاندارو مراسمو کې د بلخ والي وګومارل شو. د هغه د ګومارنې مراسمو د ټولې کابینې او ټولو والیانو د ګومارنې له مراسمو سره توپير درلود. ولسمشر هغه په بلخ کې د امنیت او اقتصادي پرمختګ لپاره خورا مهم وباله.
خو اوس چې تر ډېره حکومت د ګټو او سیاسي مسایلو پر محور را څرخي عطا محمد نور د یوې مخکېنۍ هوکړې له مخې خپله استعفا ورکړې او ولسمشر هم له میاشتو وروسته منلې او دی یې له دندې ګوښه کړی دی. والي ځان ځواکمن بولي او په بلخ کې ناست دی له هغه ځایه مرکزي حکومت ته خپل زور ښيي. ښايي سیاسي معاملې د دوی تر منځ ناندرۍ یوه ورځ پای ته ورسوي، خو ستونزې یې ولس ته پاتې کېږي. همدا اوس په مزار شریف ښار کې د غیر مسوولو وسله والو تګ راتګ ډېر شوی دی، والي د خپل ځان د ساتنې لپاره تیاری نیولی دی او ښايي بهرني سفارتونه په یوه یا بله بڼه په دغه مسئله کې ښکېل وي.
بل لور ته د واک د جزیرو د ختمولو مسئله په رسنیو کې مطرح کېږي. خو دغه د واک د جزیرو خبره څومره سمه او څومره ناسمه ده. که حکومت پر وخت او پر ځای اقدام نه کوي نو هغه کسان چې په معلق حالت کې دي، یا نه د ځمکې دي نه د اسمان، دوی به په لوی لاس خپلې سیمې نا امنه کړي. هغه وخت به بیا د واک تر جزیرو بدتره اوضاع رامنځ ته شي، چې حکومت به هم له مخالفینو سره په جګړه بوخت کړي او هم د زورواکانو له غچ اخیستونکو سره. ځکه موږ د همدې ټولنې غړي یو، دلته ژوند کوو، پوهېږو چې څوک به څنګه خپل غچ له نورو اخلي. دوی د ځواک په نشه مست دي او هر څه کولی شي. دوی هرو مرو د دې لپاره ښايي بې نظمۍ او نا امنیو ته لمن ووهي، چې خپله وړتیا وښيي او په یو ډول ولس ته دا ثابته کړي چې پر واک د ده پاتې کېدل مهم وو او حکومت د دې لپاره له دندې ګوښه کړی، چې د وړتیا خاوند و.
په دې توګه حکومت په لوی لاس نا امنیو او خپل سریو ته لمن وهي. حکومت هغه چارواکي باید فوراً له دندې ګوښه کړي، چې استعفا یې مني او یا هم له دندې ګوښه کېږي. ځکه که پر وخت یې پر وړاندې اقدام و نه کړي دوی د خپل واک په سیمه کې په ناقانونیو او ځان پړسولو لاس پورې کوي. په دې منځ کې زیان عامو افغانانو ته اوړي او ځینې سیمې چې نسبي امنیت لري هم نا امنه کېږي.
د دې تر څنګ د سیمې ځینې استخباراتي کړۍ او د بهرنیو هېوادونو ځینې سفارتونه ښايي د خپلو ګټو د خوندیتابه لپاره په دغه ډول خپلسریو خوښ وي. په کابل کې یوې ورځپاڼې لیکلي وو، چې امریکا خپلو موخو ته ورسېده، دوی غوښتل چې په افغانستان کې یو وېشل شوی حکومت وي، مرکزي حکومت پیاوړی نه وي او دغه ډول ناندرۍ روانې وي، څو په دې توګه داسې څوک نه وي چې د دوی د کړنو مخه ونیسي. بلخوا امریکا او پاکستان له لومړي سره هم په افغانستان کې د واک د جزیرو د جوړولو غوښتونکې وو. دوی غوښتي چې مرکز کې یو حکومت، شمال کې بل او جنوب کې بل وي. نو اوس د ملي یووالي حکومت په دغه ډول ناندریو او پرېکنده اقداماتو نه کولو بهرنیانو ته دا فرصت ورکوي، چې خپلې موخې دلته عملي کړي.
