Spogmai FM http://www.spogmairadio.af/component/content/frontpage Tue, 21 Nov 2017 07:54:35 +0000 Joomla! 1.5 - Open Source Content Management fa-ir فساد او مدیریتي کمزوریو د افغان پوځ ليکو ته د سرتېرو جلب او جذب کم کړی دی http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/14689-2017-11-21-03-42-47 http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/14689-2017-11-21-03-42-47 د افغان ځواکونو، په ځانګړي ډول د ملي پوځ، لیکو ته د سرتېرو د جلب او جذب کمېدو د افغان ځواکونو د راتلونکې په اړه پوښتنې او اندېښنې زیاتې کړې دي.

تازه نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپل یو راپور کې ویلي، چې سږ کال د نورو کلونو په پرتله لږو کسانو د پوځ لیکو ته د ورتګ لپاره نوملیکنه کړې، په داسې حال کې چې د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې کچه تر نورو کلونو څو چنده لوړه شوې ده.

ورځپاڼې د جلب او جذب د ملي مرکز د مشر جنرال محمد ابراهیم له قوله ویلي، چې په ۲۰۱۵ کال کې ۴۲ زرو، په ۲۰۱۶ کال کې ۳۷ زرو او د ۲۰۱۷ کال تر نیمايي ۱۳ زرو کسانو د پوځ لیکو ته د ورتګ لپاره نومونه ثبت کړي دي.

پوځي شنونکي وايي، د امنیتي ځواکونو په لیکو کې فساد، مدیریتي ستونزې، پر وخت د اکمالاتو نشتوالی او د عمل پر ځای خبرې هغه عوامل دي، چې له امله یې نوي ځوانان د امنیتي ځواکونو لیکو ته د ورتګ لپاره زړه نه ښه کوي.

پوځي کارپوه جنرال عبدالواحد طاقت وايي، په افغان امنیتي ځواکونو، په ځانګړي ډول پوځ، کې د مدیریت ستونزه تر بل هر وخت جدي ده او د پوځ مسوولین نه پوهیږي، خپلو سرتېرو ته څه ډول روحیه ورکړي.

نوموړي مسیر ورځپاڼې ته وویل، کله چې د مدیریت د ستونزې او فساد له امله افغان پوځیان په ډله ییز ډول وژل کیږي نو څنګه به نوي کسان زړه ښه کړي، چې د پوځ لیکو ته ورشي؟

د ده په وینا په هلمند کې د جګړې د لومړۍ کرښې سرتېري په وږي نس او څو مرمیو د څو ورځو لپاره جنګیږي؛ خو د همدې سرتېرو په نوم اخیستل شوي امتیازات په پلازمېنه یا د ولایتونو په مرکزونو کې حیف او میل کیږي.

یوه نیمه اونۍ وړاندې د ملي دفاع وزارت سرپرست طارق شاه بهرامي کابل کې یوې خبري غونډې ته د خبرو پر مهال وويل، چې سږ کال د پوځیانو مرګ ژوبله په کم سارې توګه لوړه شوې ده.

بهرامي وویل، د افغان ځواکونو مرګ ژوبله د مخالفینو د جنګي تکتیک د تغیر له امله لوړه شوې ده.

سیاسي کارپوه یوسف امین ځاځی وایي، افغان چارواکي یوازې په خوله د سرتېرو د ملاتړ نارې وهي او په عمل کې یې په دې برخه کې هېڅ ګام نه دی اخیستی.

ځاځي مسیر ورځپاڼې ته وویل، د افغان ځواکونو مرګ ژوبله او د هغوی د جلب او جذب کمېدل د امنیتي ځواکونو د راتلونکي په اړه جدي پوښتنې پيدا کوي.

د هغه په وینا افغان حکومت هره ورځ د امنیتي ځواکونو د اکمالاتو په قراردادونو کې د سپما خبره کوي؛ خو د دې سپما په اړه نه وضاحت شته او نه یې د فساد مخه هغه ډول نیولې چې اړتیا ده.

