دوشنبه, 03 تله 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



د ملي یووالي په حکومت کې د فساد کچه ۴۵ سلنه لوړه شوې ده پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
چهارشنبه 22 وږی 1396 ساعت 03:53

د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ وايي، د دوی معلومات ښيي، چې د ملي یووالي په حکومت کې فساد ۴۵ سلنه لوړ شوی دی. ددغه بنسټ په وینا، د ملي یووالي حکومت د کار پر مهال ۲،۷ میلیارد ډالر په غیر قانوني توګه ردو بدل شوي دي. ددغه بنسټ د عدالت غوښتنې د برخې مشر ناصر تېموري وايي، چې دوی خپلې څېړنې په ۲۰۱۶ کال کې پيل کړې وې او دا څېړنه ښيي، چې د تېر حکومت په پرتله نه یوازې دا چې د فساد کچه ټيټه شوې نه ده، بلکې لوړه شوې ده. تیموري وايي، د ملي یووالي حکومت ددې پر ځای چې له فساد سره مبارزه وکړي، فساد مدیریت کوي. ددغه برخې مشر وویل، د فساد زیاتوالی د جدي اندېښنې وړ دی او د حکومت کړنې د فساد په له منځه وړلو کې ګټورې نه دي تمامې شوې.

Addthis

 




مل پاڼې