بلخوا د ملي یووالي حکومت له داسې کشمکشونو سره مخ دی، چې سړی یې تصور نه شي کولی. نا امنۍ، جګړې، د بهرنیو ځواکونو د راتګ په اړه نه پاملرنه او بې پروايي، ناقانونه پارلمان، سرپرست وزیران، په ټاکنیزو کمېسیونونو کې ستونزې، د برېښنايي پېژندپاڼو په وېش کې نه بریا. دا ټول هغه مسایل دي چې ولس یې ستړی کړی دی. پر حکومت د خلکو باور منفي لور ته روان دی، خو حکومت هېڅ داسې جدي اقدام نه کوي. په میاشت کې د یوې سترې پروژې طرحه وړاندې کړي بیا د حکومت مشران ورک وي، سرتېري جګړه کوي، د مرګ ژوبلې خبرونه راځي، تر هغه چې بیا یا یو کنفرانس شي یا رسنیو ته د یوې بلې طرحې د وړاندې کولو وخت راشي او دوی خبرې وکړي او بیا پر رسنیو را څرګند شي.
د هېواد روان وضعیت په دې ډول نه کنټرولېږي. د افغانستان په څېر یوه هېواد کې چې لسیزو جګړو ځپلی، د قاطع نظام، قاطع پرېکړې کولی شي حالات کنټرول کړي. خو متاسفانه حکومت لا هم د خپلو پرېکړو په عملي کولو کې پاتې راغلی دی. یوازې هغه پرېکړې یې زر د عمل جامه اغوندې چې تر ډېره غیر قانوني دي، لکه د پارلمان د ماموریت موده غځول. خو ډېری قانوني پرېکړې یې یوازې د اسنادو پر مخ پاتې کېږي او د عمل جامه نه اغوندي.
حکومت ته په کار ده، چې تر دې ډېر ځان مسخره نه کړي. د خپلو پرېکړو جدي پلیتابه ته دې پام وکړي او د ولس غوښتنو ته دې غوږ کېږدي. په هېواد کې دې د ترهګرو ډلو، مافیايي کړیو، د سیمې د استخباراتو، بهرنیانو او نشه يي توکو د قاچاق وړونکو تهدیدونه سطحي نه ګڼي او په پوره جدیت دې ګامونه پورته کړي. له دې پرته به راتلونکی کال د جګړو کال وي. ځکه بهرني ځواکونه مخ پر زیاتېدو دي، جګړه ییز وسایل راوړي، روزونکي ډېروي او دا هر څه د یوه بدتره حالت د خطر زنګ شرنګوي.

برېښنايي پېژندپاڼې؛ د نیکه په ږیره لوبې

چهارشنبه, 20 جدی 1396 02:40

لیکوال: لمر افغان

برېښنايي پېژندپاڼې د ټول ولس لپاره په یوه ستونزه بدلې شوې دي. الکټرونیکي پېژندپاڼې د ښې حکومتولۍ او شفافیت لپاره خورا ارزښتناکې دي خو په هېواد کې ځینې سیاسي ستونزې او د ځینو وړو ډلو ناندرۍ د دې لامل شوې چې د دغو پېژندپاڼو په وېش کې په ځلونو ستونزې رامنځ ته شي. د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش ستونزه نږدې درې کلنه کېږي. په لومړي سر کې د اسلام کليمې د لیکلو پر مسئله د خلکو ناندرۍ روانې وې. د ولسي جرګې د ډېری غړو لپاره دا مسئله د میدان نقل وه. دوی به چې بله هېڅ موضوع نه لرله همدا به یې تر غوږ و نیوله. وروسته د نفوسو د احوالو د ثبت قانون تصویب شو او په پېژندپاڼو کې د اسلام او افغان کليمې د لیکلو پرېکړه وشوه او دا ستونزه حل شوه.
