دوشنبه, 03 تله 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



سره صلیب په بلخ کې خپل دفتر وتاړه پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
سه شنبه 21 وږی 1396 ساعت 12:08

په مزار شریف ښار کې سره صلیب د خپلې یوې بهرنۍ کاروکوونکې د وژل کېدو په غبرګون کې خپل دفتر وتاړه. پرون د بلخ ولايت يوه معيوب د تومانچې پر ډزو سره د سره صليب په دفتر کې پر يوې هسپانوۍ ډاکترې ډزې وکړې او هغه يې ووژله. په یاد ښار کې د سره صليب د دفتر يوه کارکوونکي د نوم نه ویلو په شرط رسنیو ته ویلي، چې سر له نن څخه د دوى دفتر تړل شوى دى. د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند شېرجان درانی وایی، چې د سره صليب ادارې تر اوسه ورته په دې اړه څه نه دې ویلي. د يادونې ده، سره صليب د جګړې له قربانيانو او ټپيانو سره د نورو مرستو تر څنګ په مزارشريف ښار کې معيوبينو ته د مصنوعي لاسونو او پښو جوړولو په برخه کې هم فعاليت کاوه.

Addthis

 




مل پاڼې