جمعه, 01 سلواغه 1395 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



حامد کرزي په کندهار کې د تېرې شپې برید غندلی دی پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
چهارشنبه 22 مرغومی 1395 ساعت 14:19

پخواني ولسمشر حامد کرزي په کندهار کې د تېرې شپې برید په کلکو ټکو غندلی دی. د ښاغلي حامد کرزي له مطبوعاتي دفتره په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د تېرې شپې برید د هېواد د امن او ثبات د دښمنانو کار دی. په خبرپاڼه کې راغلي، چې حامد کرزي دغه ترهګريز برید چې امله یې یې وکیل بازمحمد جوزجاني، سناتور سراج الدین صفري، د کندهار د والي مرستیال عبدالعلي شمسي، د پخواني ولسمشر نږدې همکار، مستعد ځوان یما قریشي او د عربي متحده اماراتو یو شمېر دیپلوماتان شهیدان، د کندهار د والي همایون عزیزي او د عربي متحده اماراتو د سفیر په ګډون یو شمېر نور ټپیان شوي، د ټولو انساني ارزښتونو خلاف بللی دی. نوموړي د خپلې خواشینۍ او همدردۍ مراتب د عربي متحده اماراتو خلکو او د شهیدانو کورنیو ته وړاندې کړي دي. پخواني ولسمشر د شهیدانو کورنیو ته د جمیل صبر او ټپیانو ته د عاجلې شفا استدعا کړې ده.

Addthis

 




مل پاڼې