بیا ولسمشر غني، یو فرمان صادر کړ او بیا یې په پېژندپاڼو کې د افغان او اسلام کليمې لیکل تایید کړل. خو په هېواد کې ځینې کړۍ د خپل هویت د محوې له وېرې د افغان کليمې له لیکلو سره مخالفت ښيي. دوی داسې استدلال کوي، چې د افغان کليمه یوازې پښتون ته منصوبه ده او په وینا یې افغان = پښتون. سره له دې چې د الکټرونیکي پېژندپاڼو په ډېټابېس کې پښتون قوم ذکر شوی دی او افغان کليمه یوازې د ملت لپاره کارول شوې ده نه د قوم لپاره. بل لور ته هغه کسان چې د افغان کليمه یوازې پښتون ته کاروي ښايي تاریخي مطالعه ونه لري. له اوږدو پېړیو راهیسې افغان کليمه ټولو افغانانونو او افغانه د افغانانو د اوسېدو ځای ته کارول شوې کليمې دي.
اوس ځینې کړۍ چې هغه په فساد، مافیا، غلو او یا دې ته ورته نورو جرمونو او کړنو کې ښکېلې دي او یا له نورو په ړنده پیروۍ لار وهي د دې کليمې له لیکلو سره مخالفت ښيي. دوی له دې وېره لري، چې د دغه پېژندپاڼو په وېش سره به د غلاوو، انسان تښتونو، فساد او نورو ورته مسایلو په برخه کې د پام وړ کموالی راشي او دا مسئله به د دوی د لارې خنډ شي. نو د الکټرونیکي پېژندپاڼو د وېش د ځنډ لپاره تر دې ښه پلمه په لاس نه ده ورغلې او هڅه کوي د دغه ډول مسایلو په وړاندې کولو سره نه یوازې د پېژندپاڼو وېش وځنډوي، بلکې د خپلو بادارانو او ملاتړو د خوشالۍ لپاره د افغانستان د قومونو ترمنځ درځ هم پیدا کړي.
د تاسف وړ خبره خو دا ده، چې د ملي یووالي حکومت اجرایه رییس، چې د افغان په نامه یې ځان ولسمشرۍ ته نوماند کړی و، هم دغه مسئله متنازع بولي. هغه د وزیرانو شورا د دوشنبې ورځې په غونډه کې وویل، چې په افغانستان کې د هویت مسئله متنازع ده او پر هغه باندې د ټولو اجماع نشته ده. ولسمشرۍ ته نوماندۍ او یا بلې هرې حکومتۍ څوکۍ ته د دندې د غوښتنې لومړنی شرط دا دی، چې باید افغان وي. اوس که اجرایه رییس د افغانانو هویت متنازع مسئله بولي نو دی په کوم نامه دومره لوړو پوړیو ته رسېدلی دی.
اجرایه رییس ته په کار وه، چې د افغانستان ملي مسایلو او روانو ستونزو ته په پام یې په دې برخه کې غوڅ دريځ خپل کړی وی او د ملي پرېکړې لپاره یې د ډلو ټپلو په غوښتنو غوږ نه وی ګرولی. د دې تر څنګ دغه ډول څرګندونې د اساسي قانون نقض دی. اساسي قانون په افغانستان کې هر اوسېدونکی افغان او هغه یې له مساوي حقوقو برخمن بللی دی.
