سه شنبه, 30 لړم 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



عبدالله: د سنبلې په اتلسمه ډزې کول او د زورزیاتي پيښې به بیا تکرار نه شي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
دوشنبه 20 وږی 1396 ساعت 12:48

د ملي يووالي حکومت اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د مجاهدينو د وژل شوي قوماندان احمدشاه مسعود د پلویانو له خوا د وږي په اتلسمه د کابل ښار په واټونو کې د ډزو او زور زیاتي په غبرګون کې ويلي چې په راتلونکي کې به دا ډول پېښې تکرار نه شي. د شنبې په ورځ د 'شهید اونۍ' او د اسلامي جمعیت ګوند د پخواني قوماندان احمدشاه مسعود د شپاړسم تلین د نمانځلو په پلمه، د کابل ښار په واټونو کې د احمدشاه مسعود پلویانو هوايي ډزې وکړې، چې له امله یې د کابل ښار یو شمیر اوسیدونکي ټپیان شول. د افغان حکومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله، نن د وزیرانو شورا غونډې ته د وینا پر مهال وویل، چې د وږي په اتلسمه د احمدشاه مسعود د پلویانو له خوا هوايي ډزې، د کابل ښار د اوسیدونکو پر وړاندې د بې ‌پروایي په معنا دي. عبدالله هیله وښوده، چې د دا ډول پېښو د مخنیوي لپاره به په راتلونکې کې تدابیر ونیول شي. هغه وویل "خلکو ته زیان هم ورسېد، زموږ یو شمېر هیوادوال په کابل ښار کې ټپیان شول او په راتلونکې کې به هېڅ وخت، په هېڅ حالت او په هېڅ شرایطو کې تکرار نه شي". د کابل پولیس وايي، چې د وږي په اتلسمه د احمدشاه مسعود د پلویانو د هوايي ډزو او ترافیکي پیښو په نتیجه کې دوولس تنه ټپیان شوي

Addthis

 




مل پاڼې