دی وایي، په امنیتي سکتور کې د سرپرستیو دوام هم هغه ستونزه ده چې له امله یې خلک پر امنیتي سکتور بې باوره شوي دي.

نیویارک ټایمز په خپل راپور کې ویلي، چې لوی شمېر کسان له دې امله د پوځ لیکو ته د ورتګ زړه نه ښه کوي، چې کورنۍ یې د مخالفینو له لوري ګواښل کیږي؛ خو یوسف امین ځاځی وایي، چې د پوځ د وژل شویو کسانو کورنیو ته د حکومت نه پاملرنه هم د یوه مهم فکتور په توګه د جلب او جذب پر پروسه اغېز لري.

میاشت وړاندې د امنیتي سکتور مسوولین ولسي جرګې استجواب کړي وو او په دغه غونډه کې هغوی ویلي وو، چې هره ورځ د افغان ځواکونو شاوخوا ۱۰۰ منسوبين وژل کیږي.

]]>
hameedwardak20@gmail.com (سپوږمۍ راډیو) frontpage Tue, 21 Nov 2017 03:40:26 +0000
د پاکستان پوځ د مرستو راټولولو لپاره د قبايلو پر ژوند لوبې کوي http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/14688-2017-11-20-12-33-43 http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/14688-2017-11-20-12-33-43 د پاکستان پوځ له تېرو څو ورځو راهيسې په جنوبي وزيرستان کې پوځي عمليات پيل کړي دي چې له کبله يې سلګونه کورنۍ د خپلو سيمو پرېښودو ته مجبورې شوې دي. پاکستانۍ «دې نېشن» ورځپاڼې ليکلي، پوځ دغه عمليات په ناڅاپي توګه پيل کړي او د سيمو اوسيدونکو ته يې امر کړی چې له خپلو کورونو ووځي. د پېښور پوهنتون د نړيوالو اړيکو پروفيسره نورين نصير وايي، پاکستان له امريکا سره د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې د مرستې ژمنه کړې ده. دا وايي، پوځ په همدې موخه په وزيرستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه عمليات پيل کړي او غواړي په دې توګه له امريکا مرستې راټولې کړي. د مېرمن نصير په وينا پاکستان نه غواړي چې له ترهګرۍ سره رښتينې مبارزه وکړي. په ورته مهال د قبايلو يو مدني فعال محسن داوړ وايي، چې قبايل د نظامي عملياتو له کبله په خورا ناوړه وضعيت کې دي، خو دا چې پوځ د دې سيمې په تړاو د معلوماتو خپرېدو ته اجازه نه ورکوي، څوک د قبايلو پر حال هم نه خبرېږي. په جنوبي وزيرستان کې له تېرو څو کلونو راهيسې عمليات روان وو، خو پوځ روان کال خلکو ته اجازه ورکړه چې خپلو کورونو ته ور ستانه شي. له بلې خوا د امريکا کانګرېس هم له پاکستان سره خپلې نظامي مرستې مشروطې کړې او يوازې په هغه صورت کې به له پاکستان سره مرسته کوي، چې دغه هېواد د ترهګرو پر خلاف رښتيني ګامونه واخلي.