که حکومتي چارواکي دغه ډول څرګندونې کوي او د ملي ارزښتونو او ملي مسایلو په اړه یې پرېکړه په ډلو ټپلو او یا څو ګروپونو پورې اړه ولري، نو نه یوازې چې ستونزې نه شي کمېدلی بلکې د دښمن ژرندې ته د اوبو اچولو په مانا ده. افغانان نه یوازې له بهرني دښمن سره مخ دي بلکې په داخل کې داسې داخلي دښمنان لري، چې د دغه ډول حساسو مسایلو په مطرح کولو سره غواړي د افغانانو تر منځ تفرقې او نفرت ته لمن ووهي، خو په دې منځ کې د حکومتي مشرانو دنده د ملي ګټو ساتنه او د ملي ارزښتونو دفاع ده.
اجرایه رییس چې ځان د شفافو ټاکنو د ترسره کولو لپاره ژمن بولي، د دې پېژندپاڼو د وېش د ځنډ ملاتړ هم کړی دی. د عبدالله په خبره اوسمهال په هېواد کې مهم سياسي بحثونه روان دي، د برېښنايي پېژندپاڼو وېش د افغانانو په ملي هويت پورې تړاو لري. د رسنیو په راپورونو کې راغلي، چې عبدالله وایي دا موضوع بايد د خلکو تر منځ د نفاق سبب نه شي، ستر بحثونه بايد د خلکو د يووالي سبب شي، نه د هغوى تر منځ د اختلافاتو. خو عبدالله عبدالله په دغه کړنه په نااګاهانه توګه دښمن ته دا فرصت ورکوي چې د قومونو ترمنځ دا ناندرۍ نورې هم تودې وساتي. عبدالله زياته کړه چې په دې تړاو بايد هر تصميم کې د خلکو او د ټولنې د بېلابېلو برخو اندېښنې په پام کې ونيول شي او د خلکو د لا زيات يووالي سبب شي، څو د خلکو ملاتړ تر لاسه کړي. اجرایه رییس په دې برخه کې د خلکو نظرونه مهم بللي دي. دا سمه ده چې دا یوه ملي مسئله ده او ولس پکې د نظر څرګندولو حق لري. خو پوښتنه دا ده، چې ولس به کله د هویت په اړه یوې مستقلې پرېکړې ته رسېږي. بیا حکومت په دې اړه د پرېکړې لپاره څه کړي دي؟ ولس ته یې د خبرو کومه زمینه برابره کړې ده؟ حللاره څه ده؟
دلته ډلې ټپلې یوازې په پېژندپاڼو کې د افغان کليمې د لیکلو یا نه لیکلو په اړه ستونزه نه لري، بلکې دلته داسې کسان هم شته، چې له سره د افغانستان جغرافیه نه مني، قومونه یې نه مني او یا هم د افغانستان د نامه پر سر ناندرۍ وهي یا یې خراسان بولي یا نور نومونه ورته کاروي.
افغانستان چې له سیاسي او اقتصادي اړخه په ډېرو نازکو حالاتو کې دی، د دښمن دغه ډول توطئې نه شي زغملی او د ستونزو د ډېرېدو لامل ګرځي. د ملي یووالي په حکومت کې د ملي فکر او افغان پلوه کړیو مشرانو ته په کار ده، چې په دې اړه خپل غوڅ او روښانه دريځ وړاندې کړي. ځکه دلته داسې کړۍ کمې نه دي، چې د پردیو له اوبو غوړپ کوي او په پردي دسترخوان لوی شوي دي.
داسې کسان دلته شته، چې ملي بیرغ، ملي سرود او ډېرو ملي شخصیتونو ته درناوی نه لري، نو حکومت ته خو دا نه ده په کار، چې د هر نامعقول نظر د اورېدو او عملي کولو په پار دې سترې ملي پروسې وځنډوي او د میلیونونو افغانانو د ښې راتلونکې په لار کې دې د دوی له خبرو خنډ جوړ کړي.
په ملي ارزښتونو، ملي شخصیتونو، ملي مسایلو باندې لوبې کول د نیکه په ږېره لوبې کول دي. په دې اړه ښه متل دی، په هر څه لوبې خو د نیکه په ږېره لوبې کول نه دي په کار. ښايي د خلکو حوصله نوره تنګه شي او د ملي ګټو ضد کسانو پر وړاندې خپل غږ اوچت کړي. هغه وخت به بیا نه دولت د دوی مخه نیولی شي او نه هم پارلمان.
