سه شنبه, 30 لړم 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



پاکستان: امریکايي ځواکونه په افغانستان کې مات شوي دي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
سه شنبه 21 وږی 1396 ساعت 03:52

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره دلیدنې پر مهال ویلي، چې بهرني ځواکونه په افغانستان کې مات شوي دي او په دې هېواد کې روان کړکیچ نظامي حل نه لري. خواجه آصف تېره ورځ د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره هم په خبرو کې ویلي وو، چې افغان جګړه نظامي حل نه لري بلکې باید پر سیاسي حل یې فکر وشي. ایراني اړخ هم په دې لیدنه کې ویلي، چې په افغانستان کې ثبات د ټولو په ګټه دی او جګړه د حل لار نه ده. پاکستان تر هغه وروسته د سیمې هېوادونو ته سفرونه پیل کړل، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دغه هېواد د ترهګرو ملاتړی وباله او ګوتڅنډنه یې ورته وکړه، چې د ترهګرۍ له ملاتړه لاس واخلي او پر وړاندې یې جدي مبارزه وکړي. خواجه آصف تر هغه وروسته چین، روسيې او ایران ته د سفر پرېکړه وکړه. په چین او ایران دواړو کې یې د امریکا د نوې تګلارې په اړه بحثونه کړي دي.

Addthis

 




مل پاڼې