]]>
hameedwardak20@gmail.com (سپوږمۍ راډیو) frontpage Mon, 20 Nov 2017 12:32:24 +0000
نړیوال مرسته کوونکي په افغانستان کې له ملېشې جوړونې سره مخالف دي http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/14684-2017-11-20-11-01-38 http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/14684-2017-11-20-11-01-38 د ملګرو ملتونو په ګډون نړیوال مرستندویان افغانستان کې د ملیشې د جوړېدو مخالف دي" د محلي پولیسو دا ملېشې د دفاع وزارت له خوا اداره کېږې. برتانوۍ ورځپاڼه ګارډین لیکي د ملګرو ملتونو په ګډون نړیوال مرستندویان په افغانستان کې د امریکا د هغه پلان مخالفت کوي چې له مخې یې غواړي په کليوالو سیمو کې ځايي ملیشې رامنځته کړي. دوی به د خپلو سیمو د امنیت مسوولیت لري چې د طالبانو د نفوذ مخه ونیسي. ورځپاڼه لیکي ځینې نړیوال مرستندویان هڅه کوي افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د دغې طرحې مخالفت ته وهڅوي. دا نوی ځواک د محلي پولیسږ په څېر دی خو توپیر یې دا دی چې د ملي دفاع وزارت له خوا به اداره کیږي او د ملي اردو هغه پخواني افسران او سرتیري به هم پکې وي چې په ملي پوځ کې یې د کار موده پای ته رسیدلې ده. ورځپاڼه زیاتوي د دغه نوي ځواک شمیر شل زره تنه اټکل شوی دی. که څه هم د محلي پولیسو په اړه ځینې شکایتونه شته خو په ځینو سیمو کې د چارواکو په وینا د سیمو د امنیت خوندي کولو لپاره یې ښې پایلې لرلې دي، دوی همدې ته په کتو د دغه نوي ځواک رامنځته کولو ته زړه ښه کړی دی.

]]>
hameedwardak20@gmail.com (سپوږمۍ راډیو) frontpage Mon, 20 Nov 2017 11:00:31 +0000
پنټاګون له پاکستان غواړي چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه ګړندۍ کړي http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/14682-2017-11-20-04-02-21 http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/14682-2017-11-20-04-02-21 امریکايي چارواکي به پاکستان ته په خپل سفر کې د یاد هېواد له حکومت وغواړي چې د طالبانو پر وړاندې مبارزه لا ګړندۍ کړي. د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې د امریکا ددفاع وزیر به په نږدې ورځو کې پاکستان ته سفر وکړي او هلته به له پاکستاني چارواکو وغواړي چې له طالبانو او حقاني شبکې سره مبارزه ګړندۍ کړي او په دې برخه کې کوټلي ګامونه واخلي. تر جیمز متیس وروسته به د امریکا د پوځ مشر جوزف ډانفورډ هم پاکستان ته ولاړ شي او ددغه هېواد له چارواکو به وغواړي چې د حقاني شبکې او طالبانو پر وړاندې جدي اقدامات وکړي او ددوی مرکزونه له منځه یوسي. امریکا د خپلې نوې تګلارې له مخې له پاکستان غوښتي چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه وکړي او له ملاتړه یې لاس واخلي. خو پاکستان بیا تل ویلي، چې د ترهګرۍ ملاتړ نه کوي او دغه پدیده ددوی په هېواد کې نشته ده. افغان حکومت بیا تل د اسنادو په وړاندې کولو دا ثابته کړې، چې ترهګر د پاکستان په خاوره کې فعالیت کوي او له هغه ځایه په افغانستان کې خپل بریدونه تنظیموي.

]]>
hameedwardak20@gmail.com (سپوږمۍ راډیو) frontpage Mon, 20 Nov 2017 04:01:57 +0000
شنونکي: د عدالت غوښتنې مرکزونه د بې عدالتۍ پر مرکزونو بدل شوي http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/14677-2017-11-20-03-54-10 http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/14677-2017-11-20-03-54-10 ولسمشر غني  د دولت د قضایاوو له ادارې او حقوقو ریاست، خو مرستیال یې سرور دانش له محاکمو سر ټکوي او په وینا یې دغه ارګانونه هغسې چې اړتیا ده خلکو ته خدمتونه نه وړاندې کوي. شنونکي بيا د دې ټولو پړه پر ولسمشر ور اچوي او وايي، ولسمشر غني د دې پر ځای چې د دولتي ادارو د مسوولينو ملاتړ وکړي هغوی ګواښي او وخت ناوخته يې په کارونو کې لاسوهنې کوي.

وړمه ورځ ولسمشر غني په څلورم ښاري ملي کنفرانس کې د وینا پر مهال وویل، چې د ځمکو د غصب په مخنيوي کې د دولت د قضاياوو ادارې له کړنو سخت ناراضه دی.