د حکومت درې واړو قواو ته په کار ده، چې د ملي ګټو د خوندیتابه لپاره د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش په برخه کې اړینه همغږي رامنځ ته کړي او په دې توګه د هغو ميلیونونو افغانیو له بې ځایه لګېدو مخه ونیسي، چې اوس یې د برېښنايي پېژندپاڼو مامورین په هسې کېناستو د ملت له خزانې اخلي او مسوولیت یې هم د حکومت پر غاړه دی.

فاطمیون؛ ایراني پلوه افغاني ملېشې

چهارشنبه, 20 جدی 1396 02:39

لیکوال: ضیاءالاسلام شېراني

په ایران کې د فاطمیون پوځي لوا مسوولینو له ایراني رسنیو سره په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د سوریې په جګړه کې دوه زره افغانان وژل شوي او له اتو زرو ډېر نور ټپیان شوي دي. فاطمیون چې خپله جګړه د «سپېڅلو ځایونو د ساتنې جهاد بولي» او په وینا یې پرته له دې چې کومه پوله په پام کې ونیسي دوی به دا جګړه کوي، هغه لوا ده چې ډېری جنګیالي یې د افغانستان شیعه مذهبه هزاره وګړي دي او تر دې دمه یې په زرګونه افغانان د سوریې، یمن او عراق جګړو ته د داعش پر ضد روزلي او لېږلي دي.
په ایران کې د دې فعالې وسله ‌والې ډلې، خطرناکو فعاليتونو په افغانستان کې له لومړي سره ډېر بحثونه راپورته کړي وو؛ خو دې بحثونو له هغې وروسته چې د اجرائیه ریاست دویم مرستیال محمد محقق په تهران کې یوې ناستې ته د وینا پر مهال د ایران په ملاتړ د داعش پر ضد جنګېدونکو وسله ‌والو ستاینه وکړه، لا زور واخیست او په افغانستان کې یې رسمي او غیر رسمي غبرګونونه راوپارول.
د محقق دا څرګندونې ولسمشرۍ ماڼۍ، اجرائیه ریاست، د افغانستان ملي شورا او ګڼ شمېر سیاستوالو رد کړې او ټینګار یې وکړ چې دا د افغانستان د حکومت او خلکو دریځ نه دی. ډېری افغانان له دې اندېښنه لري چې د ایران له لوري د نورو هېوادونو په نیابتي جګړو کې د افغانانو جنګول به د دې لامل شي چې افغانستان هم په دې اور وسوځي.
فاطمیون څوک دي؟
په ایران کې د واک پر ګدۍ ناست اخوندان ځانونه په نړۍ کې د شیعه مذهبو مسلمانانو د ټولو نظریاتو صادروونکي، مشران او مدافعین ګڼې. ایران په نورو هېوادونو کې د خپلو نیابتي جګړو د مخته وړلو لپاره مختلفې وسله ‌والې ډلې جوړې کړې دي، دا ډلې په مجموع کې د «مدافعین حرم» په نوم یادیږي چې یوه یې «فاطمیون» یا «لشکر فاطمیون» ده.
فاطمیون د افغان شیعه مذهبو څخه جوړه شوې پوځي ډله ده چې د ایران سپاه پاسداران له لوري په مستقیمه توګه اکمال او حمایه کیږي. د شته معلوماتو له مخې یادې پوځي ډلې د «لشکر فاطمیون» تر عنوان لاندې په ۱۳۹۰ لمريز کال کې خپل موجودیت رسمي اعلان کړ، چې بنسټ اېښودونکی یې هم علي رضا توسلي مشهور په ابوحامد، ګڼل کیږي او په ۱۳۹۳ کال کې وژل شوی دی.
