دوشنبه, 20 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



فرامرز تمنا: بهرنۍ استخباراتۍ کړۍ افغانستان کې د داعش په نوم فعاليت کوي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
دوشنبه 29 غبرګولی 1396 ساعت 09:39

د بهرنيو چارو وزارت د ستراتيژيکو مطالعاتو رئيس فرامرز تمنا وايي، داعش په افغانستان کې واقعي حضور نه لري بلکې د بهرنيو استخباراتي سازمانونو د تخريبي فعاليتونو د پټولو يوه وسيله ده. تمنا ويلي د دريمې نړۍ هېوادونه له ترهګرۍ سره په مبارزه کې پاتې راغلي، ځکه په دې نه دي بريالي شوي چې پخپلو هېوادونو کې د اسلام دين په حقيقي مانا سره تر خلکو ورسوي. د ستراتيژيکو مطالعاتو د مرکز مشر فرامرز تمنا پاکستان په سيمه کې د ترهګرۍ ځاله بللې او ويلي يې دي، چې افغان حکومت له ډيپلوماټيکو لارو، سياسي او نظامي اړيکو په استفادې هڅه وکړه، چې هغه هېواد له ترهګرۍ د ملاتړ پر ځای له دې پديدې سره مبارزې ته وهڅوي، خو په وينا يې د پام وړ پايله يې تر لاسه نه کړه. په داسې حال کې چې د افغانستان- پاکستان – چين او دغه راز د افغانستان- پاکستان- چين او امريکا د درې اړخیزو او څلور اړخيزو بهيرونو د بيا پيل پر سره هوکړه شوې، فرامرز تمنا وايي، د پاکستان پر نيت او رښتينولۍ شک لري. ده په افغانستان کې د داعش فعاليتونو ته په اشارې سره ويلي، چې داعش په افغانستان کې واقعي حضور نه لري بلکه بهرنۍ استخباراتي کړۍ، خپلو شومو موخو ته د رسيدو لپاره د داعش له نامه استفاده کوي.

Addthis

 




مل پاڼې