پرون بیا د ولسمشر مرستیال سرور دانش کابل کې د اداري اجراءاتو قانون د معرفۍ  په غونډه کې وویل، چې افغان محاکم د تدارکاتو او ګومارنو دوسیې د تخصصي پوهې د نشتوالي له امله نه شي څېړلی.

حقوقپوهان وايي، په حکومت کې هغه ادرسونه چې د حقونو د خوندیتابه او قانون پلي کولو په موخه جوړ شوي د قانون ماتولو پر مرکزونو بدل شوي، نو ځکه باید ولسمشر غني د شکایت پر ځای د خپلو ادارو نظم او امنیت ته پام وکړي.

سیاسي کارپوه حسن مبارک عزیزي وایي، د دې پر ځای چې خلک حکومت ته شکایت وکړي، حکومت له خپل ځانه شکایت کوي او دا کار د هېواد راتلونکي ته د خلکو هیلې لا ډېرې مړاوې کوي.

نوموړي مسیر ورځپاڼې ته وویل، که ولسمشر غني یا یې مرستیال له قضايي سیستم شکایت لري نو له دې دا قیاس کېدای شي، چې خلک به د دولت له حقوقي او قضايي خدمتونو څومره راضي وي؟

د مبارک په وینا د دولت په عدلي او قضايي ارګانونو یا حقوقي بنسټونو کې یو شمېر داسې کړۍ هم واکمنې دي، چې د قانون د تنفیذ پر وړاندې خنډ دي.

دی همدا راز وايي، د حکومت خپلمنځي اختلافات، د لومړیتوبونو له پامه غورځول او سلیقوي ګومارنې د قوانینو د پليتابه پر وړاندې لوی خنډونه دي.

حقوقي کارپوه حسین سجادي وايي، هغه ادارې چې د قانون د پلي کولو او نظم د ټينګښت لپاره جوړې شوې د قانون ماتونې تر ټولو ستر مرکزونه دي.

نوموړي مسیر ورځپاڼې ته وویل: «هغه نظر پوښتنې چې د قانون د حاکميت په اړه شوې دي، ټولې یې دا وايي، چې په عدلي او قضايي ارګانونو کې تر ټولو زیات قانون ماتېږي او د دې قانون ماتېدنې پایله دا ده چې عدلي او قضايي ارګانونه خوندیتوب نه لري».

دی د بېلګې په توګه د زابل ولایت په عدليې رياست کې د پوليسو د يو چارواکي له لوري د هغه د دوو سپين ږيرو مدعيانو وژل کېدو ته اشاره کوي او وايي، چې د ټول افغانستان د عدلي او قضايي ادارو خوندیتوب له دې پېښې قیاس کېدای شي.

د سجادي په وینا حکومت د دې پر ځای چې خلکو ته خدمتونه وړاندې کړي د خلکو د تېر ایستلو لپاره په خپلو ادارو نیوکې کوي او موخه یې دا وي څو خلکو ته وښيي، چې په درد یې دردمن دي.

نوموړی وایي، ولسمشر غني تر لسو ځلونو ډېر ځينې ادارې او مامورین ګواښلي؛ خو بېرته له خپلې خبرې اوښتی دی.

د سجادي په وینا د ځمکو غاصبینو ته د غني ګواښ، غیر مسوولو وسله والو ته د هغه ګواښ او اوس د دولت د قضاياوو او او حقوقو ریاستونو ته ګواښ ټولې د یوه وزن خبرې دي چې پایله نه لري.

په ټوله کې د شنونکو باور دا دی چې که حکومت رښتيا هم اصلاحاتو ته ژمن وي او د ټولو هغو ستونزو هوارېدل غواړي چې افغانان ورسره مخ دي، نو د عامه خدمتونو د کارکوونکو خونديتوب ته دې پاملرنه وکړي او اجازه دې نه ورکوي چې د عدالت غوښتنې مرکزونه د بې عدالتۍ پر مرکزونو بدل شي.