د فاطمیون لښکر وسله‌ وال په افغانستان کې د ایراني اخوندانو په پوره اکمال او خوښه د شوروي اتحاد د ځواکونو او طالبانو پر ضد هم جنګېدلي دي؛ خو اوس مهال په سوریه، عراق، لبنان او یمن کې د شیعه مذهبو په ملاتړ له نورو وسله ‌والو ډلو سره په جګړه بوخت دي.
د دې ډلې لپاره د افغانستان د ننه، ایران او سوریه کې مېشت شیعه مذهبي افغانان په ایران کې د اقامې ترلاسه کولو، میاشتني معاش او نورو امکاناتو په بدل کې د «سپاه قدس» له لوري د «فاطمیون لښکر» لپاره جذبیږي. داسې هم ویل کیږي چې په دوی کې یوه برخه د لبنان له حزب‌الله سره بوخت دي او له کابل او نورو ولایتونو هم د جګړو لپاره کسان جذبوي.
فاطمیون افغانستان ته یو ستر ګواښ
فاطمیون یا ایراني پلوه افغاني ملېشې چې د ایران سپاه پاسداران له لوري په نورو هېوادونو کې د دې هېواد په ملاتړ نیابتي جګړو کې جنګول کیږي، پر افغان جګړه او د افغانستان پر وضعیت هم په مستقیمه توګه اغېز لري.
په سوریه کې د واکمن بشارالاسد له لوري د اسلامپالو پاڅونونو ځپل، د دې لامل شول چې د نړۍ د نورو مسلمانانو په ګډون افغانان هم غبرګونونه وښیې. دا غبرګونونه د ټولنیزو رسنیو له لارې پر غندلو او لاریونونو پیل او بالاخره د دې لامل شول چې یو شمېر افغانان د بشارالاسد پر‌ ضد او ملاتړ د جنګېدو په موخه سوریې ته ولاړ شي.
په عمومي توګه د بشارالاسد په ملاتړ ډېری افغان شیعه وګړي سوریې ته تللي او د بشارالاسد پر ضد یو شمېر افغان سني وګړي هم په جګړو کې بوخت دي. که څه هم په سوریه کې په مجموعي ډول د افغان جنګیاليو شمېر دقیق معلوم نه دی؛ خو د رسنيو د راپورونو پر اساس د سوريې په جګړه کې د جنګېدونکو افغان شیعه وګړو شمېر زرګونو تنو ته رسیږي چې اکثریت یې د «لشکر فاطمیون» وسله ‌والې ډلې تر چتر لاندې فعالیت کوي.
په سوریه او نورو هېوادونو کې د پردیو د ګټو لپاره د افغانانو وینه تویول، له یوې خوا په نیابتي جګړو کې د افغانستان ښکېلتیا په ډاګه کوي چې دا چاره به تر ډېره د افغانستان او عربي نړۍ هېوادونو پر اړيکو منفي اغېز وکړي او له بلې‌خوا د پردیو د ګټو لپاره دا ډول وینه تویونه په ښکاره توګه د افغانستان پر امنیتي وضعیت بد اغېز کولی شي.
په دې تړاو څو ټکي د پام وړ دي:
لومړی- که چېرې افغان شیعه مذهبي سوریې او نورو هېوادونو ته په عقیدوي لحاظ د شیعه مذهبو په ملاتړ تللي وي، پرته له شکه په مذهبي لحاظ ستر افراطيان ترې جوړېږي او افغانستان ته د دې ډول کسانو بیا راګرځېدل، له ځان سره دا خطر هم لري چې له افغان سني مذهبو سره به یې ټکر راځي او همدا ټکر به مذهبي جګړو ته لاره هواره کړي.
دویم- که چېرې دا کسان د پیسو په خاطر تللي وي، نو بیا یې هم راتګ افغانستان ته ستر سرخوږی دی، ځکه دوی د ټوپک له میله روزي پیدا کولو باندې عادت شوي، ښایي دلته هم همدا ټوپک د روزي پیدا کولو لپاره وکاروي چې پایله به یې تر ډېره د داخلي اختلافاتو او شخړو رامنځته کول وي.
