دوشنبه, 20 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



ننګرهار کې په ځانګړو عملیاتو کې پنځه کسه وژل شوي دي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
دوشنبه 29 غبرګولی 1396 ساعت 09:41

د ننګرهار ولايت غني خېلو ولسوالۍ کې ځانګړو افغان ځواکونو عمليات ترسره کړي چې پنځه کسان په کې وژل شوي او پنځه نور عمليات کوونکو ځواکونو له ځانه سره ژوندي بيولي دي. د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د عملياتو موخه وسله وال طالبان وو؛ خو د سيمې خلک وايي چې وژل شوي ټول ملکي وګړي او د چرګانو د فارم مزدوران وو. د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي وويل، د ۰۲ په نوم د هوايي ډګر ځانګړو افغان ځواکونو تېره شپه شاوخوا يوه بجه د غني خېلو ولسوالۍ په سياه چوب سيمه کې عمليات ترسره کړي دي. هغه زياته کړه، د عملياتو موخه وسله وال طالبان وو او د عملياتو پرمهال له کور څخه له عمليات کوونکو ځواکونو سره نښته هم شوې ده. دی وايي، د عملياتو پرمهال پنځه کسان وژل شوي او پنځه نور عمليات کوونکو ځواکونو له ځانه سره بيولي دي. د هغه په وينا، د وژل شويو او بيول شويو کسانو د هويت په اړه څېړنې پيل شوې، چې ملکي کسان وو او که وسله وال طالبان. بلخوا د سيمې اوسېدونکي وايي چې وژل شوي ټول ملکي وګړي دي؛ خو د بيول شويو کسانو په اړه لا هم کره معلومات نشته. وسله والو طالبانو هم په ياده پېښه کې د خپلو کسانو د وژل کېدو خبره رد کړې ده. د دوی وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د عملياتو پرمهال وژل شوي کسان د دوی په ډلې پورې تړاو نه لري.

Addthis

 




مل پاڼې