 

]]>
hameedwardak20@gmail.com (نن په مسیر ورځپاڼه کې) frontpage Mon, 20 Nov 2017 03:52:35 +0000
د ملا رسول ډله: ایران دې په سوریه کې د افغانانو جنګول بس کړي http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/14675-2017-11-19-10-20-43 http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/14675-2017-11-19-10-20-43 د ملا رسول په مشرۍ له طالبانو جلا شوې ډلې له نړیوالې ټولنې او اسلامي کنفرانس څخه غوښتي، چې د ايران له خوا د عراق او سوريې جګړو ته د افغانانو د لېږلو مخه ونيسي. د يادې ډلې له خوا رسنیو ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ايران دغه کار غندي او وایي، ايران غير اسلامي او غيرانساني بشرضد عمل کوي. د طالبانو يادې ډلې پر نړيوالې ټولنې او د اسلامي هېوادونو سازمان پر اسلامي کنفرانس غږ کړى چې د ايران د دغه ناوړه عمل مخه ونيسى. د ملا رسول ډلې ويلي، د ايران حکومت د افغانستان په مختلفو ولايتونو او کابل کې د جلب او جذب مرکزونه جوړ کړي او د فاطميون ډلې ترچتر لاندې يې لومړى ايران ته استوي او له هغه ځايه يې وروسته بيا سوريې، عراق او نورو هېوادونو ته د جنګ لپاره لېږي. د سرچينې د معلوماتو له مخې، ګن شمېر افغانان په دغو هېوادونو کې وژل شوي، خو تر اوسه يې د قبرونو په اړه چاته معلومات نشته.

]]>
hameedwardak20@gmail.com (سپوږمۍ راډیو) frontpage Sun, 19 Nov 2017 10:20:00 +0000
ولسي جرګه: له امریکا سره دې شته امنیتي تړون لغوه شي http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/14671-2017-11-19-04-01-34 http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/14671-2017-11-19-04-01-34 ولسي جرګه وايي، که ناټو او امريکايي ځواکونه پر افغان خاوره د پاکستان پر راکټي بريدونو غبرګون نه ښيي، نو له امريکا سره شته امنيتي تړون دې لغوه شي. د ولسي جرګې غړي پر کونړ او ننګرهار د پاکستان د وروستيو راکټي بريدونو په اړه د حکومت پر ساړه غبرګون او دغه راز دا چې د ملي دفاع وزارت ولې د پاکستان د راکټي بريدونو پر وړاندې باالمثل غبرګون نه ښيي، نيوکه لري. د ولسي جرګې لومړي مرستيال، چې د جرګې د پرونۍ عمومي غونډې مشري يې کوله وويل، چې پر افغانستان د پاکستان بريدونه غندي خو په وينا يې په غندلو سره څه نه کيږي. ده وويل، د ولسي جرګې غړي کولای شي چې پر کونړ د پاکستان د راکټي بريدونو په برخه کې له خپلو واکونو په استفادې غوره پرېکړه وکړي او که امريکا نه شي کولای پر افغانستان د ورته بريدونو مخنيوی وکړي نو ورسره شوی امنيتي تړون دې لغوه شي. د همایون همایون په خبره په داسې حال کې چې پاکستان پر افغان خاوره راکټونه ولي او هېڅوک يې پر وړاندې غبرګون نه ښيي، د افغانستان – امريکا امنيتي تړون ته اړتيا نشته.

]]>
hameedwardak20@gmail.com (سپوږمۍ راډیو) frontpage Sun, 19 Nov 2017 04:00:46 +0000
د ټاکنو کمېسیون د مشر ګوښه کول په راتلونکو ټاکنو کې د حکومت د لاسوهنې هڅه ده http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/14666-2017-11-19-03-47-48 http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/14666-2017-11-19-03-47-48 د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د مشر ګوښه کېدلو له یو شمېر وکیلانو او سیاسي شنونکو سره دا اندېښنه زیاته کړې، چې ولسمشر او اجرایه رییس غواړي راتلونکې ټاکنې د خپل ځان په ګټه ډیزان کړي.