درېیم- که ایران یادې ډلې د سوریې د جګړې له پای ته رسېدو وروسته بېرته را ستنې کړي، منحلېدل خو یې ډېر ناشوني ښکاري؛ خو د افغانستان په ګډون به یې ښايي ځینو هغو سیمو ته چې تهران له خپل ستر رقیب، سعودي عربستان سره پکې ښکر په ښکر دی، ولېږي. له دې سره نو افغانستان ته د ایراني نظام د ایډیالوژۍ په ملاتړ د یادو ډلو راتګ، هم افغانستان ته یو ګواښ کېدای شي.
له دې ټولو ورهاخوا په اوس مهال کې په سوریه، عراق او یمن کې فاطمیون وسله‌ وال په مستقیمه توګه له داعش ډلې سره په جګړه بوخت دي، همدا جګړه د دې لامل شوې چې داعش ډله د افغانستان د ننه خپل بريدونه زیات کړي او د ډېری بریدونو موخه یې په افغانستان کې شیعه مذهبي دي.
افغان دولت دې فاطمیون جدي ګواښ وګڼي!
د ایران له لوري د سوریې او نورو هېوادونو جګړو ته د افغانانو د لېږلو په اړه وخت ناوخت نړیوالې او سیمه ییزې رسنۍ رپوټونه خپروي. یادو رپوټونو کې ویل کیږي چې یو شمېر افغانان د بې وزلۍ او مذهبي دلایلو له امله د ایران واکمن نظام په پلوۍ په مختلفو هېوادونو کې جنګېږي.
په دې اړه د بشري حقونو د څار ډلې هم په خپل خپاره کړي راپور (۹ میزان ۱۳۹۶) کې ویلي وو چې د ایران سپاه پاسداران ډله هغه افغان زلمیان چې عمرونه یې له ۱۵ کلونو کم دي د سوریې جګړې ته لیږي.
د ایران د واکمن نظام له لوري سوریې یا بل هېواد ته د افغان وګړو لېږل یا هم هلته وژل کېدل کومه نوې خبره نه ده، دا چاره له کلونو راهیسي روانه ده او تر دې دمه ښایي زرګونه تنه پټ او ښکاره پکې وژل شوي او ټپیان شوي وي.
افغان حکومت د هر وخت په شان دا ځل هم د سوریې په جګړه کې د دوه زره افغانانو وژل کېدو د خبر خپرېدو په غبرګون کې چې تازه ایراني رسنیو خپور کړی، ویلي: «افغانستان په کور د ننه او بهر د نیابتي جګړې مخالف دی او نور باید د افغانانو وینې د پردیو د ګټو لپاره تویې نه شي».
د یادې قضیې په اړه د افغان حکومت دا ډول دریځ نه یوازې دا چې د ایران حکومت له لوري د دې چارې د مخنیوي سبب نه شي کېدای ، بلکې افغانستان به له سخت ګواښ سره هم مخ کړي.
افغان حکومت باید دا موضوع ډېره جدي ونیسي، له یوې خوا دې پر ایران د ډیپلوماټیکو هلو ځلو له لارې خپل او نړیوال فشار زیات کړي او له بلې خوا دې هڅه وکړي چې هغه کسان تر سختې څارنې لاندې ونیسي چې په ښکاره د فاطمیون له وسله ‌والو ملاتړ کوي او داسې ښکاري چې همدا کسان یې په افغانستان کې د جلب او جذب مسوولیت هم پر غاړه لري. که نه یو وخت به افغانستان هم د سوریې په برخلیک اخته شي او هغه مهال به یې کابو کول بیا یو ګران کار وي.

څپې او وختونه

راسره ملګري شئ

د سپوږمۍ راډیو اپلیکشن

Spogmai App   Spogmai App