دوشنبه, 03 تله 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



اروپايي ټولنه: له افغانستان سره په بېلو برخو کې مرستو او همکاریو ته چمتو یو پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
چهارشنبه 22 وږی 1396 ساعت 03:53

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې نوى سفير وايي، اروپایي ټولنه له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې مرستو او همکاریو ته چمتو ده. له ارګه په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني پرون د یو لړ تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې د اروپایي ټولنې د نوي سفیر میاډون پیر باورلیک ومانه. سرچينه کاږي، ولسمشر غني میاډون پیر ته د نوې دندې د مبارکۍ پرمهال په وارسا او بروکسل کنفرانسونو کې له افغانستان څخه د اروپايي ټولنې د ملاتړ او له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د اروپایي ټولنې د مرستو مننه وکړه او نوموړي ته یې په دغه نوي ماموریت کې د بریالیتوب هیله وکړه. سرچينه زياتوي، دواړو لوریو د افغانستان او اروپایي ټولنې ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو، د اروپایي ټولنې هېوادونو ته د صادراتو او وارداتو د فرصتونو، اقتصادي ودې، په افغانستان کې د نساجۍ په برخه کې د اروپايي ټولنې د پانګونې او همکارۍ، د افغانستان د کانونو په سکتور کې د اروپایي ټولنې د تخنیکي مرستو او د سولې پروسې په اړه بحث او خبرې وکړې. سفیر له افغانستان سره د اروپايي ټولنې د مرستو پر دوام ټینګار کړی دی.

Addthis

 




مل پاڼې