حقوقپوهان هم د نجیب الله احمدزي ګوښه کېدل د پوښتنې وړ بولي او په وینا یې حکومت باید وضاحت ورکړي، چې د نوموړي د ګوښه کولو لپاره یې ولې پر کمېشنرانو فشار راوړی.

د ولسي جرګې لومړی مرستیال همایون همایون وايي، د ټاکنو کمېسیون د چا شخصي ملکیت نه دی او دا د ټول ملت کمېسيون دی، نو ځکه باید ولسمشر یا بل هر چاته اجازه ورنه کړل شي، چې په کمېسیون کې لاسوهنه وکړي.

نوموړي تېره ورځ د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې وویل، نجیب الله احمدزی په ناقونونه ډول له دندې ګوښه شوی، وکیلان یې باید د ولسي جرګې عمومي غونډې ته را وغواړي او د ټاکنو په کمېسیون کې د لاسوهنو په اړه ترې معلومات واخيستل شي.

د ولسي جرګې بل غړي ظاهر قدیر هم ورته څرګندونې وکړې او حکومت یې په ټاکنو کمېسیون کې پر لاسوهنې تورن کړ.

سیاسي کارپوه غلام جیلاني ځواک وايي، حکومت د راتلونکو ټاکنو ځنډولو او په خپله خوښه د ټاکنو ترسره کولو ته ډول ډول لارې او بهانې لټوي.

ځواک مسیر ورځپاڼې ته وویل، د ملي یووالي حکومت مشران د ټاکنو ترسره کولو اراده نه لري، له همدې امله د اصلاحاتو او نورو پروسو په نوم په کمېسیون کې د خپلې خوښې وړ اشخاص ګوماري.

دی وايي، که حکومت د ټاکنو د ترسره کولو اراده لرلی، په تېرو دریو کلونو کې به یې په دې برخه کې یو ګام اخیستی و.

ځواک د ټاکنو کمېسیون د مشر ګوښه کول په راتلونکو پارلماني او ولسمشریزو ټاکنو کې د درغلۍ هڅه بولي.

د ده په خبره اوس به خورا سخته وي، افغانان باور وکړي چې دوی به نسبي رڼې ټاکنې ولري.

د ټاکنو یو شمېر ملاتړو بنسټونو هم د ټاکنو کمېسیون د مشر ګوښه کېدل د پوښتنې وړ بللي.

حقوقي کارپوه اجمل هوډمن وايي، د ټاکنو قانون د شپاړسمې مادې له مخې د کمېسیون یو غړی، په تحصیلي اسنادو کې د تزویر، له مدني حقونو د محرومېدو، په جنايي یا جنحي جرم محکومیت، د سیاسي ګوند د غړیتوب، د اساسي او نورو قوانینو ماتولو، په صعب العلاجه ناروغۍ د اخته کېدو، د ۲۰ پر له پسې ورځو غیابت او د هېواد لوړو ګټو پر ضد د عمل په صورت کې د نورو کمېشنرانو له لوري عزل کېدای شي.

هوډمن پر خپل فېسبوک لیکلي، چې له لومړيو دريړ حالتونو پرته نور حالتونه د کمېسيون د غړو له خوا تشخصیږي.

هغه زیاته کړې:

«په دغو حالاتو کې که یو هم ثابت وي او د کميسيون غړو بې له کوم سیاسي فشار او جبر نه دا تصمیم نیولی وي، نو بیا نجیب الله احمدزی معزول بلل کیږي او که دا حالتونه ثابت نه وي او د کمېسیون غړي سیاسي فشار ته تسلیم شوي وي، نو بیا د نجیب الله احمدزي عزل غیر قانوني عمل دی».

