دوشنبه, 03 تله 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



لاهور کې چاودنې له ۲۰ ډيرو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   

د پاکستان د پنجاب ایالت په مرکز لاهور کې چاودنې له شلو ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله. رپوتونه وايي، په پېښه کې اووه کسان وژل شوي او له شلو ډېر ټپیان دي. د پنجاب ايالت د قانون وزیر رانا ثناوالله له رسنیو سره په خبرو کې د وژل شويو شمېر اووه تنه ښودلې خو د دغه ښار د پولیسو يوه مشر ډاکټر حیدر اشرف بيا له ځايي رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې په چاودنه کې څلور تنه وژل شوي او تر شلو ډير نور ژوبل شوي دي. د ځايي چارواکو په خبره چاودنه د لاهور ښار په ډيفنس سیمه کې په يوه مارکيټ کې شوې، چې دا وخت پکې زیاته ګڼه ګوڼه وه. د چاودنې د نوعيت په اړه تر دې مهاله څه نه دي ويل شوي خو دا په تېرو نږدې دوو اونيو کې په لاهور ښار کې دويمه چاودنه ده چې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اړوي. څو ورځې وړاندې هم لاهور کې يوې چاودنې د ۳۰۰ په شا و خوا کې کسانو ته مرګ ژوبله اړولې وه.

Addthis

 




مل پاڼې