دوشنبه, 03 تله 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



افغانانو د سپټمبر د يوولسمې له پېښې وروسته، د لږو لاسته راوړنو لپاره ډېرې قربانۍ ورکړې پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
سه شنبه 21 وږی 1396 ساعت 03:40

د سیاسي او پوځي چارو شنونکي وايي، امریکا پر افغانستان د سپټمبر د یوولسمې له پېښې وروسته په کړي برید کې هغه يوه موخه هم تر لاسه نه کړه، چې ځان ته یې ټاکلې وې.

دالقاعده شبکې اړوند ۱۹ بريدګرو د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په یوولسمه د امریکا په نيويارک ښار کې د سوداګرۍ د نړيوال مرکز له اسمان څکو ودانيو سره تښتول شوې الوتکې وجنګولې چې له امله يې لږ تر لږه درې زره کسان ووژل شول.

د دغه بريد په غبرګون کې د امريکا متحدو ايالتونو له ترهګرۍ سره د مبارزې په نامه پر افغانستان وسله وال بريد وکړ.

د سیاسي شنونکي وايي، د ترهګرۍ د جرړو ایستل، د باثباته حکومت را منځته کول او د مخدره توکو له منځه وړل هغه شعارونه وو، چې امریکا پر افغانستان له برید سره سم زمزمه کول؛ خو شپاړس کاله وروسته لا هم يوازې د يو شعار تر بريده پاتې دي.

پوځي کارپوه جنرال زلمی وردګ وايي، پر افغانستان د سپټمبر د یوولسمې تر پېښې وروسته د بېړني برید اقدام د امریکا هغه تېروتنه وه چې بیه یې تر ننه افغان ولس پرې کوي.

وردګ مسیر ورځپاڼې ته وویل، که امریکایانو غوښتي وای د سپټمبر د یوولسمې له پېښې وروسته یې په ډيپلوماټیکو لارو اسامه بن لادن تر لاسه کولای او هم یې په افغانستان کې يو ډيموکراټيک نظام رامنځته کولای شو.

د هغه په باور، امریکا ټولو هغو موخو ته په رسېدو کې ناکامه ده چې شپاړس کاله وړاندې یې د افغان جګړې لپاره ټاکلې وې او لا هم هڅه کېږي چې د دې جګړې غځولو ته لاره هواره شي.

جنرال وردګ وايي، دا مهال د افغانستان په ۷۵ سلنه خاوره کې جګړه روانه ده چې لامل يې هم د امریکا غلطې تګلارې دي.

دی وايي، هغه بیه چې افغانانو د سپټمبر له پېښې وروسته پرې کړې، د لاسته راوړنو په پرتله څو چنده لوړه ده.

د زرګونو ملکي افغانانو وژل کېدل، د میلونونو نورو بې ځایه کېدل، د جګړې دوام، لړزانده حکومت، د نشه يي توکو د کرکيلې او قاچاق پراخېدل، پراخ اداري فساد او تر پښو لاندې شوي د بشر حقونه هغه بېلګې دي، چې وردګ یې د سپټمبر له یوولسمې وروسته د افغانستان لپاره د امریکا لاسته راوړنې بولي.

د سياسي چارو يو بل شنونکی یوسف امین ځاځی وایي، افغانستان په سیمه ‌ییزه کچه هم هغه رول خپل نه کړ، چې امریکا او ملاتړو یې ورسره شپاړس کاله وړاندې ژمنه کړې وه.

نوموړي مسیر ورځپاڼې ته وویل، افغان پوځ د اړتیا په کچه نه دی تجهیز شوی، با ثباته نظام او حکومت نشته، مخدره توکي او ترهګر د ځپل کېدو پر ځای لا پراخ او پياوړي شوي دي.

دی وایي شپاړس کاله وړاندې په افغانستان کې د طالبانو او القاعده په نوم دوه ډلې چې وروسته ترهګرې ډلې اعلان شوې، موجودې وې؛ خو اوس له همدې ډلو لسګونه نورې ډلې زیږېدلې چې کابو کول یې اسانه کار نه دی.

ځاځی د افغانستان اقتصادي حالت ته اشاره کوي، چې یوازې بهرنۍ مرستې د لنډ مهاله اکېسجن په څېر راغلې او په ټول هېواد کې هېڅ بنسټیز کار نه دی شوی.

خو د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري بیا وایي، چې افغانستان ته د امریکا له راتګ وروسته هېواد د پوځ او امنیتي ځواکونو خاوند شو او په ګڼو نورو برخو کې یې هم پرمختګونه وکړل.

حکومت پوهنه، روغتیا، مخابرات، لويې لارې او د خلکو په ژوند کې نسبي تغیر د شپاړس کلنو لاسته راړونو په توګه یادوي، چې شنونکي د همدې لاسته راوړنو بیه لوړه بولي.

 

 

Addthis

 




مل پاڼې