اجمل هوډمن وايي، که نجیب احمدزی عزل شوی هم وي، د ټاکنو قانون د څوارلسمې او شپاړسمې مادې له مخې باید د غوراوي کمېټه له هغو ۱۴ کسانو یو کس ولسمشر ته وړاندیز کړي، چې لومړی ځل د نوماند کمېشنرانو په توګه وړاندیز شوي وو.

د دې اندېښنو په ځواب کې د ټاکنو کمېسیون یوې کمېشنرې ملیحې حسن ویلي، چې کمېسیون د چا تر فشار لاندې نه دی او د نجیب الله احمدزي ګوښه کېدل د کمېسیون پر کړنو اغېز نه لري.

]]>
hameedwardak20@gmail.com (نن په مسیر ورځپاڼه کې) frontpage Sun, 19 Nov 2017 03:46:28 +0000
ولسمشر: کابل د اوبو په برخه کې له کړکېچ سره مخ دی http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/14662-2017-11-18-11-24-40 http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/14662-2017-11-18-11-24-40 ولسمشر محمد اشرف غني وایي، کابل د اوبو له بنیادي کړکېچ سره مخ دی. غني زیاته کړه، چې په تېرو دريو کلونو کې د اوبو د مدیریت په هکله يو لړ څېړنې او مطالعات شوي او په پام کې ده چې کابل کې د اوبو کړکېچ د مخنيوي لپاره ډېر ژر يو لوی پروګرام پلی شي. د ولسمشر په خبره، د پيل کېدونکي پروګرام په چوکاټ کې به په کابل کې د اوبو پر یوه مهم بند کار پیل شي چې د پلازمینې د اوسېدونکو ډېرې ستونزې به ورسره هوارې شي. ويل کيږي چې په چهاراسياب ولسوالۍ کې د اوبو د يو لوی بند د جوړېدو سروې بشپړه شوې او حکومت غواړي چې د دغه بند د جوړولو عملي کار هم پيل کړي. خو د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکي وايي، هند ژمنه کړې چې د سلما بند په څېر په چهاراسياب کې د اوبو بند په جوړولو کې هم له افغانستان سره مرسته وکړي. د سرچينې په خبره، له همدې امله د بند د جوړولو کار په عملي ډول نه دی پيل شوی.

]]>
hameedwardak20@gmail.com (سپوږمۍ راډیو) frontpage Sat, 18 Nov 2017 11:23:52 +0000
د هلمند په مارجه کې تصفیوي عملیات پيل شوي دي http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/14661-2017-11-18-10-33-09 http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/14661-2017-11-18-10-33-09 په هلمند کې د مارجې ولسوالۍ سرتېرو ته د اکمالاتو رسولو په موخه د ميوند ۰۸ په نوم عملیات پیل شوي چې تر دې مهاله یو شمېر سیمې د دولت له وسله والو مخالفینو پاکې شوې دي. په دغه ولايت کې د ۲۱۵ میوند قول اردو مطبوعاتي دفتر مرستيال جګړن عبدالقدیر بهادرزی وايي، دغو عملیاتو کې، چې نن د ګډو ځواکونو له خوا د ایساف هوايي ځواک په مرسته پیل شوي، لومړی سيمې تصفیه کېږي. نوموړي وويل چې تر عملیاتو وروسته به د مارجې ولسوالۍ سرتېرو ته چې لارې پرې بندي دي، جنګي او خوراکي توکي ورسول شي او وروسته به په اړونده برخه کې نور پرمختګ هم رامنځته شي. د بهادرزي په وينا، تر دې مهاله د ولسوالۍ پر لور ډېر پرمختګ شوی او په سیمه کې د پام وړ مقاومت نه ښکاري. بلخوا د ولایت د مطبوعاتي دفتر له خوا په یوه خپره شوې خبرپانه کې ویل شوي چې د مارجې او نادعلي د ګډې سیمې له دوراهي څخه درې کيلومتره پرمختګ شوى دى.

]]>
hameedwardak20@gmail.com (سپوږمۍ راډیو) frontpage Sat, 18 Nov 2017 10:28:51 +0000