کرغېړن ډيورنډ او ناولې برېټانیا

کرغېړن ډيورنډ او ناولې برېټانیا

لیکوال: لمر افغان-


ډیورنډ هغه فرضي کرښه ده چې یو ملت یې دوه ځایه کړی دی او له لسیزو راهیسې یې په سیمه کې ناندرۍ جوړې کړې دي. دلته یې د یوې ژبې او فرهنګ خلک په دوو برخو ووېشل او له کلونو مبارزې سره سره دغه کرښه له منځه یو نه وړل شوه. دا کرښه داسې وخت رامنځ ته شوه چې د ننه په افغانستان کې حاکم نظام ستونزې لرلې. د امیر ناروغ زوی له زندان را و ایستل شو، د ختیځ په لور روان کړل شو او داسې یوه مسئله له ولس سره تر مشورې پرته د هغه پر وړاندې کېښودل شوه چې د افغانستان د راتلونکې لپاره یې حیاتي ارزښت درلود. له حقوقي اړخه هم دغه سند باطل دی ځکه د امیر زوی له زندانه ایستل شوی و، اکثریت افغانانو بیعت نه و ورسره کړی او د سیمې د روان وضعیت په اړه یې هېڅ ډول معلومات نه درلودل.
بله موضوع دا ده چې هغه وخت دا فرضي کرښه یوازې او یوازې د ځينو مهالنیو مسایلو لپاره رامنځ ته شوه د دایمي پولې ارزښت او مقام یې نه درلود. له برېټانوي هند سره دا هوکړه شوې وه او اوس له پاکستان سره د دې هوکړې هېڅ ډول قانوني ارزښت نه دی موجود. ځکه دغه کرښه رسمي نه ده او نه یې هم څوک رسمي ګڼلی شي. دا سمه ده چې په کور د ننه د پردیو ځينې جاسوسان شته او وخت ناوخت د دغه مهم ملي ارزښت په اړه غیر مسوولانه څرګندونې کوي، خو حقوقي کارپوهان او نړیوال مبصرین په دې پوهېږي چې دغه کرښه حقوقي ارزښت نه لري او پر هغه د پاکستان اوسني اقدامات غیر حقوقي او غیر قانوني دي.
د دغه فرضي کرښې په رامنځ ته کېدو سره افغانانو په تېره پښتنو ته ستره ضربه واوښته. لومړی خو دا چې افغانستان خپله ستره برخه خاوره، چې هغه د اوسني وخت د سوداګرۍ او ترانزیټ لپاره خورا مهمه وه، له لاسه ورکړه. بله ضربه یې دلته پراته ستر پښتون ټبر ته ده. پښتون ټبر د لرغونې اریانا له پېره تر دې دمه په دې سیمه کې ژوند کوي. دغه لرغونی اریايي ټبر د ژبې او فرهنګ د رېښو له پلوه اریايي قومونو ته رسېږي او پر همدې بنسټ په دې سیمه کې له پېړیو راهیسې ژوند کوي. دوی د سیمې له هېوادونو سره د فرهنګونو په رامنځ ته کولو او همدا راز په سیمه کې د تمدن او فرهنګ په بنسټيز کولو کې هڅه کړې ده او د ټولو تېرو تاریخي پېښو په اوږدو او تکامل کې یې بنسټیز او مهم رول لرلی دی.
سره له دې چې دغه ستر او تاریخي ټبر د تاریخ په اوږدو کې له سترو تاړاکونو او ناخوالو سره مخ شوی دی، خو لا یې هم ژوند کړی دی او خپل تاریخي سیر یې وهلی دی. د مغولو له شپږو پېړيو پرله پسې ظلمونو وروسته دغه ټبر د انګرېزانو له سختو ظلمونو او زیاتي سره مخ شو. دوی یې په بېلو ډلو ووېشل، و یې وهل، و یې ټکول او زندانونه یې ورباندې ډک کړل. د پښتنو ستر داعي، د عدم تشدد د فلسفې سرلاری او د پښتنو د حقوقو ستر مبارز تر ۳۰ ډېر کلونه د انګریز او پاکستاني حکومت په زندانونو کې تېر کړل. هغه ځکه زندانونو ته لېږل کېده چې د دغه کرغېړنې کرښې مخالفت یې کاوه، د پښتنو یووالی یې غوښت، د پاکستان په نامه د یوه هېواد رامنځ ته کېدل یې، خطرناک ګام باله او هغه یې د انګرېز دسیسه بلله.
له لسیزو زیاتي وروسته انګرېز له سیمې پښې سپکې کړې. خو په افغانستان کې یې باید د دریو پر له پسې ماتو غچ اخیستی وی. دوی د همدې غچ لپاره داسې یوه سرطان دانه د پښتون ټبر پر سینه پرېښوده، چې لا یې هم درد ټول پښتانه کړوي. سره له دې چې د ډيورنډ فرضي کرښې په اړه خبرې کول او دغه ستونزه حل کول، منظمو او لویو غونډو یا کنفرانسونو ته اړتیا لري، خو واړه کوښښونه هم کولی شي په دې اړه ذهنیت ويښ وساتي او دا خبره په پښتنو کې ژوندۍ وساتي چې دغه کرښه رسمي نه ده او یوازې د یوه ملت د بېلولو او د برېټانیا د موخو د تر لاسه کولو لپاره رامنځ ته شوې ده.
