دوشنبه, 03 تله 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



مودي: له افغانستان سره پر خپلو کړو ژمنو ولاړ یو پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
سه شنبه 21 وږی 1396 ساعت 08:09

د هند لومړي وزير د افغانستان د بهرنيو چارو له وزير سره په ليدنه کې ويلي چې ډيلى د افغانستان په تړاو پر خپلو کړو ژمنو لاړ دى. د صلاح الدين رباني او نريندرا مودي تر منځ دا ليدنه پرون په نوي ډيلي کې ترسره شوه. د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې راغلي، چې د هند د ملي امنيت شورا سلاکار هم په دې ليدنه کې حاضر و. سرچينې زياته کړه چې په دې ليدنه کې صلاح الدين رباني د هندوستان له مرستو او همکاريو مننه وکړه. وروسته د هند لومړي وزير په افغانستان کې د خپلو پراختيايي پروژو يادونه وکړه او وويل چې هېواد يې د افغانستان په تړاو پر خپلو ژمنو ولاړ دى. نوموړي د افغانستان لپاره دامريکا له نوې پاليسۍ هم هرکلى وکړ. په دې سفر کې د دواړو هېوادونو ترمنځ څلور تړونونه هم لاسليک شوي دي.

Addthis

 




مل پاڼې