ډیورنډ کرښه د افغانستان لپاره په یوه وير اوښتې ده. د اوسني پاکستان حکومت د افغانستان له هر رامنځ ته شوي حکومت سره خبرې کړې دي او ترې غوښتي یې دي چې دغه کرښه په رسمیت وپېژني. له مجاهدینو نیولې، تر طالبانو، د ښاغلي کرزي تر واکمنۍ بیا اوس د ملي یووالي په حکومت کې هم دغه مسئله مطرح شوې ده. پاکستان غوښتي چې دغه کرښه رسمي شي او په دې توګه افغانستان په وچه کې حصار هېواد پاتې شي. پاکستان یوازې له افغانستان سره نه بلکې له هند سره هم د پولو پر سر ستونزه لري او دا هر څه د برېټانیا میراث دی. ځکه دوی غوښتي چې د سیمې هېوادونه د ارام سا وا نه خیستی شي.
د ملي یووالي د حکومت له پیله تر دې دمه پر دغه کرښه مشکوک کارونه روان دي. کله کله د حکومت پر نیت هم شک کېږي او ډیری خلک په دې باور دي، چې ښایي د ملي یووالي حکومت د افغانانو له دې ملي داعیې دفاع و نه شي کړی. د حکومت د پیل پر مهال پاکستان پر دغه فرضي کرښه ځينې تحرکات پیل کړل. دوی پوستې جوړې کړې، په ځينو ځایونو کې را وړاندې شول، د تورخم دروازه یې جوړه کړه، په لومړي سر کې یې پاکستان ته د اوښتو لپاره پاسپورت او بیا د پاکستان وېزه جبري کړل. سره له دې چې افغان حکومت د دغو کړنو په اړه غبرګون وښود، خو دا یوازې د خبرو تر چوکاټه محدود و او نور یې هېڅ و نه کړل. ان تر دې چې په ملګرو ملتونو کې د ملي یووالي حکومت استازي د ډیورنډ په اړه په خبرو کې دغه کرښه فرضي و نه بلله او هغه یې د پولې په نامه یاده کړې وه.
په دې وروستیو کې بیا برېټانیا څو ځله د دې کرښې په اړه څرګندونې کړې دي. په افغانستان کې د برېټانیا سفیر په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي چې د ډیورنډ په اړه زموږ خبرې سل کاله وړاندې وې اوس که افغان او پاکستانی حکومت غواړي چې دغه ستونزه حل کړي د دوی خپل کار دی او برېټانیا پکې مداخله نه کوي.
برېټانویان وايي چې په دې کار کې مداخله نه کوي، خو حقیقت دا شی نه دی، دوی تل د پاکستان دفاع کړې ده او د دغه هېواد ملاتړ کوي. پاکستان په سیمه کې د غربي هېوادونو د پلانونو د عملي کولو لپاره یو کرايي کارګر دی، چې د خپلو بادارانو خولې ته یې غوږ نیولی دی او لاس و پښې یې د دوی په اشاره حرکت کوي.
ډیورنډ فرضي کرښه هم همداسې ده، تر هغه چې پر دې کرښه عملي او رسمي خبرې و نه شي، افغانان خپلو حقوقو ته و نه رسېږي، نو په افغان خاوره کې به د پاکستان کرغېړنې کړنې پای ته و نه رسېږي. دوی به د ترهګرو ملاتړ کوي، دوی به ترهګرې ډلې روزي، دوی به پر دغه کرښه اغزن سیم تېروي او په ځينو برخو کې به له فرضي کرښې هم را اوړي.
د افغان حکومت مسوولیت هم په دې برخه کې خورا دروند دی. دوی باید له ولسونو سره واضحې او رښتینې خبرې وکړي او څه چې روان دي هغه ورسره شریک کړي. که چېرې حکومت د پاکستان پر وړاندې غږ نه شي اوچتولی نو پر پښتنو دې غږ وکړي، ملت دا وړتیا لري چې خپل حق خوندي کړي. ځکه د دوی ځمکې دوه ځایه شوې دي، دوی دوستان لري، هغه دوه ځایه شوي دي، طبيعي زېرمې، کورنۍ او دې ته ورته څيزونه یې بېل شوي دي او افغانان باید له خپلې تاریخي او ملي داعیې دفاع وکړي.

Read 1123 times

څپې او وختونه

راسره ملګري شئ

د سپوږمۍ راډیو اپلیکشن

Spogmai App   Spogmai App